BBC
 شاته

افغانستان کې لا هم د سګریټو بیې نه دي ټیټې شوې

په افغانستان کې، دوه کاله مخکې پر سګریټو مالیه سل فیصده لوړه شوه خو لا یې هم په بیه کې د پام وړ توپیر نه دی راغلی. سوداګر وایي، د سګریټو بیې ځکه نه دي پورته شوې چې قانون نه عملي کېږي او د سګریټو په وارداتو کې ډېر فساد کېږي. د افغانستان د مالیې وزارت وايي، هېواد ته د سګریټو په راوړلو کې د فساد مخه به نیسي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د سګریټو بیې پکې ټیټې دي او هر څوک کولای شي په اسانۍ یې وڅکوي. نور حال عبیدالله حصام لري.