BBC
 شاته

توندلاری بریتانوی ملا 'داعش' لپاره پر ملاتړ جلبولو تورن شوی

Image copyright Reuters
Image caption انجم چودري یو مهال د المهاجرون نومي ډلې ویاند و، چې د ترهګرۍ لسګونو مشکوکو پېښو کې د لاس لرلو شکونه پرې کېږي.

بریتانوۍ محکمې د دغه هېواد یو سخت دریځی روحاني کس انجم چودري له دې کبله پړ بللی، چې وايي 'اسلامي دولت' نومي ډلې لپاره یې ملاتړ تر لاسه کاوه.

کېدای شي چودري او د ده ملګري ته د لس کلن زندان سزا ورکړل شي.

انجم چودري او د ده ملګري محمد میزان الرحمان ته د جولای په ۲۸ مه د اولډ بیلي محکمې سزا ورکړې وه، خو د دغه خبر پر خپرولو بندیز لګول شوی و.

دغه دواړه کسان د ترهګرۍ ضد قانون له مخې تورن شوي، ځکه وايي، دوی د 'اسلامي دولت' نومي ډلې ملاتړ ته خلک بلل.

۴۸ کلن چودري د لندن الفورډ سیمې اوسېدونکی و او د اسلامپاله ډلې المهاجرون چې د ' اسلام فور یو کې ' په نوم هم پېژندل کېږي پخوانی مشر و.

دغه ډله ۲۰۱۴ کال کې ممنوع وبلله شوه.

چودري د پنځو اولادونو پلار دی او ترهګرۍ ضد چارواکو له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې هڅه کوله، چې نوموړی محکمې ته راکش کړي.

پر هغه او هغه ډله چې ده یې د چارو پرمخ بیولو کې مرسته کوله تورونه وو، چې سخت دریځۍ ته د ځوانو نارینه وو او مېرمنو لمسولو هڅې کوي.

محکمې ته ویل شوي، چې د ۲۰۱۴ کال دوبي کې چې 'اسلامي دولت' ډلې خلیفه اعلان کړ، نو دغو کسانو پرېکړه وکړه، چې مسلمانان یې باید اطاعت او پلویتوب وکړي.

ویل کېږي دوی نورو کسانو ته وویل چې باید د خبرو له لارې د دغې ډلې ملاتړ وکړي او خپله یې د یادې ډلې مشر سره بیعت اعلان کړ.

Image caption پولیس وايي د بیعت اعلان هغه چاره وه، چې پولیسو فکر وکړ دوی اوس محاکمه کېدای شي

پولیس وايي د بیعت له موضوع وروسته یې فکر وکړ، چې اوس چودري محاکمه کېدای شي.

د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې مشر ډیان هایډون وايي دغه قضیه چې پر بنسټ یې د چودري محاکمه شونې شوه، له ترهګرۍ سره زموږ په مبارزه کې د ' پام وړ تعقیب دی.' هغه وايي:

'' دغه سړی تر کلونو پورې د قانون په دایره کې دننه خوندي پاتې شو، خو په ترهګرۍ ضد مبارزه کې بوخت هېڅوک داسې نه شته، چې د دوی له اغیزه انکار وکړي یا له هغې کرکې خبر نه وي، چې دوی خپره کړې او یا د هغو خلکو په اړه معلومات و نه لري، چې دوی د ترهګرو ډلو سره یو ځای کېدو ته لمسولي. ''

نوموړی افسر زیاتوي:

'' موږ داسې ګڼ کسان د محاکمې په حال کې لیدلي، چې د دغه سړي ویناوو او خبرو ته یې غوږ نیولی و. خو د بیعت کولو پېښه هغه څه و، چې له کبله یې پولیسو ته ثبوت په لاس ورغی چې سړی نور له دایرې وتلی او موږ کولای شو ثابته کړو، چې هغه د 'اسلامي دولت' نومي ډلې ملاتړ کړی.''

چودري یو مهال د المهاجرون نومي ډلې ویاند و، چې د ترهګرۍ لسګونو مشکوکو پېښو کې د لاس لرلو شکونه پرې کېږي.