ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


زېلنسکي د نوي کال په شپه په اوکراین باندې د روس د میزائیلو حمله وغندله

واشنګټن  - د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د نوي کال په شپه یو ویډیویي پیغام کې، په اوکراین باندې د روس د میزائیلو وروستۍ حمله غندلې ده. د خالي/شنبې په ورځ د روس ځواکونو د اوکراین په بېلابېلو برخو کې حملې وکړې. زېلنسکي د دې برید په غبرګون کې وویل: "ترهګر ریاست ته به په هېڅ قسم معافي ونشي. او هغه کسان چې د دغسې حملو هدایت جاري کوي، او هغه څوک چې یې ترسره کوي، هغوی به ونه بخښل شي." د اوکراین صدر پخپل ملک باندې د روس د پوځي یرغل د اولې ورځې په یادولو سره وویل، "مونږ ته وویل شول چې بغیر د تسلیمېدو/سرېنډر نه بل هېڅ لاره نلرو. مونږ وایو چې د کامیابۍ نه بغیر بله لاره نلرو." د نوي کال د پیل نه چې قریب نیم ساعت تېر شوی و، بیا هم روسانو د اوکراین په سرښار کیيف باندې د میزایلو حملې وکړې. د کيېف مېئر ویتالي کلېچکو ویلي چې د هغه ښار په دوه علاقو باندې میزائیلونه لګېدلي دي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي. په سیمه کې شاهدانو روئټرز خبري ادارې ته ویلي چې په اوکراین کې یو ځل بیا د حملو سائرنونه وغږول شول. د خالي/شنبې په ورځ چې روسانو په اوکراین د میزائیلو څه حملې وکړې، په کې یو تن مړ او لږ تر لږه دېرش (۳۰) تنه نور زخمیان شول. په کيېف او نورو علاقو کې اته زورورې چاودنې واورېدل شوې. د پوټین د نوي کال تقریر د خالي/شنبې ورځې په سهار د روس صدر ولاډیمیر پوټین په یو ویډیویي پیغام کې چې د روس سرکاري ټي وي خپور کړ، وویل چې ملک یې په اوکراین کې په دې خاطر جنګ کوي چې خپله "مورنۍ خاوره" محفوظه وساتي او خلکو ته یې "حقیقي آزادي" یقیني کړي. پوټین په مغربي ملکونو تور ولګولو چې ګني روس ته یې دروغ ویلي او ماسکو یې دې ته پارولی چې په اوکراین باندې حمله وکړي. پوټین دې حملې ته "ځانګړي پوځي عملیات" وایي. پوټین وویل: "مغرب د امن په اړه دروغ وویل. هغو د یرغل دپاره آمادګي نیوله... او اوس هغوی د بد نیت څخه غواړي چې اوکراین او د اوکراین خلک، د روس د کمزوره کولو او تقسیم کولو دپاره استعمال کړي." پوټین وویل چې دوی به دې کار ته اجازت ورنکړي. په امریکا کې د جنګ د مطالعاتو د انسټیټوټ په نوم یوه تحقیقاتي اداره وایي، پوټين کوښښ کوي چې د اوکراین جګړې ته څه جواز پیدا کړي، مګر دې کار کې پخپل صلاحیت یقيني نه ښکاري.

01.01.2023 ډیوه

پاکستان کې زنداني افغان مېرمنې وايي د قید موده یې بشپړه شوې خو لا هم بندي دي

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په لسګونو بندي افغان مېرمنې وايي، د بند موده یې پوره شوې، خو لا هم ازادې شوي ندي.

01.01.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

01.01.2023 امریکا غږ

اقتصادي پوهان وایي کال 2022م دپاکستان داقتصاد دپاره تاواني ثابت شوی

اقتصادي پوهان وایي کال 2022م د پاکستان د اقتصاد دپاره تاواني ثابت شوی او نوي کال کې به هم دا هیواد د اقتصادي مشکلاتو ښکار پاتې شي. اقتصادي پوهان وایي د سیاسي اړي ګړي او اقتصادي ستونزو له امله د پاکستان د ونډو بازار د کال 2021م په پرتله 9.4 فیصدي غورځیدلی  او پاکستاني اقتصاد ته 118.4 اربه روپۍ نقصان رسېدلی دی. معاشي پوهان وایي کال 2022م کې دتېرو لسو په پرتله دپاکستانۍ روپۍ ، ګرانۍ او د سود کچه په ریکارډ کچه زیاته شوې ده. څیړنې وایي په کال 2022م کې دپاکستان اسټاک ایکسچینج د سر د 100 کمپنو کاروبار د کال 2021م په مقابله کې 9.4 فیصدي کم شوی او د ونډو بازار کې 118 اربه روپۍ نقصان شوی دی. د اقتصاد ماهر او په پاکستان کې د پیسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي په پاکستان کې یوازې د ډالر بيعه زیاته شوې او نورې اقتصادي اشارې منفي طرفته تللي دي. "د کال د پاکستانD معیشت دپاره دروند کال و، پاکستانۍ روپۍ نیم په نیمه غورځیدلې، ګراني هم زیاته شوې او دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 22 اربو ډالرو نه 6 اربو ډالرو ته راکوزه شوې ده" هغه وایي که پاکستانیان د ډالر او سرو زرو په ځاي په روپۍ کی سرمایه کاري وکړي نو حالات به کنټرول شي. دښاغلي ملک بوستان په وینا په تیرو 25 کالو کی 180 اربه ډالره د پاکستان څخه بهر تللي او په پاکستان غیر ملکي قرضې 130 اربه ډالره دي او او بیا سیلابونو دپاکستان معیشت نور هم اغیزمن کړی. ټاپ لاین سیکیورټیز د نړیوالې ادارې بلوم برګ په حواله وایي  په کال 2022م کې د غټو معاشی ستونزو له وجې د ونډو بازار کې تجارتی فعالیتونه په قلاره  شوي او په امروزه حساب تجارتي حجم 52 فیصدي کم شوی او مجموعي کلیز تجارتي فعالیتونه 59 فیصدي غورزیدلي. د سرو زرو بیعې 45 فیصدي، نیا پاکستان سرټیفیکیټ 36 فیصدي او د ډالر بيعه 28 فیصدي زیاته شوې او د ونډو مارکیټ کې سرمایه کاري د تیر کال راهسې 8 نه 3فیصدو ته راکمه شوې ده. د اقتصاد ماهر او خبر یال وکیل رحمان وي او ای ډیوه ته وایي د سیاسی عدم استحکام او سیلابونو له وجی هم د پاکستان معیشیت متاثره شوی . "په کال 2022 کې په مجموعي ډول د معیشت ټولې اشارې منفي طرفته تلې دي،د نړیوالې ګرانۍ له وجې هم هیواد متاثره شوی او بیا سیلابونو هم اقتصاد اغیزمن کړی او د سیاسی بی ثباتۍ له وجی هم نقصان شوی او راتلونکي کال به هم دغه ستونزې روانې وي" څیړنې وایي په کال 2022م کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر بيعه  22فیصدي زیاته شوې، د ګرانی شرح 25فیصدي وه او د مرکزي بینک له خوا د سود شرحه 16 فیصدي ته زیاته کړی شوې ده او د سرو زرو بیعې په یوه توله کې 60 ختلې دي. د 50 زرو اربو روپو نه زیاتې قرضې اخستل شوي او دبجټ خساره نزدې 5 زره اربو روپو ته رسیدلې خو ددې ترڅنګ د مرکزي بینک د شمیرو ترمخه د برآمداتو حجم 29 اربه ډالره و او د تیر کال 66 اربو ډالرو  په مقابله کې درامدات 60 اربو ډالرو ته راکوز کړی شوي او کرنټ اکاونټ خساره 11 اربه ډالره ریکارډ کړی شوې ده .

01.01.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

01.01.2023 امریکا غږ

هند او پاکستان د اټومي تاسیساتو او بندیانو لستونه تبادله کړل  

هند او پاکستان نن د جنورۍ په لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۱) د اټومي تاسیساتو او بندیانو لستونه تبادله کړل.  

01.01.2023 امریکا غږ

اوکراین د نوي کال په شپه ۴۵ روسي ډرونونه نسکور کړي  

د اوکراین هوايي ځواک د یکشنبې په ورځ جنورۍ لومړۍ نیټه (مرغومي ۱۱) وویل چې د نوي کال په شپه ۴۵ روسي بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.  

01.01.2023 امریکا غږ

څېړونکي وایي 2022م کال کې پاکستان دافغان طالبانو واک ته د رسېدو دبدو اغېزو سره مخ پاتې شو

کال2022م کې ټي ټي پي دپاکستان دننه د 367 بريدونو دعوه کړي ده چې دې کې یې د تر ټولو زياتو 69 بریدونو ذمه وارۍ ددسمبر په مياشت کې منلي دي. څيړونکي وايي په دې سيمه کې د امنيت وضعه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته خرابه شوې ده۔  د ساوتهـ ايشن ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه تېر کال پاکستان کې دترهګرۍ 361 پېښې شوې دي چې پکې 959 کسان وژل شوي دي،دې کې تر ټولو زياتې يو180 پېښې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي۔  څېړونکی اؤ خبریال افتخار فردوس وي او ای ډيوه ته وایي "په کال 2022م کې چې کوم صورتحال جوړ شو، دا غېر يقيني نه و، بلکې افغانستان کې چې طالبان په واک کې راغلل ددې طمعه کېده، دهغې اثرات په دې سيمه پريوتل، دا يوازې په پاکستان نه دي، دا اثرات په مينځنۍ ايشيا او ايران باندې هم پريوتي دي" په کال 2022م کې تر ټولو خونړی ځانمرګي بريد د پېښور قصه خوانۍ په امام بارګاه کې شوی ؤ چې د60ؤ نه زيات کسان پکې وژل شوي وو، په څلورم مارچ دشوي دغه بريد ذمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه۔  ددې ترڅنګ تېرکال کې په امنيتي ځواکونو بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي، ځايې مشران، د امن کمېټو پخواني غړې او سياسي کارکنان هم د وسله والو په نخښه وو۔  په کال 2022م کې د حکومت او ټي ټي پي مذاکرات هم روان وو او وخت په وخت د ډز بندۍ اعلانونه هم کېدل۔ بيا د نومبر په اته ويشتمه نېټه ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو اعلان وکړو،دا مذاکرات د افغان طالبانو په مينځګړتوب کيدل۔ څيړونکي وايي د مذاکراتو په وخت ټي ټي پي د تنظيم نه جدا شوې ډلې بيا رايوځائ کړې او د مذاکراتو په دوران کې يې د بريدونو توان سېوا شوی دی خبریال حق نواز خان ډیوه سره خبرو کې وایي "کله چې مذاکرات شروع شول نو دحکومت لخوا د وسله والو خلاف عمليات د نشت برابر شول، وسله والو تګ راتګ شروع کړو، او دغې سره د هغوي خپل مينځ کې او نوې رابطې جوړې شوې،نو مذاکرات خو وشول خو دطالبانو توان زيات شو او دې سره به دا حالات نور هم خرابيږي" دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د قومي سلامتیا کمېټۍ د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د جمعې په ورځ غونډه کې په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د وروستیو پېښو او د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په فعالیتونو غور کړی دی. د اېن اېس سي د غونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې ویل شوي وو چې داستخباراتي ادارو مشرانو دغونډې برخه والو ته په ملک کې د امنیت د عمومي صورتحال او د امن او امان دپاره د اخستل شوؤ ګامونو اړه احوال تېر کړی دی. په دې وروستيو کې پوځي او حکومتي چارواکو ويلي د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځايې خلکو او د امنيتي ادارو اهکارو قربانۍ ورکړي دي اؤ چا ته به هم اجازت ورنه کړي چې د ترهګرۍ ضد لاس ته راوړنې ګډې وډې کړي۔

01.01.2023 ډیوه

رپورټ:کال 2022م کې دپاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښو کې 282 عسکر وژل شوي

خپلواکه څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې رامنځ ته شوي چې په کې 282 امنیتي مامورین وژل شوي دي. په رپورټ کې راغلي چې په دغو 376 حملو کې د 57 بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي، داعش او بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخیستې ده.  په رپورټ کې اندېښنه ښودل شوې چې کال 2023م کې پاکستان د لا نور تشدد سره مخامخ کېدای شي. د کال 2022 په سيکورټي رپورټ کې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز ویلي چي تېر کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې نزدې 282 امنیتي اهلکار وژل شوي دي چې په کې 40 سرتيري يوازې د تېر دسمبر په میاشت کې وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه په ترهګریزو بریدونو کې د زمکنیو ماینونو حملې، ځانمرګي بريدونه او د امنیتي ځواکونو په چېک پوسټونو حملې شاملې دي چې زياتره د پاکستان او افغانستان شرېکې پولې ته څېرمه سيمو کې شوي دي. رپورټ وايي د کال 2022م دوران کې په ټول ملک  کې د ترهګرو ډلو لخوا ټولې 375 حملې شوې دي چې په دې کې د 57 حملو پړه ټي ټي پي، داعش خراسان او بلوچستان لبریشن ارمي په غاړه اخیستې ده. د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ د پېښو په نتیجه کې ټول 972 کسان وژل شوي دي او په مجموعي ډول پښتونخوا کې د تشدد په پېښو  کې غېر معمولي اضافه ليدل شوې چرته چې په بېلابېلو پېښو کې په وژنو 108 فيصدي اضافه شوې ده. رپورټ وايي ددې پېښو په پاېله کې 62 فيصدي مرګ ژوبله ولسي وګړو، سرکاري چارواکو او امنیتي مامورینو ته اوښتې ده او پاتې 38 فيصدي مرګ ژوبله وسله والو او ترهګرو ته اوړېدلې ده. ډيوه سره خبرو کې د یادې څېړنيزې ادارې څېړنکار محمد نفيس وايي تېر کال که څه هم د پاکستاني طالبانو سره خبرې شوي او ډزبندي اعلان شوې خو بيا هم دغه مهال د تشدد په پېښو کې 14 فيصدي اضافه ليدل شوې ده. دی وايي تېر کال د اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره سم د پاکستان دننه د ترهګرۍ په پېښو کې تر خطرناک حده پورې اضافه شوې ده. ښاغلی نفيس وايي د ترهګرۍ په پېښو کې دا اضافه او د ترهګرو ضد د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته اوښتي نقصان ته که وکتل شي نو ښايي چې د امنیتي ځواکونو توان کمزوری دی. نوموړي وويل د ترهګرو ضد عملياتو کې د ترهګرو په پرتله امنتیي ځواکونو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده. دهغه په وینا دې عملیاتو کې د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون 1341 کسان مړه شوي خو په دې کې يوازې 372 ترهګر وژل شوي دي او دا د امنیتې ځواکونو په توان او طريقه کار پوښتنې راولاړوي. په رپورټ کې راغلي چې تېر کال دنومبر میاشت کې د پاکستاني طالبانو د ډلې لخوا د ډزبندۍ د ختمولو سملاسي وروسته په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ غېر معمولي لړۍ پېل شوه چې په نتیجه کې یې يوازې د دسمبر په میاشت کې د شلو څخه زيات برېدونه وشول او ددې په نتیجه کۍ په خېبر پښتونخوا کې د شؤو وژنو کچه ټول هېواد کې د ترهګرۍ په پېښو کې د اوښتې مرګ ژوبلې 64 فيصدي ته ورسېده او بلوچستان کې دا کچه 26 فيصدى شوه. د سي ار ایس ایس رپورټ وايي پاکستاني مسولين دعوه کوي چې د ترهګرۍ د زياترو پېښو ريښې د افغانستان مشرقي سيمو ته رسيږي چرته چې د پاکستاني طالبانو د مهمو مشرانو کوربه توب په افغانستان واکمن طالبان کوي. په رپورټ کې ویل شوي چې افغان طالبانو د ډيورنډ کرښې مسله بيا ژوندۍ کړې ده او هغوي نه دا چې د 50 کروړو ډالرو په لګښت لګیدلي ازغن تار باندې پوښتنې راپورته کړي بلکې ورسره د تار ړنګولو پېښې هم رامنځ ته شوې دي. په رپورټ کې ويل شوي چې د ترهګرۍ زياتره بريدونه  وزيرستان، باجوړ او کرمې ضلعې ته څېرمه بنو سیمه کې شوي، دا ضلعه د افغانستان د کونړ ،ننګرهار، پکتیا او پکتیکا سره نېغ په نېغه تړل شوې ده او ځکـه دا سيمې د پاکستان دننه د ترهګرۍ د مقصدونو ترسره کولو په غرض د داخلېدو لپاره کارول کېږي. رپورټ وايي کال 2023 کې هم د ترهګرۍ په پېښو کې د اضافې اندېښنې شته او په تېره لسيزه کې رامنځ ته شوو پېښو ته په کتو وېلی شي چې دپوځ اؤ پولیس په ګډون به خېبرپښتونخوا او بلوچستان د ترهګرۍ سره مخ وي او دا ننګونې به تر هغې برقرار وي ترڅو چې په افغانستان کې ترهګر ډلې خوندي ځالې ولري. رپورټ وايي په عېن حال کې د ادارې د جاري کړل شوؤ شمېرو څخه برېښي چې په پاکستان کې د تېرو 5 کلونو په مهال تر ټولو زیاتې ترهګریزې حملې کال 2022 کې رامنځته شوي دي او د کال 2021 په مقابله کې 2022 کې د ترهګرۍ په پېښو کې 28 فيصدى اضافه شوې ده. رپورټ وايي کال 2022 کې د ترهګرۍ په 376 حملو کې 533 کسان وژل شوي او 832 ژوبل شوي دي. په اسلام اباد کې د خپلواکه څېړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور خان مسيد ډيوه ته وايي هغه اندېښنې ېې رښتيا شوې چې د افغانستان څخه د امریکا د مشرۍ لاندې د اتحادي ځواکونو د وتلو سره به په پاکستان کې امنيتي وضعه خرابه شي. هغه وايي نوي کال 2023 کې هم د ترهګرۍ په پېښو کې د اضافې رجحان ويني او ښکاره ده چې دا لړۍ تر اسلام اباده رسېدلي ده. د کال 2017 نه راپدیخوا دا لومړۍ ځل دی چې په پاکستان کې د يو کال دوران کې د ترهګرو لخوا د 300 څخه زیات بریدونه شوي دی. د پاکستان دپوځ مشر جنرال عاصم منير وړاندې ورځ د کور کماڼډرانو غونډې ته وېلي چي د اولسي هيلو سره سم په بې له کوم توپيره د ترهګرو په ضد  جنګ کوي او د امنیتي چارو کارپوهان هم د ترهګرو ضد د درنو عملیاتو امکان ښايي.

01.01.2023 ډیوه

لکي مروت:دپولیسو په څوکۍ دترهګرو برید کې یو عسکر اؤ یو وسله وال وژل شوی

دخېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې ترهګرو دپولیسو په یوه څوکۍ یا پوسته برید کړی چې دپولیس چارواکو په وینا دې برید یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ په ځوابي ډزو کې پولیسو دیو ترهګر د وژلو دعوه هم کړې ده. دلکي مروت پولیس د ویاند له مخې دا برید دخالي اؤ اتوار په منځ په شهباز خیل پولیس څوکۍ شوی دی چې پکې دتحسین الله په نوم یو عسکر وژل شوی دی. ویاند وایي ترهګرو دشپې تیاره کې دبیلابیلو طرفونو څخه په پولیس څوکۍ دراکټ لانچرو،لاسي بمونو اؤ نورو سپکو اؤ درنو وسلو برید کړی خو په دغه مهال پولیسو دترهګرو دبرید په مړانه مقابله کړې ده اؤ دا برید یې پشا تمبولی دی. پولیس وایي دکارروایۍ په مهال یو ترهګر وژل شوی چې پېژندګلو یې دعبدالخیل په نوم شوې ده اؤ زیاتوي چې وژل شوی ترهګر په امنیتي ځواکونو ،دسي ټي ډي بنو په مرکز اؤ لکي مروت کې په پولیسو ترسره شوؤ بریدونو کې ککړ ؤ. ددې برید پړه په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو څومره ترهګریز بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده. اسلام اباد کې دسنټر فار ريسرچ اينډ سيکورټي سټډيز د تازه رپورټ له مخې په 2022م کال کې  په پاکستان کې ترسره شوو ترهه ګريزو حملو کې 282 عسکر وژل شوي دي چې پکې 40 عسکر يوازې ددسمبر په مياشت کې  دماين چاودنو، ځانمرګي بريدونو  په ځانګړې توګه دپاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو  دامنيتي ځواکونو په پوستو بريدونو کې وژل شوي دي. رپورټ وایي په ټول پاکستان کې په 2022م کې 376 ترهه ګريزې حملې شوې دي خو وسله والو تنظيمونو يوازې د57و فيصدو حملو ذمه وارۍ منلې دي. دسي ار ايس ايس  له مخې  دنومبر په 28مه چې ټي ټي پي  دپاکستان سره خپله د اوربند ختمولو اعلان وکړو نو ورسره سم  په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترهه ګريزو بریدونو کې اضافه وشوه اؤ په دې کې  چې د دوو درځنو څخه زيات بريدونه يوازې ددسمبر په مياشت کې  شوي دي. دبيان له مخې  په خېبرپښتونخوا کې په تشدد کې غيرمعمولي اضافه رامنځته شوې او په وژنو کې 108 فيصده اضافه وليدل شوه،

01.01.2023 ډیوه

حکمتیار: تعلیم د ټولو نجونو او هلکانو حق دی

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د نجونو په زدکړه باندې د طالبانو پر بندیز نیوکه کړې او حکومت یې مکلف ګڼلی چې د نجونو او هلکانو ښوونې او روزنې ته لازم شرایط برابر کړي.  

01.01.2023 امریکا غږ

طالبان: د کابل نظامي هوايي ډګر قراول کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل نظامي هوايي ډګر  په بهرني قراول کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وايي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

01.01.2023 امریکا غږ

د افغانستان برښنا شرکت اوزبیکستان سره د برښنا تړون د تمدید خبر ورکړ

د کابل ترڅنګ په ګڼ شمېر ولایتونو کې د برښنا پرچاوي زیاتوالي سره هم مهاله، د افغانستان برښنا شرکت د ازبیکستان برښنا ملي شرکت ترمنځ د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د واریداتي برښنا د تړون د تمدید خبر ورکړ.

01.01.2023 امریکا غږ

کال2022م: په افغانستان کې د طالبانو حکومت څنګه پاتې شو؟

په کال 2022 کې افغانستان کې واکمنو طالبانو  دهیواد دامنیت ستونزې ته جدي پاملرنه وکړه خو په دغه کال کې طالبان ښځو ته دتعلیم اؤ روزګار دموقعو په نه ورکولو دنړیوالې ورورولۍ له لوري دسختو نیوکو سره مخ پاتې شول اؤ په ځان دلګیدلو بندیزونو په لرې کولو کې هم بریالي نه شول. په اګست کال 2021م کې چې دامریکې اؤ ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل نو طالبانو دوه لسیز وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړی ؤ. دطالبانو د16میاشتو په واکمنۍ کې دافغانستان داقتصادي تباهۍ په اندېښنو،دبهرنيو مرستو دځنډیدو اؤ دامریکایي مرستو دتړل کیدو له امله دافغانانو دکډوالۍ په رحجان کې یو څه کمی لیدل شوی. دافغان وګړو په ستونزو کې دکمي لویه وجه دامریکایي صدر جوبایډن له لوري په امریکایي بندیزونو کې یو څه نرمښت اؤ دلویدیځو اتحادیو له له لوري افغانستان ته دعاجلو انساني مرستو ورکول هم دي. درپورټونو له مخې دبډو رشوتونو پرضد دطالبانو ګامونه،په تشدد کې کمی اؤ ګاونډي هیواد پاکستان ته دکولې یا سکرو برامداتو کې غیرمعمولي اضافې هم دافغانستان معاشي ستونزې کمې کړې دي. په کال2022 کې افغان طالبان دبشري حقونو اؤ په ځانګړي ډول دجینکو په زده کړو دبندیزونو لګولو په نړیواله کچه دنیوکو سره مخ پاې شوې دي. په ښځو بندیزونه جنورۍ کال 2022م کې ناروی دطالبانو اؤ اروپایي مندوبینو ترمنځ دانساني حقونو په اړه دخبرو اترو تابیا وکړه اؤ ددې سره سم دا هیلې راوټوکیدلې چې طالبان به پخپلو ژمنو ولاړ پاتې شي ،مېرمنو ته به ازادۍ ورکړي اؤ دغربي هیوادونو له اړخه دمرستو بدل کې  به دنجونو ښوونځي پرانځي خو داسې ونه شوه. ددې خبرو اترو نه وروسته دطالبانو اؤ بهرنۍ نړۍ ترمنځه د وړاندې نه نازکې اړېکې نورې هم تاؤجنې شوې. طالبانو پرله پسې خپلې ژمنې ماتې کړې اؤ دښځو په فعالیتونو یې بندیزونه ولګول . طالبانو دمارچ په میاشت کې دنجونو دمنځنیو ښوونځیو دپرانستو پرېکړه خو کله چې ماشومانې ښوونځیو ته لاړې نو ورته وویل شول چې دښوونځیو پرانستو پرېکړه بېرته اخستل شوې ده. دطالبانو دسرچینو له مخې دجینکو دښوونځیو دنه پرانستلو پرېکړه دطالبانو دمشر هیبت الله اخونزاده په امر شوې ده. دطالبانو په واکمنۍ کې په ښځو لګیدلي بندیزونه نور هم سخت شوي،ښځې ولسي ځایونو،پارکونو،حمامونو اؤ په این جي او ګانو کې کارونو ته نه پرېښودل کیږي اؤ هم یې له تر یوې ځانګړې فاصلې له محرم پرته په سفر کولو بندیز لګول شوی دی. د زیاتره دولتي مامورینو مېرمنو وینا ده چې دوي یا خو په کورونو کې قید شوي یا هم بې روزګاره شوې دي. دتېرکال‌ په دوران کې ملګرو ملتونو اؤ لویدیځو حکومتونو دښځو دحقونو تروړل کیده انساني ناورین ګرځولو اؤ ددې بندیزونو دلرې کولو غوښتنه یې کوله. افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي تهامس ویسټ دسمبر کې دوبۍ کې دطالبانو ددفاع وزیر مولوي محمد یعقوب سره لیدنه کې ویلي وؤ ،دافغانستان دمعاشي اؤ ټولنیز ثبات اؤ دطالبانو دملکي اؤ نړیوال قانوني حیثیت تکیه دافغانستان دمیندو اؤ لوڼو سره د دوي په چلند ده. طالبانو تېرکال افغانستان کې په خبریالانو هم ګڼ شمیر بندیزونه لګولي اؤ دمدني فعالانو دفعالیتونو لمن هم ورو په ورو ورټولوي. دشرعي سزاګانو نفاذ دطالبانو مشر (چې هغوئ یې امیرالمومنین بولي) دتېرکال په وروستیو کې محکمو ته امر کړی ؤ چې باید اسلامي اؤ شرعي سزاګانې ورکول پیل کړي چې ددې امر نتیجه کې په لسکونو افغانان چې ښځې هم پکې شامل وي،په عام محضر کې په دورو یا کوړو ووهل شول . دا سزاګانې په خلاصو میدانونو یا لوبغالو کې ورکړل کیدې چې لیدلو ته به په سلګونو خلک ورټول شوي وؤ. دخلکو په وړاندې تېزندي دسمبر کې طالبانو د وژنې په جرم کې یو تن دخلکو په وړاندې تېزندي کړی، دکال1996 نه کال2001م پورې چې طالبانو خلکو ته کومې شرعي سزاګانې ورکولې،هغه یې بیا پرځائ کړې دي. په دې سزاګانو دنړیوالې ورورولۍ له اړخه سخت غبرګون ښودل شوی خو طالبانو په شرعي سزاګانو کیدونکې نیوکې رد کړي اؤ دا یې دخپلې مذهبي عقیدې سپکاوی بللی دی. دافغانستان راتلونکی دامریکې پلازمینه واشنګټن کې دساوتهـ ایشیا انسټی ټیوټ سره تړاؤ لرونکی مایکل کوګلمین وایي هغه هیله نه لري چې راتلونکي کال کې به هم دطالبانو اؤ نړیوالې ورورولۍ ترمنځ همغږي پیدا شي. دهغه په وینا دطالبانو تګلارې یا پالیسۍ دتندروه مذهبي ذهنیت لرونکو په لاسونو کې دي چې په هغو کې د دوي مشر هیبت الله اخونزاده هم شامل دی څوک چې په واکمنه ډله کې بر لاسی ګڼل کیږي. امریکا غږ اردو دپخواني افغان چارواکي اؤ سیاسي څېړونکي طارق فرهادي له خولې وایي طالب مشران دشریعت سخته تشریح ددې لپاره کوي چې د دوي په واکمنۍ کې چرته یوه نوې ډله یا ګروپ سر راپورته نه کړي. (د وي او ای اردو په مننه)

01.01.2023 ډیوه

بلاول بوټو: د هیواد په سلامتۍ سودا نه کوؤ، ترهګرو ته به ماتې ورکوؤ

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاو بوټو زرداري وایي حکومت دترهګرو مقابلې ته تیار دی اؤ هوډ لري چې ترهګرو ته به ماتې ورکوي. کراچۍ کې یوې دستورې ته خپله وینا کې هغه دهیواد په پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان سختې نیوکې کړي اؤ تور یې پورې کړی چې کله دهغه حکومت ؤ نو ترهګر یې له زندانونو خوشې کړي دي. بلاول بوټو زرداري وویل دپېښور‌ په ارمي پبلک اسکول ترسره شوي ترهګریز برید کې ککړ ترهګر له زاندانه خوشې شوی اؤ اوس ترکیه کې ناست دی اؤ لیکچر ورکوي. دهغه اشاره دتحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان ته وه چې په کال ۲۰۱۴م کې دضرب عضب عملیاتو په مهال یې ځان پوځ ته تسلیم کړی ؤ اؤ دپوځ په ولکه کې ؤ خو بیا پوځ دعوه وکړه چې هغه له پوځي زندانه تښتېدلی دی. داحسان الله احسان په خوشې کیدو نن هم دپېښور په ارمي پبلک اسکول شوي ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ اؤ څېړونکي پاکستان کې دپوځ په کردار شکونه کوي اؤ دهغه دخوشې کیدو ترشا دپوځ لاس بلي خو احسان الله احسان اؤ پوځ دواړه دا تورونه ردوي چې ګنې هغه پوځ خوشې کړی دی. ښاغلي بلاول بوټو وویل چې کومو ترهګرو ته چې پوځ پخپلو درنو قربانیو ماتې ورکړې وه،عمران خان پخپل حکومت کې هغوئ بیا په پښو ودرول خو وایي حکومت به دهیواد په سلامتۍ ساز باز نه کوي اؤ دغو ترهګرو ته به ماتې ورکوي. څېړونکي وایي پروسکال چې دعمران خان په حکومت کې کله پاکستان دافغان طالبانو په منځګړتوب ټي ټي پي سره افغانستان کې دسولې مذاکرات پیل کړل نو ددغو مذاکراتو په نتیجه کې د ټي ټي پي وسله وال پاکستان ته راننوتلي اؤ اوس یې حکومت دقابو کولو په چل نه پوهیږي. خو تېره اوونۍ عمران خان پخپله یوه ټي وي مرکه کې ویلي وؤ هغه دپوځ پخواني سرلښکر جنرال(ر) قمر جاوید باجوه ته ویلي وؤ چې دترهګرۍ پېښې زیاتېدای شي اؤ "باید مونږ محتاط پاتې شو" اؤ نن دادی په میرعلي اؤ میران شاه کې دطالبانو بېرغونه لګول کیږي. پخپله دې مرکه کې عمران خان پوښتنه کړې چې کله دافغانستان په پوله لګیدلی ازغن تار ماتېدو ایا مونږ پرې نه وؤ خبر؟ خو وایي "هغه مهال زمونږ ځواکونه په سیاسي معاملو کې بوخت کړل شوي وؤ" دترکي سکالرانو اؤ طالبعلمانو سره ټیلي انلاین خبرو کې هم عمران خان ویلي، دده حکومت افغانستان نه دنزدې 40 زره کسانو پاکستان ته په بېرته راستنولو کار کولو چې پکې د5 نه تر10 وسله وال هم شامل وؤ خو وایي دپاکستان نوي حکومت دغه لوري ته پاملرنه ونه کړه. د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف ډیوه وي او ای ډیوه ته ویلي،چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره او دتحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو دوران کې ددغې وسله والې ډلې دغړو پاکستان ته دننوتلو له امله د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي۔ نوموړی وایي" ټي ټي پي پاکستان ته نه ده راغلې بلکې دا د فيض حميد د فارمولې د لاندې هغوی ته اجازت ورکړل شوی چې تاسو پاکستان ته راشئ او افغانستان پرېږدئ او دلته پاتې کېږئ، نو دا چې پاکستان غواړي چې دوی دلته پاتې کېږي نو دا وسله والې ډلې به هم هغه کارونه کوي چې د کوم په بنياد دا ډلې جوړې شوې دي" ډاکټر عرفان اشرف زیاتوي په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به رياست ته په دې اړه خپله تګلاره بدلول وي. تېره اوونۍ دپاکستان دپوځ دکور کمانډرانو کانفرنس کې هوډ ښول شوی و چې پوځ د ولسي هیلو په اساس دترهګرو اؤ ترهګرۍ په ضد بې توپیره ګامونو اخستو ته ژمن دی. خو د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړی او د قامي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ ستونزه دا ده چې پاکستان په ښکاره يوه خبره کوي او په عمل کې بل څه کوي او تر څو چې دترهګرۍ په ضد په تګلاره کې روڼتيا نه وي راغلې ترهګري اؤ ناامني به لا پسې سېوا کېږي.

01.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more