BBC
 شاته

هند او پاکستان د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د تور لګولو په ډګر بدله کړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند بهرنیو چارو وزیرې پاکستان تورن کړ چې "د ترهګرو مرکزونه يې جوړ کړي."

د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې هند او پاکستان د ډېرو نورو هېوادونو په ډول یوازې وینا ونه کړه، بلکې د پاکستان تر لومړي وار وروسته د عمومي غونډې تالار د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورونو او سپیناوي په ډګر بدل شو.

هند وروسته له هغه پاکستان ته د ځواب ورکولو لپاره له خپل حقه استفاده وکړه او "تروریستان" یې وباله چې د پاکستان لومړي وزیر هند په "جنګي جرمونو" تورن کړ.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د کشمیر پر لانجمنې مسلې په خپلې وینا کې هند د "ترهګرۍ په صادرولو" تورن کړ چې هند هم د ځواب په ورکولو کې ځنډ او په شا تګ ونه کړ.

ښاغلي عباسي وویل "د ساچمو ډزو د ماشومانو په ګډون په زرګونو کشمیریان ړانده او کلک ټپیان کړي. دا هغه ظلمونه دي چې په ښکاره جنګي جرمونه او د جینیوا له هوکړې سرغړونه ده."

د هند ځواب

په ملګرو ملتونو کې د هند لومړي سکرټر ینام ګمبیر وویل "جالبه ده، هغه هېواد چې اسامه بن لادن یې وساته او ملا عمر ته یې پناه ورکړه دا ځیرکي لري چې وښيي قرباني دی."

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته چې د وینا وار ورسېدو، د ځان او پاکستان نړیوال موقف یې رامخته کړ او ویې ویل: "د نړۍ په کچه هند ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د یوه ځبرځواک په سترګه کتل کېږي او پاکستان ته د یوه ترهګر هېواد په سترګه".

اغلې سوراج د خپل هېواد او پاکستان لاسته راوړنې پرتله کړې، د خپلو ټکنالوژیکو بنسټونو او لویو روغتونونو نومونه یې واخیستل خو پاکستان یې په دې تورن کړ چې ګواکې د داسې بنسټونو پر ځای یې "لشکرطیبه، جیش محمد، حقاني شبکه، حزب المجاهدین" او د دې په وینا "د ترهګرو مرکزونه جوړ کړل."

د وینا پرمهال چې اغلې سورج په هندۍ ژبه غږېده، احساسات یې سخت راټوکېدلي برېښېدل او وینا یې نېغ په نېغه پاکستان ته وه، چې یوې برخې کې یې وویل: "موږ عالمان، ساینسپوهان، انجنیران او ډاکټران پیدا کړل، پاکستانیانو، تاسې څه پیدا کړل؟ تاسې ترهګر او جهادیان پیدا کړل… په دې پوهېږۍ چې ډاکتر د مړه کېدونکي انسان ژوند ژغوري خو جهادي ژوندي خلک وژني."

پر ټولینزو شبکو هم د هند او پاکستان مسلې تاوده بحثونه رامنځته کړي. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې وینا ستایلې او لیکلي یې دي چې "هند ته یې ویاړ"وګاټه.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان او بنګلادېش کې هم د ناامنیو تور پاکستان کې پر جوړو شویو ډلو واچاوه او پاکستانیانو ته یې خطاب کې وویل: "هغه پیسې چې د ترهګرو پر مرستې یې لګوئ، که له هغه خپلو خلکو ته د ګټې رسولو لپاره وکاروئ او یا یې د خپل هېواد پر پرمختګ ولګوئ، یو خو به نړۍ د ترهګرۍ له شره خلاصه شه بل به مو خلکو ته خیر ورسي او هېواد به مو پرمختګ وکړي."

د پاکستان غبرګون

د هند له خوا دې سختو خبرو او تورونو ته د غبرګون لپاره پاکستان د ملګروملتونو غونډې کې د ځواب ورکولو له خپل حقه کار واخیست.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي هند په دې تورن کړ چې " له قصده د جمو او کشمیر پر مسلې سترګې پټوي، خو دا د هند برخه نده. خلک یې باید خپله راتلونکې وټاکي."

دې هم هند د ترهګرۍ په تړاو یو لقب غوره کړ او ویې ویل: " هند په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ مور ده."

اغلې لودي ادعا وکړه چې هندي ځواکونه پر کشمیریانو د ساچمو ډزې کوي، له دې سره یې په کشمیر کې د هند د "ظلم بېلګې" په توګه یو عکس ښکاره کړ چې یوه نجلۍ وه چې سور پړونی یې پر سر و او مخ یې ځای ځای ټپي و.

تر هغه وروسته پر خواله رسنیو د یو شمېر فعالینو له خوا نیوکې خپرې شوې چې دا عکس د یوې ټپي فلسطینۍ نجلۍ ده.

اغلې لودي پر دې ټینګار وکړ چې د کشمیر خلک نه غواړي د هند تر ولکې لاندې ژوند وکړي او غږ یې وکړ چې"ملګري ملتونه باید مداخله وکړي او د کشمیر مسله اواره کړي."

د پاکستان او هند ترمنځ ستونزه، افغانستان که کشمیر؟

سره له دې چې په دې وروستیو کې پاکستان په افغانستان کې د هند له هر ډول فعالیت سره مخالفت کوي او د نارضایتۍ یو لامل یې بولي، د ملګرو ملتونو په غونډې کې دواړو هېوادونو ترمنځ لانجمنه موضوع هماغه د کشمیر زړه کشاله وه.

د پاکستان استازو ټوله خبره پر کشمیر څرخوله او د هند له هغو خبرو یې ځان په څنګ تېر کړ چې ویلې یې، د دوی په وینا د حقاني شبکې په ګډون "ترهګرې ډلې" یې جوړې کړي او "نړۍ ته ترهګري صادروي."

غني: پاکستان ته مې لاس وړاندې کړ، دوی پرې تو کړل

عباسي: پوځ د وسلوالو پټنځي له منځه وړي دي

د پاکستان لومړی وزیر: ښايي کابل ته بریدګر له پاکستانه ورغلي ول

د دوو اټومي هېوادونو هند او پاکستان ترمنځ کشمیر د شخړې یو مهم لامل دی.

په ۱۹۴۷ کال کې له برتانیې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته دغو هېوادونو درې ځلې پر لانجمنې سیمې جګړه کړې.

د ډېری مسلمان مېشتو کشمیري سیمو یو شمېر خلک له ۱۹۸۹ کاله راهیسي د هند د واک پر وړاندې وسله واله پاڅون کوي. هند پاکستان په دې تورنوي چې د وسله والو ډلو ترشا یې لاس دی خو پاکستان دا تورونه ردوي.