BBC
 شاته

"د روسیي او ایران له همکارۍ پرته امریکا طالبان نشي ماتولی"

جاپان ټوډې:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان د خلکو عریضې اوري.

جاپان ټوډې ورځپاڼې په افغانستان کې د ایران او روسیې د رول په اړه یوه مقاله خپره کړې.

مقاله کې ویل شوي چې په افغانستان کې روسیه او ایران د امریکا د حضور په اړه منفي دریځ ولري او له امریکا سره په افغانستان کې دوښمني وپالي نو امریکا نه شي کولی چې په افغانستان کې د القاعده او طالبانو په څېر ډلو ته ماته ورکړي.

د مقالې لیکوال میثم بهراویش له طالبانو سره د روسیې او ایران د مرستو په اړه راپورونو ته هم اشاره کړې او زیاتوي چې امریکا ته پکار دي په سیمه کې د روسیې او ایران ګټې په پام کې ونیسي، ایران نور د ترهګرۍ د یو ملاتړي هېواد په توګه یاد نه کړي او د مسکو او تهران پرضد بندیزونه نرم کړي چې په مقابل کې یې ایران او روسیه په افغانستان کې د امریکا ضد ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

پاکستان ټوډې:

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په اسلام اباد کې د تحقیقاتي او امنیتي څېړنو د خپلواک مرکز مشر امتیاز ګل یوه مقاله خپره کړې.

د مقالې په یوه برخه کې د ترهګرۍ د ملاتړ په تړاو د لګیدلو تورونو په ځواب کې د پاکستاني چارواکو د غبرګون په اړه نیوکه شوې او زیاتوي چې اوس پاکستان د طالبانو پر ټولو مشرانو پخوانی اغیز نه لري او یو زیات شمیر طالب مشران اوس افغانستان ته ستانه شوي او هلته خپلواک فعالیت کوي.

دی زیاتوي د افغانستان په کشاله کې د پاکستان د رول په اړه باید د پاکستان دولتي چارواکی یوه خوله شي او په دې برخه کې د دریځ یووالي او همغږۍ لپاره کار وشي.

دی زیاتوي پکار نه ده چې یو دولتي چارواکی پر بل یا یوه اداره پر بله پړه واچوي.

د مقالې لیکوال وايي په دې کار سره یواځې دغه چارواکي نه یواځې دا چې ځانته ستونزې جوړوي بلکې په بهر کې هم د پاکستان په نامبدۍ تمامیږي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لاهور ټاکنې نواز شریف ګوند وګټلې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پاکستان په لاهور کې وروستیو ټاکنو ته په اشارې سره په یوه راپور کې ویلي چې سخت دریځو اسلام پالو سیاسي ډګر ته مخه کړې.

ورځپاڼه زیاتوي له دې ډلې دوو نوماندانو دریم او څلورم مقامونه خپل کړی او دا ښیي چې هغه ډلې چې څنډې ته کړل شوې او ممنوع شوې دي اوس سیاسي ډګر ته په راوتلو دي.

ورځپاڼه وايي دغې چارې په پاکستان له دغو له فعالیت منعه شویو ډلو سره د امنیتي او استخباراتي ادارو د چلند په اړه پوښتنې رامنځته کړې دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د دې مسلې بل اړخ دا دی چې د لاهور وروستۍ ټاکنې راتلونکي کال کې د پارلماني ټاکنو پیلامه بلل کیږي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د لندن ښاروال صادق خان د مسلمانانو په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې د اسلامي دولت ډلې د تبلیغاتو سره پر تله کړې.

صادق خان ویلي د ځینو مسلمانو هېوادونو وګړو ته د امریکا د ویزې نه ورکول د یادې شوې ډلې هغه دریځ ته تبلیغ دی چې د تمدنونو د ټکر په اړه یې لري.

ډیلي سټار :

د بنګلادیش ډیلي سټار خپرونه لیکی چې په پام کې ده نن د افغانستان له نولسو د کم عمر لرونکو کرکټ لوبډله دغه هېواد ته ورسیږي او له بنګلادیشۍ لوبډلې سره پنځه یوه ورځنۍ نړیواله سیالي تر سره کړي.

لومړۍ سیالي به د سپتمبر په اته ویشتمه ترسره کیږي.

خپرونه زیاتوي دا سیالي نړیوالو سیالیو ته د تیاري لپاره ترسره کیږي، کومې سیالۍ چې په پام کې ده راتلونکی کال په نیوزیلانډ کې وشي.

ایکانومیک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دفاع وزیر

هندۍ ورځپاڼه ایکانومیک ټایمز لیکي چې نن د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس نوي ډیلي ته راځي او له هندي چارواکو سره به په افغانستان کې د هند د رول د پراخوالي او د امریکا او هند ترمنځ د پوځي سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي د ښاغلي مټیس دا سفر په دې معنی دی چې امریکا له هند سره د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه ژمن دی.