ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

21.11.2022 امریکا غږ

دفېکټس فوکس خبریال احمد نوراني د جنرل باجوه د پانګو په رپورټ پخپله څه وايي؟ 

د  فېکټس فوکس خبري ادارې خبریال احمد نوراني د پاکستان د پوځ د اوسني مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د هغه د کورنۍ د نورو غړیو په هکله په یو رپورټ کې ویلي دي چې په تیرو شپږو کالو کې یې اربونه روپۍ پیدا کړي دی. پوځ یا حکومت تر اوسه د رپوټ تردید کړی نه دی خو وايي پلټنې به کوي چې چا د جنرل باجوه د پانګو په اړه رازونه ښکاره کړي دي.   د وي او ای ډیوه رحمان بونېري د فېکټ فوکس خبریال احمد نوراني سره مرکه کړې او تاسو یې د سوال او ځواب په شکل کې لوستلی شئ  سوال: د پاکستان په مطبوعاتو کې راغلي چې د خزانې وزیر اسحاق ډار د جنرل قمر باجوه د مالیو د معلوماتو د خپریدلو په هکله د پلټنو امر کړیدی، تاسو په دې هکله څه دریځ لرئ؟  ځواب: ټېکس ګوشوارې (د مالیو حساب) چې اولس جمع کوي بې شکه دا پټې وي، دا معامله د حکومت او شهري تر منځه وي، او دا د قانون له رویه خوندي وي.   په نړیوال صحافت کې په دې ډیر بحثونه هم روان دي چې د یو عام تن د ټیکس معلومات باید خوندي وي.  خو یو داسې تن چې په سرکاري عهده کار کوي یا اولس منتخب کړی وي او یا د حکومت نه تنخوا اخلي ددغه شان تن په هکله چې کله یو خبریال معلومات تر لاسه کړي او دغه معلومات کره وي او تصدیق شوي وي نو د اولس په مفاداتو کې شایع کول پکار دي.   په امریکه او نوره نړۍ کې پدې ډیر بحثونه شوي دي د بېلګې په توګه کله چې د نیو یارک ټایمز غوندې لوی اخبار د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ټول ژوند د ټیکس معلومات خپاره کړل نو دا درپځ ؤ چې دا د اولس په مفاداتو کې وو.  سوال: ستاسو په خبر کې حوالې هم شته دی، او ممکنه ده تاسو د هغو کسانو نومونه، نه اخستل غواړئ چې دغه پټ معلومات یې درکړي دی خو بیا هم یو عام تن به ستاسو د خبر رښتیا والی څنګه اومني؟  ځواب: یو عام تن به زما په خبر یقین څنګه کولو چې دا رښتیا دی؟ )په خندا کې)  دا وضاحتونه کول به زما د پاره یو ډیر ګران کار ؤ، خو د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار چې ددې خبرې د پلټنو امر وکړو چې دا معلومات (د باجوه د مالیو او پانګو) څنګه څرګند شول؟ نو دا خبره پخپله یو تصدیق دی چې زما معلومات کره او رښتیا دي، دې کار زما ستونزه اسانه کړه. هغويي پخپله ددې تصدیق وکړو وس زما د پاره اسانه شوه چې خلکو ته به وضاحتونه، نه ورکووم.   حکومت زما خبر چیلنج کړی ندی.  پکار خو دا وه چې د خزانې وزير ددې کار تحقیاتو امر کړی وی چې دومره پانګې څنګه جوړې شوې هغه وس پدې لګیا شول چې دا معلومات څنګه خپاره شول؟  سوال: ددې خبر د خپریدلو ورستو معلومات دا دي چې ستاسو ویب پاڼه په پاکستان کې تړل شوې ده، ستا غبرګون څه دی؟  ځواب: رحمان صېب ته هم د پاکستان یې، زه هم خبریال یم، ته ما پیژنې، زه د کوم سیاسي ګوند په ضد نه یم، د عمران خان د پوځ سره د ملګرتیا زه ډېر سخت ناقد وومه، مګر نن زه حق حیرانه یم چې د عمران خان په حکومت کې مونږ د هغه په هکله هر رقم خبرونه خپاره کړل، مونږ د هغه یو یو تن والوځولو، د عمران خان د مالیو ریکارډ مو خپور کړو، د هغه د رسوائیو په هکله مو تحقیقات خپاره کړل، د هغه په حکومت کې مو د جنرل باجوه د کورنۍ په هکله مو په 2020/21 کې خبرونه وکړل، زه د جنرل عاصم باجوه خبره نه کومه هغه بل خبر ؤ، زه د جنرل قمر باحوه خبره کومه، دا ځانله خبر ؤ، دغه وخت زمونږ ویب پاڼه چا نه وه بنده کړې، وس چې د دويي په حکومت کې دا خبر راغی نو ویب پاڼه یې وتړله، بلکې مهم یې شورو کړی دی چې ویب پاڼه بنده نه ده، مونږ دروغ وایوو. په دې به زه څه به ووایم، یواځې افسوس کولی شم، حکومت که چري د جمهوریت دعوا لري نو همت دې وښايي، راښکاره دې شي، د سوالونو جوابونه دې ورکړي، صحافت ته دې مخامخ شي، که څه هم دا یو ګران کار دی خو باید دوي داسې وکړي.   

21.11.2022 ډیوه

د پاکستان-افغانستان تجارت د اربونو (ملیاردو) نه ملینو ډالرو ته ولې ټيټ شو؟

د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت کوونکي سوداګر د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اوسنۍ کلنۍ کچه د 300 ملینو ډالرو پورې ښيي. دوی وايي د 2004 نه 2009 پورې يې داسې وخت لیدلی چې د دواړو هېوادونو د تجارت کچه د کال درې اربو (ملیاردو) ته رسېدلې وه.

21.11.2022 ډیوه

ایران له افغانستان سره د امنیتي همکارۍ دپاره د سیمه ییزې کمیټې جوړولو غوښتنه وکړه

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي د ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف له افغان چارواکو سره د معلوماتو د شریکولو دپاره د ګډې سیمه ییزې امنیتي کمیټې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

21.11.2022 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

21.11.2022 امریکا غږ

پاکستان وايي په افغانستان کې به د طب یا مېډیکل کالجونه جوړوي

په افغانستان کې د عامې روغتيا د وزارت ترجمان شرافت زمان امرخېل ميډيا ته په يو لېږلي بيان کې ويلي چې پاکستان به د افغان ډاکټرانو د طب په مختلفو برخو کې صلاحيت سېوا کولو کې همکاري هم کوي

21.11.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

21.11.2022 امریکا غږ

د جنرل باجوه د مالي پانګو د څرګندونو پر ضد د پلټنو امر شوی

 فېکټس فوکس نومي وېب پاڼې تېره ورځ په خپل یو تازه رپورټ کې ادعا کړې چې جنرل قمر جاوېد باجوه د شپږو کالو په موده کې د پوځي مشر په توګه اربونه روپۍ جوړې کړي دي

21.11.2022 ډیوه

د پاکستان د دفاع وزیر وايي د نوي پوځي مشر د ګمارلو عمل شروع شوی

خواجه اصف د نومي پوځي مشر د تقررۍ په اړه خبرې په داسې حال کې کړي چې دا میاشت پوځ په لومړي ځل د پېښور، سیالکوټ او منګلا پوځي چاوڼو ته د جنرل باجوه تګ  د "الوداعي سفرونو" یا د مخه ښيې په توګه یاد کړل. د دې نه وړاندې دې ګنګوسو ګردش کولو چې جنرل باجوه ته په خپله عهده د پاتې کېدو توسیع ورکړی کېدلی شي

21.11.2022 ډیوه

په اندونیزیا کې د زلزلې له کبله سلګونه کسان مړه او زخمیان شوي

په اندونیزیا کې مقامات وايي چې نن دوشنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) د ریختر په اندازه ۵.۶ درجې زلزلې شاوخوا ۶۰ تنه مړه کړي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.

21.11.2022 امریکا غږ

څيړونکي: پاکستان بايد د موسمي بدلون په لړ کې ترلاسه کېدونکې مرستې په شفافه توګه وکاروي

په موسمي بدلون نظر لرونکی خبريال اصف مومند وايي پاکستان په خپل دغه مقصد ترلاسه کولو کې کامياب شو خو اوس پکار ده چې د دغو فنډونو د مصرف کولو د پاره کوټلې تګ لارې جوړه کړي

21.11.2022 ډیوه

کورمه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې له امله د خرلاچي پوله تړلې پرته ده

د خېبرپښتونخوا د بره کورمې ضلعې او د افغانستان د پکتيا د ډڼډي پټان ولسوالۍ ترمنځ په پوله د شخړې له امله د خرلاچي پوله په درېمه ورځ د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې پرته ده. ځايي خلک او امنيتي سرچينې وايي نن په پوله د پاکستاني او طالبانو د چارواکو ترمنځ د شخړې د هواري دپاره خبرې پېل شوې.

21.11.2022 ډیوه

په کابل کې یو روزنیز مرکز د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی

په کابل کې د 'کتاب او قلم' روزنیز مرکز د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی. د لاسي صنایعو او تولیداتو دا دوه ورځنی نندارتون چې د کتاب او قلم خصوصي روزنیز مرکز لخوا تېره ورځ پرانېستل شوی نن هم پر ځای دی. د دغه رونیز مرکز مشره او د نندارتون جوړونکې زینب محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له یاد نندارتون د دوی موخه د افغان ښځو او نجونو هڅونه او نندارې ته د تولیداتو وړاندې کول دي. محمدي وویل: "تېره ورځ موږ د خپل مرکز نه د حرفې په برخه درېیمه دوره فارغان درلودل چې د دوی د تشویق او دا چې دوی له موږ سره په تېرو شپږو میاشتو کې د مسلک په زده کړه کې زحمت ګاللی و یو وړوکی بازار او ننداراتون جوړ کړ څو دوی وشي کولای هغه خپل تولیدات چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې درلودل نورو ته نندارې ته وړاندې کړي. له نیکه مرغه تېره ورځ او نن موږ ډېر لیدونکي درلودل." اغلې محمدي وايي، په اوسنیو شرایطو کې د داشان نندارتونو د جوړېدو اړتیا ډېره ده او باید په دې برخه کې له مېرمنو سره همکاري وشي. د کتاب او قلم روزنیز مرکز مشره زینب محمدي وايي، په دغه نندراتون کې پنځه غرفې دي چې د خیاطۍ، اوبدل شويو توکو، لاسي ګنډ او خوراکي توکو په برخه کې د ښځو او نجونو په لاس تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د نوموړې په وینا، په اوس وخت کې افغان مېرمنې ملاتړ ته اړتیا لري او باید له پام ونه غورځول شي. په دغه نندارتون کې یوه ګډونواله زهرا چې د کتاب او قلم مرکز زده کوونکې هم ده وايي، نجونې باید خپل ژوند ته پرېښودل شي ژوند کول او ټولو حقونو ته یې لاسرسی د دوی حق دی. نوموړې چې په یو دولتي ښوونځي د ۹ ټولکي زده کوونکې ده، خو اوس ښوونځي ته نه شي تللی، له ازادي را‌ډیو سره په خبرو کې وویل: "د طالبانو حکومت په راتګ سره د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي. ډاکټر زینب محمدې دې خیر یوسي چې دغه مرکز یې جوړ کړی او افغان نجونو لپاره د هیلو یوه دوازه ده څو خپلې تجربې او څه یې چې زده کړې نندارې ته وړاندې کړي." عایشه ګل هغه نجلۍ چې په دغه نندارتون کې ګډون کړی وايي، د افغان ښځو په ځانګړي ډول د نجونو لاسي صنایع باید وده وکړي او د دوی ملاتړ باید وشي. هغې وویل: "زه خبره شوم چې دلته د بازار ورځ جوړه شوې زه هم راغلم چې یو څه واخلم. ځینې شیان مې هم واخیستل، کالي، اوبدونکي توکي او دغه شان خوراکي شیان مو واخیستل." د قلم او کتاب روزنیز مرکز ۱۴ میاشتې وړاندې د یو شمېر مېرمنو لخوا په کابل کې جوړ شو چې موخه یې له تعلیم پاتې نجونو او دغه شان ښځو ته د زده کړې ترڅنګ د ځینو حرفو او تولیداتو زده کول دي. دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې پر افغانستان د طالبان له بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولکي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، ډېری مېرمنې چې مخکې یې په دولتي ادارو کې کار کاوه له کار راوګرځول شوې او یو شمېر نور محدویتونه هم پرې ولګېدل. پر افغان نجونو او ښځو دا محدودیتونه په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول له غبرګونونو سره مخ دي.

21.11.2022 ازادي راډیو

ډېره اسماعيل خان پوليس: د تنکي ماشوم د وژنې او جنسي تيري په تور يو تن نيول شوی

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پوليس وايي، د اته کلن ماشوم هلک د وژنې او هغه سره د جنسي تيري په تور يې يو تن نيولی او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

21.11.2022 ډیوه

سور صلیب: اقتصادي ستونزو او ژمي د میلیونونه افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی

د سره صلیب نړیواله کومېټه وايي، د افغانستان د وګړو نیمايي نفوس (۲۰میلیون کسان) د خوړو له جدي نه خوندیتوب سره مخ دي.

21.11.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more