عباسي: پوځ د وسلوالو پټنځي له منځه یووړل
د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وايي د دغه هېواد پوځ له ډیورنډ کرښې سره د وسلوالو ټول ټنځي له منځه وړي دي.
نوموړی له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې زیاتوي، چې اوس پاکستانی پوځ پر ټولو سیمه ولکه لري:
"اوس هلته کوم خوندي پټنځی نشته، هیڅوک نشته".
د ښاغلي عباسي دا خبرې په داسې مهال دي چې میاشت مخکې د امریکا ولسمشر یو ځل بیا پر پاکستان تور ولګاوه، چې په خپله خاوره کې یې وسلوالو ته پټنځي ور کړي او ملاتړ یې کوي.
* ''افغانستان ته د هند په سترګه کتل د پاکستان لویه ستونزه ده''
* د پاکستان لومړی وزیر: ښايي کابل ته بریدګر له پاکستانه ورغلي ول
ډونلد ټرمپ د افغان ستراتیژۍ په ډاګیزولو کې پاکستان ته خبرداری ور کړ چې که د وسلوالو ملاتړ نه پرېږدي، نو تاوان به وکړي.
ډونلډ ټرمپ وايي، پاکستان په یو وخت د امریکا ډالر ترلاسه کوي او هم هغو وسلوالو ته پټنځي ور کوي چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه وژني.
د پاکستان چارواکو په غبرګون کې وویل، چې مرستې یې نه غواړي، خو درناوی دې یې وکړي.
دوی دا هم ویل چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان قرباني ته ارزښت نه ور کول کېږي.
د ترهګرۍ ضد کارند ملګری
شاهد خاقان عباسي هم په تازه مرکه کې بیا ویلي، چې د طالبانو په له منځه وړلو کې د پاکستاني پوځ د هڅو درناوی ونه شو.
د هغه په خبره، پاکستان کې عام باور دا دی چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې امریکا د هڅو درناوی نه کوي او تورونه لګوي.
"موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کې کارند ملګري یو له دې کم نه یو".
که څه هم د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې ولسمشر ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر سره ونه کتل، خو د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر سره په لیدنه کې شاهد خاقان عباسي د امریکا د افغان ستراتیژۍ په هکله خپله اندېښه په ډاګه کړې ده.
* ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟
* "د پاکستان دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي"
د پاکستان حکومت د امریکا نوې ستراتیژي اندېښمن کړی او وايي، چې د امریکا پر ځای به له نورو هېوادونو لکه روسیې، چین او ایران سره اړیکي ښه کړي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ډونلد ټرمپ له ستراتیژۍ وروسته، تهران، بېجینګ، انکرې او مسکو ته سفر هم درلود.
خو شاهد خاقان عباسي له مایک پېنس سره تر لیدنې وروسته وویل، چې د واشنګټن اسلام اباد اړیکي په ښه کېدو دي.
لږ وژونکې اتومي وسلې
د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د خپل هېواد د اتومي وسلو په هکله وايي، چې تاکتیکي اتومي وسلې نه لري، بلکې لږ وژونکې اتومي وسلې لرو.
د هغه په خبره، دا کم وژونکې اتومي وسلې هم د جګړې ډګر کې نه کارول کېږی.
نوموړی زیاتوي چې د پاکستان د اتومي پروګرام قومندو او کنټرول په خوندي لاسونو کې دی.
خو نیویارک ټایمز وايي، د لومړي وزیر عباسي دا څرګندونې د امریکا د څارګرې ادارې له معلوماتو سره سمې نه دي.
دوی وايي، پاکستان دا اتومي وسلې د هندي پوځ د پرمختګ د مخنیوي لپاره تیارې کړې دي.
نیویارک ټایمز لیکي پخواني ولسمشر بارک اوباما د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر نواز شریف وهڅاوه چې دا وسلې جوړې نه کړي.