ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د برازیل او نړۍ د فوټبال ځلانده ستوری پلی ومړ 

پلی چې د برازیل د فوټبال د شهنشاه او افسانه لقب هم ورکړل شوی و د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) د ۸۲ کالو په عمر له نړئ سترګې پټې کړې.

30.12.2022 امریکا غږ

د اسلامي همکاریو سازمان: د اسلامي فقې نړیواله اکېډمي دې د ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیز خلاف ګډ دریځ را غونډ کړي

واشنګټن ـــــ د اسلامي همکاریو د سازمان مشر د اسلامي فقې له نړیوالې اکېډمۍ غوښتي دي چې په ټوله نړۍ کې د دیني عالمانو یوه غونډه په بیړنۍ توګه را غواړي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هغې پرېکړې خلاف کمپېن پیل کړي چې د نجونو پوهنتونونه یې بند کړي دي. بل لور ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه د خبرو لپاره کابل ته ځي. د دسمبر پر 20مه چې طالبانو د ټول افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم ځنډولی دی، د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د سازمانونو، امریکې او نورو هېوادونو په ګډون د اسلامي همکاریو سازمان هم د طالبانو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده خو طالبان لا هم پر خپله پرېکړه ولاړ دي. د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسېن براهیم طاها د پنجشبنې- زیارت په ورځ په یو بیان کې د اسلامي‌ فقې له نړیوالې اکېډمۍ وغوښتل، له ټولو اسلامي ماخذونو او عالمانو دې د طالبانو د هغې پرېکړې په اړه یو ګډ دریځ را غونډ کړي چې نجونو یې له تعلیمه را ګرزولې دي. ښاغلي حسېن براهیم طاها د اسلامي فقې د نړیوالې ټولنې د پرانیستو په دویمه غونډه کې- چې پرون د وېډیو کانفرنس په وسیله وشوه- د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه د اسلامي شریعت خلاف بللې ده. ښاغلي طاها غونډې ته ویلي: "د طالبانو د حکومت پرېکړه چې د پوهنتون په ګډون د نجونو د زدکړو مخه نیسي او په دې پلمه ښځې د دغو تعلیمي‌ ادارو له دندو ګوښه کوي چې ګواکې دا د اسلامي شریعت خلاف کار دی، دا یو تازه چېلنج دی چې د اسلامي‌ فقې نړیواله اکېډمۍ به د اقلیتونو د ستونځو او په لوېدیځو هیوادونو کې له مسلمانانو سره د دښمنۍ زیاتېدو او نورو مهمو مسلو سره سره ورته کتنه کوي". د اسلامي همکاریو د سازمان مشر د خپل تنظیم او د اسلامي فقې د نړیوالې اکېډمۍ په ایجنډا کې د افغانستان د ستونځې پر لومړیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو پرېکړه د اسلامي شریعت د نصوصو پر بنیاد نه ده. حسېن براهیم طاها په خپل بیان کې ویلي، په جون میاشت کې د دیني عالمانو یوه ډله هم افغانستان ته تللې وه او هلته یې د طالبانو له چاراکو او دیني عالمانو سره لیدلي وو، وایي په دغو غونډو کې پر دې خبره اتفاق شوی وو، چې د طالبانو له حکومته د ښځو د تعلیم او کار د هغو ټولو حقونه ضمانت واخلي چې اسلام ورکړي‌ دي. ښاغلي طاها په ټینګار سره ویلي، د طالبانو دا پرېکړه چې ښځې یې له تعلیمه محرومه ساتلې دي د ریښتیني اسلام په اړه په نړۍ کې غلط فهمۍ زیاتوي. طالبانو لا تر اوسه د اسلامي همکاریو د سازمان د مشر بیان ته څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم یوه اوونۍ وړاندې د نجونو د پوهنتونونو د بندولو سبب د نجونو له خوا د حجاب نه عملي کول ګڼلي وو. طالبانو لس ورځې وړاندې د ښځو د پوهنتونونو تر ځنډولو وروسته په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز اعلان کړی وو، چې ملګرو ملتونو یې پرېکړه په کلکه غندلې وه. د دې پرېکړې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارټین ګرېفیټس د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته ځي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همږغۍ مشر رامیز الکبروف وایي، ښاغلی ګرېفېتس به د خپل سفر پر مهال د طالبانو د چارواکو په ګډون له ګڼو اړخونو سره د دې ستونځې د حل لپاره خبرې وکړي، خو وایي دا سفر به څو اوونۍ واخلي ځکه چې وایي دوی به د طالبانو د پرېکړې نتیجو ته ګوري. ښاغلي الکبروف په خواشینۍ سره وویل چې په غیرسرکاري ادارو کې د طالبانو پرېکړې وار له مخه لا د ملګرو ملتونو ځینې پروګرامونه اغېزمن کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې «اوچا» د چارشنبې- شورو په ورځ له ځینو نورو ادارو سره په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، چې کېدای شي د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې په افغانستان کې خپل ځینې کارونه ودروي.

30.12.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر د ښځو کار بندیز په اړه طالبانو سره خبرو لپاره کابل ته ځي

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د څانګې مشر مارټين ګریفټیس په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه له لوړپوړو طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته ځي.

30.12.2022 امریکا غږ

د مؤسسو خبرداری: که پر ښځينه کارکوونکو بنديز ليرې نه‌‌شي ۹۷‌سلنه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ کېدونکي دي

څلورو لویو غیر دولتي مؤسسو چې په افغانستان کې یې د طالبانو له‌خوا په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز له پرېکړې وروسته، خپلې چارې ځنډولي، خبرداری ورکړی چې نوي کال کې شاو خوا ۹۷ سلنه افغانان له فقر او بې‌وزلۍ سره مخ کېدونکې دي. د ماشومانو د ساتنې مؤسسې"Save The Children"، د ناروې د مهاجرت شورا"NRC"، پاملرنې "Care" او ورلډ ویژن انټرنېشنل"World Vision International" پرون ویلي، وروستي ارقام ښیې چې نږدې ۲۸ میلیونه افغانان چې ۱۴ میلیونه یې ماشومان دي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې څلورو لویو مؤسسو چارواکو پرون یوه خبري کنفرانس کې چې جزیات یې پاملرنې "Care" موسسې خپاره کړي له طالبانو غوښتي چې هر څه ژر په نا دولتي موسسو په افغان ښځو د کار بندیز پرېکړه، بېرته واخلي. دې کنفرانس ته د ماشومانو د ساتنې موسسې اجرایوي مشرې اینګر اشینګ ویلي، طالبانو داسې مهال نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز لګولی چې د وږو افغان ماشومانو، مېرمنو او نارینه‌و شمېر په نړۍ کې د ریکارډ تر کچې رسېدلی او دوی له یوه لوی بشري ناورین سره مخ دي. هغې زیاته کړې: "موږ نه‌شو کولای د خپلو ښځینه همکارانو پرته خپل ژوند ژغورونکي ملاتړ ته دوام ورکړو او که موږ و نه توانېږو چې بیا خپله برنامه پیل کړو؛ ماشومان به مړه شي، ځکه دا وضعیت ډېر جدي دی." دې خبري کنفرانس ته د ورلډ وېژن انټرنېشنل مؤسسې اجرایوي رئیس انډریو مورلي ویلي، ښځینه کارکوونکې د بشري مرستو رسولو په برخه کې د دوی لپاره حیاتي ارزښت لري. د پاملرنې "Care" مؤسسې سرمنشۍ صوفیا سپریچمن سینیریو بیا ویلي، د طالبانو دا ویجاړونکې پرېکړه به په هغه خلکو بده اغېزه ولري چې لا د مخه له خورا سختۍ سره مخ دي. د ناروې د مهاجرت شورا"NRC" سیمه‌ییز رئیس اډم کامبز هم ویلي، دوی په افغانستان کې د خپلو چارو د پرمخ وړلو لپاره د نارینه‌و او ښځو دواړو لپاره بې له خنډه لاس‌رسي ته اړتیا لري. طالبانو د تېرې شنبې په ورځ ناوخته یوه مکتوب کې چې د اقتصاد وزارت له‌خوا یې خپور شو، په نادولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه. خو سره له دې چې په کور دننه او نړیواله کچه ترې د دې پرېکړې د بېرته اخستو غوښتنه شوې، طالب چارواکو پرې ځان غلی نيولی، مګر یو شمېر مهمو او لویو مؤسسو د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي دي. هاخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، که طالبان په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي، دا کار به د نړیوالو مؤسسو د بشر دوستانه عملیاتو ته لار پرانیزي. په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ بیا له ټولو اندېښنو سره سره، افغان نجونو او ښځو ته چې د ده په خبره، حقونه یې نقض کېږي، ډاډ ورکړی چې ترڅنګ یې ولاړ دی. هغه له افغان نجونو او ښځو غوښتي چې تسلیمې نه‌شي او دوی به یې د متحدانو په توګه لاس‌نیوي او همکارۍ ته دوام ورکړي. په غیر دولتي موسسو کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په کار بندیز، په کور دننه هم پراخ عکس‌العمل راپورته کړی او ډېرو هغو ښځو چې د کورنۍ سرپرستې دي، د طالبانو دا پرېکړه په سختو ټکو غندلې ده.

30.12.2022 ازادي راډیو

د اسلامي همکارۍ سازمان: د اسلامي نړۍ علماو دې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز خلاف متحد شي

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د پریکړې خلاف د اسلامي نړۍ د دیني علماوو د یووالي غوښتنه کړې ده.

30.12.2022 امریکا غږ

پاکستان:دترهګرۍ په ختمولو،دپولې په انتظام ښه کولو اؤ نورو مهمو مسلو افغانستان سره خبرې کوؤ

پاکستان کې دترهګرۍ د سیوا شوي بهیر نه وروسته ددغه هیواد دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي پاکستان افغان چارواکو سره دګډې پولې دښه انتظام،د ډپلوماټانو دامنیت پراخولو اؤ دترهګرۍ دمخنیوي په ګډون په یو لړ مهمو ستونزو خبرې اترې کوي. د پنجشنبې یا زیارت په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په مهال دخارجه دفتر ویاندې ویلي افغانستان پاکستان ته ځېنې بارونه ورکړي دي اؤ هیله ده چې خپلې کړې ژمنې به سرته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په وار وار دعوې کړي چې ټي ټي پي دپاکستان پرضد دافغانستان زمکه کاروي اؤ تېره ورځ دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي وؤ په افغانستان کې دطالبانو دحکومت رامنځته کېدو سره وسله واله ډله ټي ټي پي نوره هم پیاوړې شوې ده. خو په افغانستان واکمن طالبان اؤ پخپله ټي ټي پي دپاکستان دا دعوې ردوي چې ګنې دپاکستان پرضد فعالیتونو لپاره پاکستاني طالبان دافغانستان دخاورې نه استفاده کوي. دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې زهره بلوڅ ویلي پاکستان مدام دیو پرامنه،خوشحال اؤ پیاوړي افغانستان ارزومند پاتې شوی اؤ خواهش لري چې افغانستان باید په سیمه کې دتجارتي اؤ انرژۍدتماسونو لپاره دلارې په توګه راڅرګند شي. تېرکال چې داګست په میاشت کې طالبانو دافغانستان واک ترلاسه کړو نو پاکستان کې دهغوئ واک ته په رسیدلو دخوښۍ جشنونه شوي وؤ اؤ هغه وخت دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې افغان طالبانو دغلامۍ زنځیرونه مات کړل. څېړونکي وایي پاکستان هیلې درلودلې چې افغان طالبان به ټي ټي پي دپاکستان پرضد دفعالیتونو څخه منعې کړي خو برعکس په دې نزدیو کې دپاکستان دننه دترهګرۍ پېښې نورې هم زیاتې شوې اؤ ددې پېښو ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي. د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست کې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده . روانه میاشت واشنګټن کې مطبوعاتو سره دخبرو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي وؤ "مونږ افغان طالبانو ته مخکې هم دا پیغام ورلېږلی، زما په فکر پکار ده چې بیا هم ورته اووایو، چې پاکستاني طالبان زمونږ لپاره سره کرښه ده" بلاول بوټو زرداري زیاته کړې وه "که چرې دويي (پاکستاني طالبانو) ته د افغانستان لخوا کومې مرستې یا سهولت رسیږي نو دا به(افغانستان سره) زمونږ په اړیکو بد اثر پرېباسي" په افغانستان کې واکمن طالبان پرله پسې دپاکستان اؤ نورې نړۍ دا تورونه ردوي چې افغانستان دترهګرو لپاره یوه خوندي ځاله ده اؤ دریځ لري چې دافغانستان له خاورې ګاونډیانو اؤ نړۍ ته هیڅ خطر نه دی ورپیښ. د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر شاه نواز مشال وي او ای ډیوه ته وایي،چري د پاکستان رياست په هېواد کې ترهګري په مکمله توګه ختمول غواړي نو په افغانستان کې به د خپل حمایتي حکومت د ملاتړ لپاره د سټراتيجي ژورتيا پاليسي بدلوي. د ډاکټر شاه نواز مشال په خبره، پاکستان چې د افغانستان لپاره د انګرېزانو په وخت کې د سټرېټیجک یا تزویراتي ژورتیا په نوم کومه پالیسي جوړه کړې وه، دهغې تسلسل اوس هم روان دی، چې پکې تر ټولو غټه خبره دا ده چې په افغانستان کې به د خپلو لاسپوڅو قوتونو او دهغو ډلو ملاتړ کوي چې د دوی په کار راځي او آلې به یې وي

30.12.2022 ډیوه

د تحصيل ځنډولو له پرېکړې وروسته يو شمېر هېوادونو د نجونو لپاره سکالرشيپونه اعلان کړي

له هغې وروسته چې طالبانو د افغان نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړلې یو شمېر هېوادونو د طالبانو دغې پرېکړې ته په غبرګون کې د نویو بورسیو د اعلان خبره وکړه. ۲۲ کلنه زینب چې د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې فارميسۍ برخې ته بریالۍ شوې وايي، په هغه هېواد کې چې مېرمنې او نجونې له محرم پرته د سفر اجازه نه‌لري نو نجونې به څنګه د زده کړو لپاره بهر ته سفر وکړي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، د زده کړو په لومړۍ ورځ له پوهنتونه منع شوې او دغې چارې یې راتلونکي لپاره ټولې هیلې مړې کړي. اغلې زينب وايي: "دا خو ټولو ته ښکاره ده چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو په وړاندې پوهنتونه وتړل، دغه بورسیې چې اعلان شوې ښه خبره ده خو طالبانو په افغانستان کې د نجونو کوم حقونو په ځای کړي چې د تعلیم لپاره هم اجازه ورکړي، طالبان خپل کارونه کوي د چا خوښې ته نه ګوري نو زه ناهیلې یم." له هغې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړلې یو شمېر هېوادونو د افغان نجونو لپاره سکالرشیپونه اعلان کړل. دغه بورسیې چې د امریکا، قطر، د عربي متحده اماراتو د یو سوداګر او شاوخوا ۱۸ بېلابېلو هېوادونو د پوهنتونو له‌خوا اعلان شوي شمېر یې سلګونو ته رسیږي. یو بله افغانه محصله چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، نجونې غواړي په بهر کې لوړې زده کړې وکړي خو د طالبانو له‌خوا شرایط سخته شوي دي. نوموړې وايي: "د بېلابېلو هېوادونو له‌خوا د بورسیو اعلانېدل د افغان نجونو لپاره دا یوه ښه خبره ده موږ ورته خوشحاله یو خو اساسي خبره دا ده چې طالبان اوس نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له یو ولایت نه بل ولایت ته یا له یوې ولسوالۍ نه بلې ولسوالۍ ته له محرم پرته سفر وکړي، که نجونې دې بورسیو ته اپلای وکړي او کامیابه شي نو ایا طالبانو به دوی ته اجازه ورکړي چې بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره سفر وکړي." د افغان ښځینه محصلینو لپاره د یو شمېر هېوادونو له‌خوا په داسې حال کې د بورسیو اعلان کېږي چې د طالبانو حکومت روانه میلادي میاشت د یو مکتوب له‌مخې د نجونو په وړاندې د پوهنتونو ترڅنګ ټول هغه شخصي او دولتي تحصیلي او تعلیمي مرکزونه وتړل. د طالبانو دغې پرېکړې په افغانستان کې دننه او بهر ګن غبرګونونه راوپارول او له طالبانو یې وغوښتل چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي. پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسي دوی تر ډېره پر مېرمنو محدودیتونه لګولي دي. له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې یې تړلي دي، دغه شان مېرمنې په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار راګرځول شوي، حجاب پرې اجباري شوی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه‌شي کولای. د دې ترڅنګ تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او عمومي حمامونو ته د مېرمنو په ورتګ هم بندیز لګېدلی دی. د طالبانو دا کړنې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دې غبرګونونو تر اوسه د دوی پرېکړې نه‌دي بدلې کړي.

30.12.2022 ازادي راډیو

پاکستان کې دترهګرۍ په چټک شوی بهیر حکومتي اؤ پوځي مشران نن مهمه غونډه کوي

پاکستان کې دترهګرۍ دسیوا شوؤ پېښو په تناظر کې دقامي سلامتۍ دکمیټې غونډه نن دجمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ رابلل شوې ده چې پکې به پوځي مشران هیواد کې دسیوا شوې ترهګرۍ اؤ دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې د وضعیت په اړوند حکومتي مشرانو ته احوال تیروي. دپاکستاني رسنیو له مخې دې غونډه کې به دترهګرۍ د اوسنۍ څپې په مخنیوي غور کولی شي اؤ دغونډې برخه والو ته به دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې د وضعیت ترڅنګ په نیشنل ایکشن پلان دعمل په اړوند احوال تېرولی شي. تر غونډې وړاندې د زیارت په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال سیدعاصم منیر د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي اؤ ورسره یې دننۍ راجوړیدونکې غونډې په اړوند خبرې اترې کړې دي. پاکستاني رسنۍ وایي په دې لیدنه کې دواړو مشرانو هیواد کې دامنیت په موجوده وضعیت اؤ دترهګرۍ په سیوا شوؤ پېښو خبرې کړې دي. دا غونډه په داسې حال کې راجوړیږي چې دپاکستان دننه په دې وروستیو کې یو ځل بیا دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ورځ تر بلې اضافه تر سترګو کیږي. دقامي سلامتۍ دکمیټې له غونډې دوه ورځې وړاندې دپاکستان دپوځ دکور کمانډرانو غونډه هم دپوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ دپېنډۍ په پوځي مرکز کې شوې وه چې دوه ورځې یې دوام کړی ؤ. دغونډې نه وروسته تېره ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي وؤ دکورکمانډرانو کانفرنس کې پوځي مشرتابه هوډ ښودلی چې دترهګرو په ضد به د ولس دهیلو په اساس پرته له کوم توپیر ګامونه اخلي اؤ ترهګري به له مینځه وړلی شي. دا په داسې حال کې ده چې تحريک طالبان پاکستان د تېر نومبر میاشت کې د پاکستان سره ترسره کړې ډزبندي ختمه کړې او د خپلو حملو لړۍ یې تر سرښار اسلام اباد رسولې ده. د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير په 23م دسمبر شمالي وزیرستان ته سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې ویلي وؤ چې د پوځ ټوله توجو په امنیتي حالاتو ده او هوډ یې څرګنده کړی ؤ چې د ترهګرۍ مخه به نيسي او د هغوى د سهولت کارو ترمنځ به جوړ جاړی ماتوي. د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې ورستو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.

30.12.2022 ډیوه

درې پاکستاني سرتیري د وسله والو سره په جګړې کې وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي درې سرتیري د خیبر پښتونخوا د کُرمې په ولسوالۍ کې د وسله سره په جګړې کې وژل شوي.

30.12.2022 امریکا غږ

ډیره اسماعیل خان کې دپولیسو په پوسته دترهګرو برید کې درې عسکر ژوبل شوي

دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ترهګرو دپولیسو په پوسته دسپکو اؤ درنو وسلو برید کړی چې پکې لږ تر لږه درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي. پولیس وایي دا برید دزیارت اؤ جمعې په منځ شپه کې د ډيره اسماعیل خان دکلاچي پولیس تاڼې په ټکواړه پوسته شوی چې دغلته ترهګرو دپولیسو په پوسته د دریوؤ اړخونو څخه د سپکو وسلو ترځنګ د راکټ لانچرو ډزې کړې دي اؤ هم یې دپوستې په ودانۍ لاسي بمونه غورځولي دي. د ډيره اسماعیل خان د ضلعي پولیسو دمشر یا ډي پي او ددفتر نه دخپور شوي بیان له مخې دترهګرو دبرید په مهال پولیسو په کامیابۍ سره دترهګرو مخه نیولې اؤ ورسره یې لږ تر لږه دوه نیم ساعته اوږده مقابله کړې ده. پولیس وایي چې د دوي په ډزو کې ترهګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو وایي ترهګر په تېښته بریالي شوي اؤ خپل وژل شوي اؤ ژوبل شوي ملګري یې هم د ځان سره وړي دي. پولیس وایي چې دې برید کې درې عسکر ژوبل شوي چې د علاج لپاره په سمدستي توګه روغتون ته رسول شوي دي. د ډيره اسماعیل خان پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او محمد شعیب ویلي د ډيره اسماعیل خان په تاریخ کې دا دترهګرو تر ټولو ستر اؤ منظم برید ؤ اؤ دوي غوښتل د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو سره ستره تباهي رامنځته کړي خو پولیسو په مړانه سره دترهګرو مخه نیولې اؤ دهغوي برید یې پشا تمبولی دی. ډي پي او محمد شعیب چې پخپله یې هم دترهګرو دبرید تمبولو لپاره په کارروایۍ کې برخه اخستې ،خبریالانو ته یې ویلي چې دکلاچي په ګډون په ټوله ضلعه کې امنیتي ګامونه پراخه کړل شوي اؤ پولیس به په هیڅ صورت ترهګر خپلو ناوړه پلانونو کامیابولو ته پرې نه ږدي. په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پوځ اؤ پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د دزیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده. تر دې پېښې وړاندې هم د زیارت په ورځ د پښتونخوا د کورمې ضلعې په اراولي سیمه کې ترهګرو سره په جګړه کې درې پوځیان وژل شوي دي. په دې وروستيو ورځو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي او تېره ورځ د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ د کور کمانډرانو په غونډه کې پوځ د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پر "خپله کلکه" اراده ټينګار کړی وو. د روانې اوونۍ په پیل کې د بلوچستان په کاهان سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ښخ کړل شوو چاودیدونکو موادو په چاودنه کې پینځه پوځیان وژل شوي وو. د هغه برید ذمه واري د بلوڅانو یوې وسلوالې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي پر غاړه اخیستې وه. په پاکستان د رهګرۍ بریدونو وروسته له هغې زیات شوي دي چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په تېره نومبر میاشت کې له حکومت سره خپله میاشتنۍ ډزبندي ختمه کړه. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د غیررسمي شمېرو له مخې وایي، د 2021م کال د اګست له 15م د 2022م کال د اګست تر 14 پورې د ترهګرۍ پېښې 51 فیصده زیاتې شوې دي. وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېر شاوخوا یو نیم کال کې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ په 250 بریدونو کې 433 کسان وژل شوي او 719 تنه ټپیان شوي دي.

30.12.2022 ډیوه

امریکا کې د سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۶۱ ته ورسید

په متحده ایالاتو کې چارواکي وایي د تیرې اوونۍ سړې هوا له کبله پداسې حال چې د کرسمس جشن لمانځل کیده، پدې هیواد لږ تر لږه ۶۱ تنه مړه شوي.

30.12.2022 امریکا غږ

د اسلامي همکاريو سازمان: د نجونو د تحصيل ځنډولو په وړاندې دې د اسلامي نړۍ عالمان منسجم شي

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د اسلامي فقې له نړیوالې اتحادیې غوښتنه وکړه، چې د یوه نړیوال کمپاین له لارې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر تحصیل او تعلیم د بندیز د پرېکړې پر خلاف، د مسلمانو عالمانو او دیني بنسټونو غوښتنې راټولې او د اسلام واقعي سپارښتنې بیان کړي، چې ښځې زده‌کړو ته هڅوي. هغه پرون پنجشنبه د دې اتحادیې یوې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل، چې د طالبانو تازه پرېکړه له اسلامي شریعت سره اړخ نه لګوي. د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له‌مخې، ابراهیم طه په دوام ویلي، چې په جون میاشت کې د دیني عالمانو یوه ډله افغانستان ته لاړه او هلته یې د طالبانو له عالمانو او د دوی د حکومت له چارواکو سره وکتل او په دغو غونډو کې یو توافق دا و، چې اسلام د ښځو ټول حقونه، له دې ډلې د تحصیل او کار حقونه تضمین کړي دي. د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ټینګار وکړ، چې له تحصیل د ښځو او نجونو بې برخې کول د واقعي اسلام په اړه ناسم تصور زیاتوي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت لس ورځې مخکې اعلان وکړ، چې نجونې تر امر ثاني پورې په پوهنتونونو کې خپل تحصیل ته دوام نه‌شي ورکولی. په بشپړ ډول د حجاب رعایت او په ټولګي کې د هلکانو او نجونو بېلول له هغو دلایلو ګڼل شوي، چې د دې بندیز سبب شوي دي. د نجونو د تحصیل ځنډول په افغانستان کې دننه او بهر د پراخو عکس العملونو او انتقادونو سبب شوي دي. د نجونو پر تحصیل تر بندیز وروسته د طالبانو اقتصاد وزارت تېره شنبه اعلان وکړ، چې ښځې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسساتو کې تر امر ثاني پورې کار نه‌شي کولی. د اسلامي حجاب نه رعایت، د دې پرېکړې عمده دلیل ګڼل شوی دی. طالبانو لا هم نجونو ته اجازه نه‌ده ورکړې، چې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي. د نجونو پر تحصیل تر تازه بندیز وروسته د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي وویل، چې د طالبانو دغه اقدام نه یوازې ښځې د معیشت له سرچینو محروموي، بلکې پر بشري چارو او زیانګالو کسانو ته د مرستو پر رسولو هم اغېز کوي. هغه له طالبانو پر خپله دغې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه وکړه. په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز د دې سبب شو، چې ځینې خیریه سازمانونه او بنسټونه له دې جملې د ماشومانو د ساتنې موسسه یا (Save the Children)، پاملرنه موسسه، د ناروې د کډوالو شورا او د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډوي.

30.12.2022 ازادي راډیو

د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۲۰۰ ډېر افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د دسمبر ۲۹مه(مرغومي اتمه) وویل چې د دغه هېواد پولیسو لږ تر لږ ۱۲۰۰ هغه افغان اتباع نیولي چې له ویزې او د اوسېدو له اسنادو پرته په پاکستان کې میشت وو. د دغو افغانانو د نيول کیدو خبر وروسته له هغه په رسنیو کې د خلکو پام ځان ته واړولو چې د کراچۍ په مرکزي زندان کې د بندي شویو افغان ماشومانو عکسونه په ټولنيزو شبکو کې خپاره شول. د پاکستاني پولیسو چارواکو ویلي چې دغه بندیان به د بند د سزا له پوره کېدو او یا د دوي د وکیلانو له خوا د خوشې کېدلو د اسنادو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شي. په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو چارواکی، ګل دین وایي چې هغه خپل هیواد ته د افغان اتباعو د "چټک او باعزته ستنیدو" په اړه له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی. که څه هم پاکستان په وار وار په منظم ډول هغه افغانان توقیف کړي چې د سفر او استوګنې له اسنادو پرته ژوند کوي، خو د اکتوبر له میاشتې راهیسې په ځانګړې توګه په کراچۍ کې له اسنادو پرته د افغانانو د توقیف لپاره عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی. د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د راپور له مخې چې روانه میاشت خپور شو، د کراچۍ په مرکزي زندان کې لږ تر لږه ۱۳۹ افغانې ښځې او ۱۶۵ ماشومان بندیان شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي اسوشیېټیډ پرس ته ویلي، چې د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه خپله اندېښنه له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده. هغه وویل چې د پاکستاني چارواکو د مکررو وعده سره سره تراوسه د دغو نیول شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره کوم عملي ګام ندی پورته شوی. په پاکستان کې د افغانستان سفارت همداراز زیاتوي چې دوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او کډوالو وزارت چارواکو سره په کراچۍ او ټول پاکستان کې د کډوالو وضعیت په اړه خبرې کړي دي او لا هم ورسره په اړیکه کې دي. د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱،۳ میلیونه قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو همداراز ورسره اټکل کیږي چې په سلګونو زره نور افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې اوسیږي. د دې راپور په چمتو کولو کې د اسوشیېټیډ پرس له راپور څخه ګټه اخیستل شوې

29.12.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

29.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

29.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more