BBC
 شاته

"نواز شریف پاکستان ته ستنېدلو سره محکمې ته وړاندې کېږي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نواز شریف وايي، لندن کې یې د پاتېدلو اراده نشته.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له لندن نه خپل هېواد ته په ستنېدلو سره د خپل ځان پرضد تورنو ته د ځواب ویلو لپاره د ملي حساب ور کوونې ادارې محکمې ته وړاندې کېږي.

پاکستان ته تر روانېدلو مخکې هغه په لندن کې رسنیو ته وویل، چې کوم اداري فساد یې نه دی کړی.

هغه د سترې محکمې پر هغه پرېکړه هم خبرې وکړې چې له مخې یې ناوړ شو.

د نواز شریف په خبره، پرېکړه هم دوی وکړه، غوښتنه هم دوی واوروله او څارونکی قاضي هم دوی و، نو دا څنګه حساب ور کول دي؟

نوموړي وویل، د خپلې مېرمنې د ناروغۍ د پوښتنې لپاره لندن ته تللی و او دلته د پاتېدلو یا پاکستان ته د نه تللو اراده نه لري.

* د کلثوم نواز بری او د شریف کورنۍ راتلونکی

* د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

* نواز شریف؛ سوداګر چې له ستونزو او فساد ډک دولت یې اداره کاوه

ویل کېږي چې د ملي حساب ور کولو یا نېب له لوري د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف او د هغه د زامنو حسن او حسین نواز د نیولو لپاره د حکم کولو ژبنۍ غوښتنه منل شوې نه ده، خو د سپټمبر پر ۲۶ محکمې ته د دوی د ورتللو حکم شوی دی.

پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د دوشنبې په شپه د لندن له هیترو هوايي ډګر د اسلام اباد پر لور روان شو.

د سترې محکمې له خوا د نواز شریف له ناوړ کېدلو وروسته پارلمان یا قومي اسمبلۍ کې د هغه څوکۍ تشه شوه او د ډکولو لپاره یې منځمهالې ټاکنې وشوې، چې د نوموړي مېرمن کلثوم نواز وګټلې.

خو نواز شریف او د هغه زوی هغه مهال د کلثوم نواز د سرطان ناروغۍ د پېژندلو وروسته د هغې د درملنې لپاره لندن ته تللی وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نواز شریف لور مریم نواز هم د سپټمبر پر ۲۶ محکمې ته غوښتل شوې ده.

د نواز شریف له رسنیزو خبرو مخکې د هغه زوی حسین نواز بي بي سي ته وویل، نواز شریف پاکستان ته ستنېږي او د ملي حساب ور کونې محکمې ته د تللو پرېکړه یې کړې ده.

"زما د مورو حالت ډېر خراب و، ځکه مې پلار په لندن کې پاتېدل ضروري ګڼل، اوس پاکستان ته ځي، محکمې ته به ور شي. زما پلار ته زما د مور روغتیا ډېره مهمه ده، خو هغه داسې ګومان نشي رامنځ ته کولی چې محکمې ته تلل نه غواړي".

د هغه په خبره، نواز شریف به پاکستان کې وي او د سپټمبر پر ۲۶ به محکمې ته ور شي.

له دې مخکې د نواز شریف سیاسي مرستیال اصف کرماني محکمې ته ویلي و چې د ښاغلي شریف د مېرمنې کلثوم نواز د روغتیايي حالت له امله نه پوهېږي چې نوموړی او زوی به یې پاکستان ته کله ستانه شي.

د ملي حساب ور کوونکې ادارې محکمې د پاناما دوسیې له مخې نواز شریف، د هغه زامن حسن او حسین نواز او لور یې مریم نواز او د هغې خاوند کپټن صفدر د سپټمبر پر ۱۹ محکمې ته غوښتي وو.