ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پرایس: پاکستان د ترهګریزو بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع حق لري

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د سه شنبې په ورځ جنوري دریمه (مرغومي ۱۳) وویل پاکستان حق لري چې د ترهګریزو بریدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

04.01.2023 امریکا غږ

رینا امیري: پر میرمنو د طالبانو محدودیتونه' ایډیولوژيک او سیاسي دي، نه دیني'  

د افغان میرمنو او بشري حقونو په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وایي پر افغان میرمنو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه" یوه ایډیولوژي ده. یو سیاسي اقدام دی، نه اسلامي".

04.01.2023 امریکا غږ

پاکستان وایي ‌یو وسله وال کس د هغه هیواد دوه استخباراتي افسران وژلي

د پاکستان پولیس او امنیتي چارواکي وایي یو وسله وال کس د سه شنبې په ورځ جنوري دریمه (مرغومي ۱۳) د هغه هیواد په پنجاب ایالت کې د استخباراتو دوه  افسران ووژل او له سیمې وتښتید.

04.01.2023 امریکا غږ

‎
ايران په ګاډو موټرو کې هم د ښځو د سر پټولو امر کړی 

د ايران د اخلاقياتو پوليس چې ګشت ارشاد یا د پوهې ګزمه ورته وايي دا واک لري چې ولسي ځايونو ته ورشي او هغلته د سختې پردې کولو په اړه د عملي کولو جاج واخلي

03.01.2023 ډیوه

د اتومي وسلو څخه استفاده؛ سپینې ماڼۍ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ 

سپینې ماڼې نن سه شنبه جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) وویل چې له جنوبي کوریا سره په «یو همغږي ځواب» کار کوي چې د شمالي کوریا له لوري د اتومي وسلو د کارولو په صورت غبرګون وښودل شي. 

03.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

03.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

03.01.2023 امریکا غږ

په نیویارک کې د نوي کال په شپه په پولیس حمله د اسلامي انتهاپسندۍ سره تړلې پېښه بلل کېږي

د ټایمز د رپورټ ترمخه برېکفورډ په یوه کتابچه کې د خپلې کورنۍ دپاره الوداعي خط لیکلی و او  مور یې مخاطب کړې او ورته وايي چې ویرېږي چې هغه (مور به یې)الله ته پښېمانه نه شي. هغه زیاتوي چې ګمان کوي چې مور بې ایمان راوړي او دا ډول به هغه د اور نه وساتل شي

03.01.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

03.01.2023 امریکا غږ

"ګوادر ته حق ورکړئ" تحریک غوښتلي چې د تحریک د غړو په کورونو دې چاپې ودرول شي

د بشري حقونو نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په ګوادر کې د احتجاج کونکو په نيول کېدو او په هغوی د بندیزونو په لګېدو تشویش څرګند کړی دی او ويلي یې دي چې خلک د احتجاج او د رای د اظهار حق لري

03.01.2023 ډیوه

څېړونکي وایي د ترهګرۍ اؤ توندلاریتوب د مخنیوي لپاره پاکستان هیڅ تګلاره په لاس کې نه لري

څېړونکي وايي په پاکستان کې د ترهګرۍ او انتهاخوښۍ د مخنيوي لپاره هيڅ يوه پاليسي يا تګلاره نشته چې له امله یې په خېبرپښتونخوا او نورو سيمو کې اور لګېدلی دی۔   دڅېړونکو په وینا که مرکزي حکومت د ترهګرۍ په پېښو کې د زياتوالي پړه په خېبرپښتونخوا حکومت وراچوي نو دا ولس ته زيان رسوي او وسله وال لا پسې پیاوړي کوي۔   وي او ای ډيوه سره خبرو کې څېړونکي او ليکوال ډاکټرسيد عرفان اشرف ویلي ځينې ګوندونه نه غواړي چې دلته ترهګري ختمه شي ځکه چې دې صورتحال نه هغويرګټې ترلاسه کوي. هغه وایي  جمعیت علماء اسلام(ف) ګوند باندې هم دا تورونه لګي چې زياتره ترهګر دهغوئ د ډلې نه دي او په تحريک انصاف ګوند هم دغسې تورونه لګي او عمران خان په خپله لږه موده وړاندې ويلي وؤ چې په افغانستان کې طالبانو د غلامۍ ځنځيرونه مات کړل۔  نوموړی وايي" بيا به مونږ داسې ګوندونو نه  څه تمه وساتو چې هغوئ به دلته دترهګرۍ مخنيوی وکړي" تيره ورځ د جمعيت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې له خوا د رابلل شوې ټول ګونديز کانفرنس په اعلاميه کې دخېبرپښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پېښو کې د زياتوالي او هدفي وژنو ذمه وار ګرځول شوی و۔    خو دخېبرپښتونخوا حکومت چارواکو دغه تورونه رد کړي او وايي مرکزي حکومت ددې ددې وضعیت زمه وار دی۔ څېړونکي وايي د ترهګرۍ په ضد پاليسۍ کې بدلون راوستل وخت ضرورت دی. د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې مشر پروفيسر ډاکټر فيض الله جان وي او اې ډيوه ته وويل دا خبره واضحه په ۱۸ ترميم کې ليکل شوې ده چې په صوبه کې دننه د امنيت د ټينګښت ذمه واري د صوبايي حکومت جوړيږي او په دې ځائ کې دخېبرپښتونخوا حکومت دې  نه مخ نه شي اړولی او دا بهانه نه شي جوړولی چې دا د مرکز کار دی۔  هغه زياته کړه دا د خېبرپښتونخوا حکومت ذمه واري ده چې دامنيت وضعه ښه کړي خو حکومت داسې ځان غلی کړی لکه چې دا دهغوئ کار نه وي۔ نوموړي وويل "خو د ټول هېواد د پاليسانو نتيجه دا ده چې دلته مرګ ژوبله روانه ده او که مونږ ورته وګورو نو مرکز هم دې نه مخ نه شي اړولی،د پاکستان د يو رياست په حیث چې کومې پاليسۍ دي او کومه پاليسي د افغانستان او ترهګرو په اړه ده نو د هغو پاليسيو نتيجه دا ده چې خېبرپښتونخوا کې مرګ ژوبله دوام لري او د خراب امنيت ذمه واري هم د مرکز او هم خېبرپښتونخوا حکومت جوړيږي" د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف تيره ورځ دعوه کړې وه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ د پاره کارول کېږي خو په افغانستان واکمنو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي دي اؤ وایي دافغانستان خاوره دهیچا پرضد نه کارول کیږي.

03.01.2023 ډیوه

پاکستان نړیوالې ټولنې ته: سیلاب ځپلو سره مو سخاوتمندانه مرستې وکړئ 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو نن سه شنبه جنوري درېیمه (مرغومې ۱۳) په یو احساساتي بیان کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد له سیلاب ځپلو سره یې سخاوتمندانه مرستې وکړي. 

03.01.2023 امریکا غږ

د ایران په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۵۱۶ تنو ته ورسید 

د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا) اعلان کړی چې په ایران کې د ټول هېواد په کچه د مظاهرو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۵۱۶ کسان وژل شوي چې ۷۰ تنه یې له ۱۸ کلونو کم عمر درلود.

03.01.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

03.01.2023 امریکا غږ

د اوکراین صدر خبرداری ورکړی کېدای شي روس د ایراني ډرون الوتکو کارولو ته وده ورکړي

واشنګټن ـــــ د اوکراین د صدر ولادیمیر زلنسکي دفتر د دوشنبې- ګل په ورځ په یوه بیان کې وویل، د اوکراین او یورپي اتحاد لخوا د مالي او پوځي ملاتړ په اړه به د فبرورۍ په دریمه په کییف کې غونډه کوي. په بیان کې ویل شوي چې زلنسکي د کال په خپل لومړي ټیلیفوني تماس کې د یورپي کمیشن له مشرې ارسلا وان ډیرلاین سره د لوړې کچې غونډې په اړه بحث وکړ. په بیان کې راغلي: "دواړو خواوو د راتلونکې فبرورۍ په دریمه په کیف کې د اوکراین او یورپي ټولنې د راتلونکې سرمشریزې د متوقع نتیجو په اړه بحث وکړ او اتفاق یې وکړه چې د چمتووالي کار ګړندی کړي." مشرانو د "مناسب" وسلو د رسولو او اوکراین ته د ۱۹ ملیارد ډالرو نوي مالي مرستې پروګرام په اړه خبرې وکړې، چې زیلینسکي یې په دې میاشت کې د لومړۍ قسط د لیږلو لپاره ټینګار وکړ. روسي ځواکونو تېره شپه د اوکراین پر ګڼو سیمو هوايي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې روسیه کېدای شي د ایران له خوا د بې پیلوټه الوتکو کارولو ته وده ورکړي. اوکرایني چارواکو د سه شنبې یا نهی په ورځ وویل چې د روسیې د توغندیو او توپخانو وروستي بریدونه د ختیځ دونیڅک په سیمه کې د دروزکیوکا په ښار او همدارنګه د اوکراین په شمال ختیځ کې خارکیف او د هیواد په سویل ختیځ کې دنیپروپیتروسک په نښه شوي دي. زیلینسکي د دوشنبې یا ګل په ورځ د خپلې شپې په ویډیويي وینا کې وویل چې د هغه حکومت معلومات لري چې روسیه د شهید په نوم بې پیلوټه الوتکو سره "د اوږدې حملې" پلان لري چې په وروستیو میاشتو کې یې په اوکراین کې د اهدافو د ویشتلو لپاره کارولې. روس پرون د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي د اوکراين په میزايل بريدونو کې يې ۶۳ پوځيان وژل شوي دي، روس ویلي دغه ميزايلې د روس په ولکه کې د اوکراين په دونيسک علاقه کې داغل شوي دي. روس چې د خپلو پوځیانو د وژل کېدو اعلان کړی د اوکراين په پلازمينه کېيف هوايي بريدونه هم دوامداره ساتي. د روس د دفاع وزارت ويلي، اوکراين د مکيوکا څخه په شپږو کې څلور راکټې د هغه نظام څخه داغلي دي چې امريکې د اوکراين پوځ ته ورکړی دی، روس ویلي دوه ميزايل يې راګوزارې کړي هم دي. اوکراين نېغ په نيغه د بريد تاييد نه دی کړی خو په خاموشۍ يې منلې او دعوه يې کړې چې وژنې د روس د خبر نه زياتې دي.

03.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more