د جرمني ټاکنې: د انګلا مېرکل ګوند "مخکې" دی
په جرمني کې د پارلماني ټاکنو د رسمي وخت له پای ته رسېدو وروسته د لومړنیو اټکلونو له مخې د انګلا مېرکل په مشرۍ مرکزي ښي اړخی ګوند د ۳۳ سلنه رايو په ګټلو سره له کيڼ اړخي سوشل ډېموکرات ګونده مخکې دی.
د لومړنيو پايلو پر بنسټ د مارټين شولتز په مشرۍ سوشل ډېموکرات ګوند توانېدلی چې د ټاکنو ۲۰ سلنه رايې خپلې کړي. دغه ګوند ویلي له ۲۰ سلنه ګټلو وروسته به د اپوزیشن ځای غوره کړي.
اټکل دی چې ملتپالو تر پخوا ډېرې ځوکۍ خپلې کړې دي. ملتپال اې اېف ډي (اسلام ضد جرمني لپاره بدیل) ګوند به د ۱۳٫۵ سلنه رایو په خپلولو درېم ګوند شي.
- جرمني کې سیمه ییزې ټاکنې؛ د میرکل 'سیاستونو ازمایښت'
- جرمني یونان ته د کډوالو ستنول پیلوي
- بریتانیا له اروپا څه غواړي؟
پر دې سربېره بیا هم مېرمن مېرکل په دې نه ده توانېدلې چې د پارلمان اکثريت څوکۍ خپلې کړي. د دولت د جوړېدو لپاره باید له نورو ګوندونو سره اېتلاف وکړي.
پلویانو ته په وینا کې مېرمن مېرکل وویل چې د ښو پایلو تمه لري.
هغې زیاته کړه چې د کډوالو او اسلام ضد اې اېف ډي ګوند رایه ورکوونکو "اندېښنو، خپګیان او تشویش"ته به هم غوږ ونیسي چې خپل یې کړي.
مېرمن مېرکل پر اقتصادي، امنیتي او د کډوالو پر مسلې هم وغږېدله چې اې اېف ډي ته د ډېرو رایه ورکوونکو د وراوښتو لامل دی.
وړاندوینې ښيي چې وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې به د لومړي ځل لپاره د جرمني په پارلمان کې شپږ ګوندونه ګډون لري.