BBC
 شاته

فوټسال: افغانستان ترکمنستان مات کړ او نيمه پايلوبه کې ايران سره لوبېږي

د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د اسيا سالون دننه پنځم پړاو فوټسال سياليو کې افغانستان کوربه هېواد ترکمنستان ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لار ومونده.

افغان لوبډلې په دې سياليو کې په زړه پورې لوبه وکړه او نن يکشنبې (۲۴ شپټمبر) به په نيمه پايلوبه کې د فوټسال له اتلې لوبډلې ايران سره سيالي کوي.

له ترکمنستان سره لوبه ۴-۴ مساوې وه خو په پېنلټيو کې يې ۶-۵ ترکمنستان مات کړ.

وړاندې په فوټسال سياليو کې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو، چين ته ۶-۱ او مالديف ته ۶-۱ ماته ورکړې وه.

فوټسال فوټبال لوبه ده، چې پنځه لوبغاړي یوې خوا او پنځه بلې ته لوبېږي.

د انځور حقوق FB
Image caption وړاندې په فوټسال سياليو کې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو، چين او مالديف ته ماتې ورکړې وه.

په دې لوبه کې د ګول سور او اوږده یوازې یو متر وي او د اصلي فوټبال د ګول په پرته ډېر کوچنی وي.

هرې لوبډلې ته چې یو ګول ورکړل شي، یو لوبغاړی به یې له لوبې وځي او که دوه وشي دوه لوبغاړي به له لوبې ایستل کېږي.

همدا ډول د جوجيستو په ۶۲ کيلوګرام وزن کې افغان لوبغاړي حسین بخش صفري د سرو زور مډال ګټلی، پر ده سربېره احمد جاويد اميري په دوديزې غېږنيونه کې د سپينو زرو مډال خپل کړی دی.

د افغانستان د ورزش برخې مسؤلینو وايي دوی تمه لري چې افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم له مخې به مډال راوړونکو ته له ۲۰۰ زرو څخه تر شاوخوا ۷۰۰ زرو افغانیو انعام ورکول شي.

د اسيا سالون د ننه سياليو په ۲۱ لوبو کې د ۶۴ هېوادونو شاوخوا ۶۰۰۰ لوبغاړي برخه اخلي چې ټاکل شوې وې لس ورځې به دوام وکړي.