شاته

کابل کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان بريد شوی

د کابل په لویدیځ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دا یو موټر بم چاودنه وه چې پنځه کسان یې ټپیان کړي دي. په افغانستان کې د یا پرېکنده ماموریت ځواکونو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.

زموږ همکار اولیا اطرافي د پېښې ځای ته ورغلی دی.