شاته

افغانستان او پاکستان د اوړو په اړه مذاکره کوي

د پاکستان د سوداگرۍ وزارت په پام کې لري چې افغانستان ته د هغه هیواد د اوړو د صادراتو د کمیدو په هکله یو لوړپوړی هیت افغانستان ته ولیږي.

د پاکستان د غذایي موادو، مالیې، تکنالوژۍ او علومو وزارتونو او د ملي عوایدو د ادارې استازي وروسته له هغې په دې اقدام سلا شول چې په پاکستان کې د اوړو سوداگرو ادعا وکړه چې افغانستان په پاکستاني اوړه گمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت ویاند د پاکستاني اړخ د ادعاو په ردولو سره ویلي دي چې پر وارداتي اوړو باندې گمرکي تعرفه نه ده لوړه شوی او همداشان د افغانستان حکومت د پاکستاني اوړو د واردولو د بندولو په اړه هیڅ ډول تصمیم نه دی نیولی.

د پاکستان نه د اوړو واردات په سلو کې ٨٠ کم شوي دي

د پاکستان نه د اوړو واردات په سلو کې ٨٠ کم شوي دي

د سوداگرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان حکومت د آزاد بازار د نظام په بنسټ چې په اساسي قانون کې درج شوی په دې اړه هیڅ ډول تړون نه لري. هغه وایي د قزاقستان او ترکمنستان د اوړو ښه کیفیت او ارزانه بیه ددې سبب شوی چې پاکستاني اوړه د افغانستان په بازارونو کې سیالي ون شي کړای او واردات یې کم شي.

د افغانستان په بازار کې قزاقستاني اوړو ته د تقاضا برسیره د افغان مقاماتو په وینا په افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی هم ددې سبب شوی چې له بهر څخه واردات کم شي.

د اوړو کیفیت

په پاکستان کې د اوړو سوداگر همداشان ادعا کړې ده چې د افغانستان حکومت د هند سره د اوړو د واردولو تړون لاس لیک کړی دی.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی دغه ادعا "ناسمه" وگڼله او ویې ویل چې افغانستان گمرکي تعرفه نه ده لوړه کړې او د وړو د واردولو هیڅ ډول قرارداد له هند سره نه لري او حتی "یو کیلو اوړه یې هم" له هغه هیواد څخه نه دي وارد کړي.

د قراقستاني اوړو ښه کیفیت او ارزانه بیه د افغانستان په بازارونو کې د پاکستاني اوړو د کموالي سبب شوي

د قراقستاني اوړو ښه کیفیت او ارزانه بیه د افغانستان په بازارونو کې د پاکستاني اوړو د کموالي سبب شوي

ښاغلي الکوزي وویل چې قزاقي اوړه په دې دلیل چې انتقال یې افغانستان اسانه دی او په دې خاطر چې پروتیني او ویټامیني مواد په کې ورزیاتیږي ډیر ښه کیفیت لري او پاکستاني اوړه په طبیعي توگه د هغه په وړاندې سیالي نه شي کولای، په دې خاطر د هغه په وینا د پاکستاني اوړو واردات د افغانستان د اړتیا د ٥٠ فیصدو څخه څه کم لسو فیصدو ته راښکته شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې پاکستاني سوداگرو د افغانستان په بازارونو کې پاکستاني اوړه خورا کیفیت لرونکي گڼلي چې زیاته تقاضا ورته موجوده ده او اندیښنه یې څرگنده کړې چې که دغه ستونزه حل نه شي نو پاکستاني سوداگر به سخت تاوان وکړي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونه وایي چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ اوړو له درکه په پاکستان باندې هیڅ ډول اتکا نه لري او په اسانۍ سره کولای شي د خپلې اړتیا وړ اوړه او غنم د خپلو شمالي گاونډیو څخه ترلاسه کړي.

ددې ادارې د مقاماتو په وینا د پاکستان څخه د اوړو د صادراتو ځنډیدل د افغانستان په بازارونو د اوړو پر نرخ او عرضې باندې هیڅ ډول اثر نه لري او په بدل کې ددې کار زیان پخپله پاکستان ته رسیږي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت مقاماتو هم ویلي دي چې دا هیواد د سیمې د هیوادونو سره د ښو اقتصادي او سوداگریزو اړیکو غوښتونکی دی، خو هغه هیوادونه چې د افغان سوداگرو لپاره ښه ترانزیتي، وارداتي او صادراتي اسانتیاوی ولري د هغو هیوادونو سره سوداگریزه راکړه ورکړه پخپله وده کوي.

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.