ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستاني طالبانو د پاکستان مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند په خلاف د بریدونو خبرداری ورکړی

اسلام اباد ــــ کالعدم تحريک طالبان پاکستان خبرداری ورکړی چې ايتلافي حکومت کې شامل د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند پر ضد عملياتو کولو باندې غور کوي او ورسره یې دړکه هم ورکړې که چېرې دغه دوه ګوندونه په خپل دريځ ولاړ وي او "د پوځ غلامي کوي د دوى غړي به په نخښه کوي". تحريک طالبان پاکستان د شورو- چارشنبې په ورځ يو تازه بيان کې نيغ په نيغه د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بټو زرداري ته دړکه ورکړې او ويلي یې دي چې شهباز شريف او بلاول بټو "د امريکې د خوشالولو لپاره د ټي ټي پي پر ضد د جنګ اعلان کړی دی". ټي ټي پي پخپل بیان کې له عامو خلکو غوښتي چې د حکومت داسې د سر کسانو ته "له نیژدې اوسېدلو دې ډډه وکړي"، په بیان کې ویل چې د مذهبي ګوندونو په خلاف د "ټي ټي پي په پالیسۍ کې ګنجایش نه شته، خو وایي: "خو له تاسې هم غواړو چې زموږ په خلاف له کېدونکو هلو ځلو څخه پرهېز وکړئ". قامپاله ګوند عوامي نېشنل پارټي د پخوا نه د ټي ټي پي په "هدفي فهرست" کې ده او د ګوند د مشرانو د وينا ترمخه نزدې 1200 مشران او ملګري يې د ترهګرې ډلې د بريدونو ښکار شوي او وژل شوي دي. څېړونکي د ټي ټي پي له خوا دا ډول دړکې يو سياسي بيان بولي او وایي دوى داسې نه ګڼي چې په دا قسمه دړکو سره به دا وسلواله ډله د هيواد مرکزي سياسي قيادت د دوى پر ضد د روانو عملياتو څخه ودروي. وى او اې ډيوه سره خبرو کې څېړونکى او د پوځ يو پخوانى بريګېډیر سعد محمد وويل، "ټي ټي پي دا رقم بيانونه ځکه ورکوي چې د دوى پر ضد عمليات روان دي او دوى غواړي د پي ډي ايم سياسي قيادت کې ويره ترهه خوره کړي". د يوې پوښتنې په ځواب کې بريګېډیر سعد محمد زياته کړه،‌ سياسي قيادت ته خطرې خو به وي خو وایي "زه نه وينم دا رقم دړکې به په دې ګوندونو باندې په راتلونکو ټاکنو کې څه اغېز ولري". روانه اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په هيواد کې بيا را اوچتېدونکې ترهګرۍ ته به سخت ځواب ووایي او دا به په هيڅ ډول و نه زغمي. د ملي امنیت د کمېټۍ د غونډې وروسته د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف پخپل يو ټويټ کي ويلي وو، غونډې ژمنه څرګنده کړې چې د هيواد څخه هر قسمه ترهګري به له بېخه وباسي او د پاکستان په يو يو انچ ځمکه به رياستي عملداري يقيني کوي. د پاکستان پييلز ګوند مشر او خاجه وزير بلاول بټو زرداري هم تېره مياشت د امريکا د سفر په مهال تحريک طالبان پاکستان د پاکستان لپاره ' سره کرښه' ګڼلې وه او ويلي یې وو چې د ټي ټي پي پر ضد به سخت عمليات کېږي. د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند له خوا تر دې دمه د تحریک طالبان پاکستان تازه خبرداري ته څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی  خو د پيپلز ګوند يو مشر  فيصل کريم کونډي وي او اې ډيوه ته وويل: "موږ وړاندې هم د پاکستان خدمت کړی او اوس به یې هم کوو او هر هغه خلکو سره خبرو ته تيار يو چې امن غواړي او په جمهوريت يقين ساتي". نوموړي ويلي د پيپلز ګوند د مشرانو په جينز يا خټه کې ويره نشته، وایي بلاول بټو څه عمران خان نه دی چې «يوټرن» به واخلي يا د خپل دريځ نه به په شا شي. کونډي زياته کړه، "دا رقم دړکې موږ د خپل مقصد څخه نه شي منع کولای". بل خوا د کورنیو چارو مرکزي وزير رانا ثنا الله ويلي، د تحريک طالبان پاکستان سره د امن د خبرو اترو يواځينی او وړومبی شرط دا دی چې طالبان به وسله ږدي، ايين او قانون به مني نو هله به خبرې کيږي.

04.01.2023 ډیوه

د بشري حقونو تنظیم «رواداري»: طالبانو د واک په لومړیو پینځلسو میاشتو کې 533 کسان وژلي دي

واشنګټن ـــــ د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یو نوي سازمان پخپل تازه رپوټ کې ویلي، طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د تېر کال تر نومبر میاشتې پورې په پینځلسو میاشتو کې په افغانستان کې 533 ولسي خلک، د مخکیني حکومت پوځیان، سلفیان، د مقاومت جبهې غړي او نور وژلي دي. طالبانو لا د دې رپوټ په اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کال یې د ملګرو ملتونو هغه رپوټ رد کړی وو،‌ چې ویلي یې وو طالبانو شاوخوا سل کسان په غیرعدالتي توګه وژلي دي. له ملګرو ملتونو وروسته د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوه تنظیم هم د طالبانو‌ پر حکومت تور لګولی چې پخپله دویمه واکمنۍ کې یې په سلګونو کسان په غیرعدالتي توګه وژلي او ټپیان کړي دي. دې تنظیم خپل رپوټ پرون د جنورۍ پر څلورمه خپور کړی چې وایي‌ دوی د افغانستان په کندهار، پنجشېر، ننګرهار، سرپل او نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د خپلسرو وژنو په اړه پلټنې کړې دي. وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د 2021 کال د اګست له 15مې د 2022م کال تر نومبر پورې ټول 533 تنه د طالبانو د ځواکونو او ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي، چې وایي په هغوی کې ملکي وګړي، د تېر حکومت پوځیان، د سلفي مسلک پلویان، د «ملي مقاومت جبهې» غړي او نور د طالبانو مخالفین شامل دي. رپوټ وايي په دغه پینځلس میاشتنۍ موده کې 320 تنه په کندهار، 113په پنجشیر، 101 کسان په ننګرهار او نور په سرپل کې وژل شوي دي، خو وایي په نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې شوې دي. دې تنظیم پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي رپوټ کې ویلي: "د رواداري بنسټ موندنې ښيي چې په تېرو پینځلسو میاشتو کې د بشر حقونو سرغړونې، په عامه بڼه د ژوند د حق سرغړونې او په ځانګړي ډول له محاکمې پرته وژنې مخ په زياتېدو وې". «رواداري» سازمان وايي، په کندهار کې د اوو ښځو او لسو ماشومانو په ګډون 320 تنه په هدفي او غیرعدالتي توګه وژل شوي او د 12 ښځو او پینځو ماشومانو په ګډون 95 تنه ټپیان شوي دي. رپوټ وایي په وژل شویو کسانو کې 23 تنه د مخکیني حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو، پولیسو او استخباراتي ادارې ملي امنیت کارکوونکي وو. دا سازمان وايي د دغو وژنو د سببونو او انګیزو په اړه یې کافي معلومات نه دي ترلاسه کړي خو وايي د پېښو په اړه د طالبانو له لوري د تحقیقاتو نه تر سره کول د پوښتنې وړ دي. «رواداري» تنظیم وایي په ننګرهار کې هم تر سل زیات کسان په مروز او غیرعدالتي توګه وژل شوي دي. وایي په وژل شویو کې 70 تنه له داعش خراسان ډلې سره د تړاو په تور وژل شوي دي. په رپوټ کې لیکل شوي: "[په ننګرهار کې] د دوو ښځو په ګډون 13 تنه په مرموز ډول د نامعلوم سبب له کبله وژل شوي دي، چې پینځه دیني عالمان، اته تنه د مخکیني حکومت کارکوونکي، درې مدني فعالان او یو خبریال هم پکې شامل دي". «رواداري» تنظیم له افغانستانه بهر فعالیت کوي، چې مشره یې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیشن مخکینۍ مشره شهرزاد اکبر ده. مېرمن اکبر د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د طالبانو له واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې د هدفي او بې عدالته وژنو لړۍ د ناامنۍ، ګواښ او ډار نوی احساس خپور کړ، چې هغه د پخوانیو امنیتي کسانو، مخالفینو، تسلیم شویو کسانو، بندیانو او نورو ملکي وګړو وژل دي". د «رواداري» د رپوټ له مخې په پنجشیر ولایت کې هم د احمد مسعود د ډلې «د ملي مقاومت د جبهې» 63 تنه غړي تر نیول کېدو او تسلیمېدو وروسته له عدالت پرته وژل شوي دي. وایي 50 تنه نور له «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور هم نیول شوي او وژل شوي دي. د بشري حقونو لپاره کارکوونکي دې تنظیم دا ټولې پېښې د بشري حقونو خلاف او سرغړونې بللې دي او ویلي یې دي چې د طالبانو له راتک وروسته د افغانانو بشري او مدني حقونه تر پښو لاندې شوي دي او د مخنیوي لپاره یې کوم اقدام نه دی شوی. طالبانو لا د دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې د خپلسرو او غیرعدالتي وژنو په اړه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو نړیوالو سازمانونو رپوټونه بې بنیاده بللي او رد کړي وو. ملګرو ملتونو د 2022م کال په پیل کې پخپل یو رپوټ کې ویلي وو، چې طالبانو هغه شاوخوا 100  تنه په غیرعدالتي توګه وژلي چې د افغانستان د مخکیني حکومت کارکوونکي، د امنیتي ځواکونو غړي او یا هغه افغانان وو چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی وو.

04.01.2023 ډیوه

امریکا په کیوبا کې خپلې کونسلي چارې بیا پيل کړې 

د امریکا متحدو ایالتونو په کیوبا کې نن چهارشنبه جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) خپلې کونسلي چارې بېرته پرانسیتې. 

04.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

04.01.2023 امریکا غږ

په امریکا کې په لومړي ځل یو 'نر ښځی اعدام' شو

د امریکا په متحدو ایالتونو کې چارواکي وايي د میسوري په ایالت کې یې په مرګ محکوم یو نرښځی «دایمبر میکلالن» اعدام کړی دی.

04.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

04.01.2023 امریکا غږ

طالبان او پاکستان د «ترانس افغانستان» د اورګاډي د پټلۍ په پروژې غږېدلي 

د طالبانو حکومت وايي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د «ترانس افغانستان» د اورګاډي د پټلۍ جوړولو په اړه خبرې کړي دي. 

04.01.2023 امریکا غږ

طالبانو په ۱۵ میاشتو کې څه باندې ۶۳۰ تنه وژلي دي - راپور 

د «رواداري» په نوم یو سازمان وايي چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د نومبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې ۶۳۳ ولسي خلک، د مخکني حکومت نظامیان، سلفیان، د مقاومت جبهې غړي او نور وژلي دي.

04.01.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

04.01.2023 امریکا غږ

ما کله هم نه دي ويلي په افغانستان کې دننه به اهداف په نخښه کوو: رانا ثنأ الله

‎واشنګټن - د پاکستان د داخله چارو وزير رانا ثناالله د خپلې خبرې په شا شوی او په اسلام اباد کې يې يو خبري کنفرنس ته ويلي، ده کله هم دا نه دي ويلي چې په افغانستان کې دننه به هغه اهداف په نخښه کړي د کومو نه چې پاکستان ته خطره پېښه ده. ‎د دې نه وړاندې د رانا ثناالله په حواله په ميډيا کې خبر خور شوی و چې که چرې افغان طالبانو په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانه خستل نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي. ‎د رانا ثنالله په بيان د افغان طالبانو د حکومت وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی و او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکي ويناګانو نه ډډه وکړي ګني طالبان د افغانستان په دفاع د هر چا نه ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري. د اسلام اباد د پوليس د مشر اکبر ناصر خان سره په ګډ خبري کانفرنس کې رانا ثناالله وويل د تحريک طالبان پاکستان سره د امن د خبرو اتر يواځينی او وړومبی شرط دا دی چې طالبان به وسله ږدي، ايين او قانون به مني نو هله به خبرې کيږي. رانا ثناالله دا دعوه هم وکړه چې د تحريک طالبان پاکستان هغه غړي يې نيولي چا چې د سوشل ميډيا د لارې دړکه ورکړې وه چې د پاکستان په پارلمان به حملې کوي. تحريک طالبان په يو تازه بيان کې دا هم ويلي د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند غړي به هم په نخښه کوي. قامپاله ګوند عوامي نيشنل پارټي د پخوا نه د ټي ټي پي په هېټ لېسټ ده او د ګوند د مشرانو د وينا ترمخه نزدې 1200 مشران او ملګري يې د ترهګرې ډلې د بريدونو ښکار شوي او وژل شوي. د پېښور ارمي پبلک سکول د يو نيم سل نه زيات ماشومانو، استاذانو او نورې عملې د وژلو ذمه واري ټي ټي پي منلې وه خو د طالبانو پخوانی وياند احسان الله احسان د پاکستاني استخباراتي ادارو د ولقې نه سره د خپلې کورنۍ په حفاظت کې وتلی و. د وي او ای اردو سروس د خبر ترمخه د خارجه چارو وزير ويلي د قامي سلامتيا کميټۍ په غونډه کې د ترهګرو خلاف د صفر زغم کولو پرېکړه شوې او په دې لړ کې به هره يوه صوبايي د ترهګرۍ ضد څانګه نوره مظبوطولی شي. هغه وويل په پارلمان د حملې کولو دړکه ورکونکي دانيال او زبير د نيولو وروستو د اوه ورځو په ريمانډ متعلقه ادارو ته حواله کړل شوي. رانا ثناالله په ساهېوال کې د ترهګرۍ ضد ادارې د دوه افسرانو وژنه غټ زيان بللی او ويلي يې دي وژل شوي ډاېرېکټر صادق د ترهګرو خلاف يو شمېر کامياب اپرېشنونه کړي وو.

04.01.2023 ډیوه

د تهران پوهنتون د افغان نجونو د قبولۍ 'بودیجه پنځه برابره زیاته' کړه 

د ایران د تهران پوهنتون مشر محمد مقیمي وايي چې چمتو دي هغه افغان نجونې په پوهنتون کې ومني چې په خپل هېواد کې له زده کړو پاتې دي. 

04.01.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي

د ازادي راډيويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي دي. د کتابونو د چاپ دغه ټکنۍ شوې چارې څرنګه بېرته غوړېدای شي؟ په دې ادبي مجله کې هم نقد شته او هم شعر. په خپرونه کې له داسې چا سره خبرې شوي چې د ملي هندارې کیسې یې له یاده زده کړې دي. په مجله کې د سندرغاړي فرهاد غفور له نویو هنري هڅو هم خبرېږئ: د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

04.01.2023 ازادي راډیو

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

04.01.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

04.01.2023 امریکا غږ

پاکستاني طالبانو د دغه هېواد په سیاسي مشرتابه باندې د بریدونو ګواښ وکړ 

«تحریک طالبان پاکستان» نن چهارشنبه جنوري څلورمه (مرغومې ۱۴) په یوې اعلامیې کې د پاکستان حکومت په سیاسي مشرتابه باندې د تازه بریدونو د کولو ګواښ کړی دی.

04.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more