BBC
 شاته

ولسمشر غني په لومړي ځل د امریکا د افغان ستراتیژۍ درې مهم اړخونه ډاګیز کړل

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني دا خبرې د امریکا له ملي ولسي راډیو سره خبرو کې کړې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځینې څرګندونې راخیستې چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه یې کړې دي.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر غني په لومړي ځل د دې تګلارې د جزیاتو په اړه مالومات شریک کړي.

د بېلګې په توګه ولسمشر غني وایي چې امریکا پر یوه داسې څلور کلن پلان کار کوي چې له مخې به یې د افغانستان د خاورې اتیا سلنه یو ځل بیا د افغان حکومت تر کنترول لاندې راځي.

ورځپاڼه وایي د افغان ولسمشر لخوا په دې اړه مالومات په داسې حال کې رامخې ته کېږي چې پخپله ولسمشر ټرمپ د خپلې ستراتیژۍ د جزیاتو په اړه له رسنیو سره ډېر کم مالومات شریک کړي دي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د امریکا له ملي ولسي راډیو سره په مرکه کړې کړې دي او دا مرکه نن خپرېږي.

د ده په وینا د امریکا تګلاره پر درییو مهمو ټکو ولاړه ده.

لومړی دا چې د افغان ځانګړو یا کوماندو ځواکونو شمېر دوه برابره کړي.

دویمه دا چې امریکا غواړي د افغانستان هوایي ځواک پیاوړی کړي.

دریمه خبره دا چې د افغانستان د پوځ په لیکو کې باید په هره کچه اصلاحات راوستل شي او مسلکي او وړ کسان پر دندو وګومارل شي.

ولسمشر غني پر دې هم ټینګار کړی چې امریکایي ځواکونه به یوازې د روزنې او سلا مشورې مسولیت لري، خو عملاً به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي.

د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه لیکي چې لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال مایک پېنس سره وکتل.

ورځپاڼه لیکي چې دواړه مشران پر دې سره سلا شول چې خپلو دوه اړخیزه همکاریو ته به دوام ورکوي.

ایکسپرېس ټریبیون وایي، د دواړو هېوادونو اړیکي له هغه راهیسې بې خونده شوي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا د امنیت او ثبات لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه.

ورځپاڼې لیکي چې له دې اعلان وروسته دا د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو ترمنځ لومړۍ مخامخ لیدنه وه.

تر دې وړاندې پاکستان د امریکایي حکومت له یو شمېر چارواکو سره ځکه نه وو لیدلي چې اسلام اباد د ولسمشر ټرمپ پر نیوکو، چې پر پاکستان یې کړې وې، ناخوښ و.

ورځپاڼه لیکي چې په پرونۍ ناسته کې لومړي وزیر عباسي په دې اړه د پاکستان اندېښنه څرګنده کړه چې د ولسمشر ټرمپ په نوې تګلاره کې هند ته زیات اهمیت او ډېر رول ورکړل شوی.

ایکنامېک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډونلډ ټرمپ ستراتیژۍ کې د هند پر افغان رول زیاتولو ټینګار شوی دی.

او د هند د همدې زیاتېدونکي رول په اړه د هند (ایکنامېک ټایمز) ورځپاڼه لیکنه لري.

ورځپاڼه وایي دواړه هېوادونه چمتووالی نیسي چې په نوې ډيلي کې د سوداګرۍ او پانګونې یو څلور ورځنۍ سمپوزیم جوړ کړي.

دا نندارتون به د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه پیلېږي.

ورځپاڼه وایي، دا ګام د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې برخه دی، چې له مخې یې په افغانستان کې ښایي د هند سوداګریز او سیاسي رول لا هم ډېر شي.

په دې نندارتون کې به د کرنې، روغتیا، انرژۍ او ښوونې د برخې کارپوهان او چارواکي راټولېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د لویو هندي شرکتونو مشران هم دې نندارتون ته ور بلل شوي او افغان لوری به هڅه کوي چې دوی په افغانستان کې پآنګونې ته وهڅول شي.