BBC
 شاته

ايران کې د افغان کډوالو کړاو

له ایران نه د افغانستان هرات ولایت ته ستانه شوي کډوال شکايت کوي چې کوربه هېواد ښه چلند نه ورسره کاوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ټولنه، يو اان اېچ سي ار وايي نژدې یو میلیون راجسټر يا ليکل شوي افغان کډول ايران کې ژوند کوي، خو د ايران د کورنيو چارو وزارت اټکل بيا دا دی چې دغه هېواد کې د ټولټال افغانانو شمېر دريو ميليونو ته رسېږي.

ډېر يې دې ته اړ کېږي چې بېرته خپل ټاټوبی ته ستانه شي.

تېره نژدې موده پاکستان کې هم پر مېشتو افغان کډوالو فشار زیات شوی، او تېر جولای ترې شاوخوا ۲۰ زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. محمد قاضي زاده ايران کې د افغان کډوال حال له هراته راکوي.