BBC
 شاته

سعودي عربستان پر انټرنېټي مخابراتي اړیکو بندیز لرې کوي

سعودي عربستان د انځور حقوق AFP
Image caption سعودي چارواکو ویلي و، ۲۰۱۳ کال کې یې پر VoIP ډوله اپلیکېشنونو ځکه بندیز لګولی و، چې د دوي په خبره ټولنه خوندي وساتي

سعودي چارواکي په دغه هېواد کې د سکایپ او واټس اپ په څېر پر هغو انټرنېټي اپلیکشنونو لګېدلی بندیز لرې کوي، چې له لارې یې ویډیويي او غږیز اړیکي ټینګېږي.

د دغې چارې هدف اقتصادي وده او د تولید ډېرښت بلل شوي دي. د سعودي عربستان مخابراتو وزارت ویلي، له چهارشنبې وروسته به انټرنېټي غږیزو اړیکو ته پراخ لاسرسی ممکن وي.

سعودي چارواکو مخکې پر دغه ډول اړیکو بندیز لګولی و او په وینا یې لامل یې دا و، چې له 'مقرراتو ' سره برابر نه وو.

د قطر او سعودي ترمنځ د ناندریو تازه پړاو

سعودي عربستان افغان کارګرو ته د ویزې ور کولو ژمنه بیا وکړه

دغه اعلان له هغه یوازې څو ورځې وروسته شوی، چې سناپچاټ په دغه هېواد کې د الجزیزه خپرونې له خپل اپ نه بندې کړې. سعودي چارواکو پر الجزیزه تور پورې کړی، چې ګواکې د سخت دریځۍ خپرولو لپاره پروپاګند کوي.

الجزیره دغه تورونه ردکړي او وايي، د سناپچاټ کړنه د خبریالانو د هغه حق تر پښو لاندې کول دي، چې د دوی په خبره د نړۍ له لر او بره په ازاده توګه خبري پوښښ کوي.

سعودي عربستان د مې پای کې پر قطر تور پورې کړ، چې ګواکې له ایران او سخت دریځو سره اړیکي پالي او له هغه وروسته یې په خپل هېواد کې د الجزیره پر وېبپاڼه بندیز ولګاوه.

رپوټونو کې ویل شوي چې له ۲۰ ډېر مذهبي مشران، لیکوال، خبریالان او علمي شخصیتونه د روانې میاشتې لومړیو کې د دغه دیپلوماتیک بحران لړ کې نیول شوي دي.