BBC
 شاته

کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
چاودنه د کابل لوېدیځ کې د پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې اړوند "افشار" سیمه کې شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، دا ځانمرګی برید د موټر په مټ غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلورلارې ته څېرمه شوی.

نوموړی وايي، د برید هدف د بهرنیو ځواکونو یو کاروان و.

په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.

ښاغلي دانش وویل، په برید کې پنځه کسان ټپیان شوي. کورنیو چارو وزارت وايي، له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر په مټ شوي برید کې ټپیان شوي کسان ولسي وګړي دي.

چاودنه د کابل لوېدیځ کې د پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې اړوند "افشار" سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدانو هم ویلي، د برید پرمهال له سیمې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان د تېرېدا په حال کې و.

د انځور حقوق EPA
Image caption د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

د برید ځای ته څېرمه د قرغې پر لویه لار د پولیسو اکاډیمي، پوځي اکاډیمي او د ملي امنیت یو روزنیز مرکز هم پراته دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق EPA

تر اوسه روښانه نه ده، چې په نښه شوي پوځيان د کوم هېواد دي، خو ځینې رپوټونه وايي، په نښه شوي پوځيان د ډنمارک دي.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده. دوی ادعا کوي چې امریکايي پوځيان یې په نښه کړي، درې ټانکونه یې ویجاړ کړي چې یو شمېر بهرني پوځيان پکې وژل شوي او ټپیان دي.

د روانې سپتمبر پر ۱۳مه (وږی ۲۲مه) کابل کې د افغانستان کرېکټ شېږېزه لیګ سیالیو لوبغالي ته څېرمه چاودنې یو پولیس او دوه ولسي وګړي ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

Image caption وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده. دوی ادعا کوي چې امریکايي پوځيان یې په نښه کړي، درې ټانکونه یې ویجاړ کړي چې یو شمېر بهرني پوځيان پکې وژل شوي او ټپیان دي.