بوست ساتونکي له شپږیزې بهر شول
د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزه لیګ د دویم پړاو دویمه لوبه چې د بوست ساتونکو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د بوست ساتونکو لوبډلې وبایلله او ور سره د شپږیزه لیګ له دویم پړاوه هم بهر شوه.
کابل بازانو لوبډله به سبا 'یکشنبه د سپټمبر ۲۱مه ' له بندامیر لوبډلې سره لوبه وکړي چې ګټونکې به یې له میس عینک لوبډلې سره پایلوبې ته ووځي.
د شپږیزه لیګ د دویم پړاو د دویمې لوبې پچه بوست ساتونکو لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په شپږیزه لیګ کې کابلبازانو لومړۍ ماتې وخوړه
شپږیزه: کومه لوبډله له دویم پړاو وځي
دوی په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو کابل بازانو ته د ۱۳۲ منډو هدف ور کړ.
کابل بازانو لوبډلې ور کړل شوی هدف په ۲۰م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو تر لاسه او لوبه یې وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی کریم صادق وټاکل شو چې په ۱۶ توپونو یې ۲۵ مندې وکړي او په توپ اچونه کې یې په څلورو اورونو کې ۳۲ مندې ور کړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځولي وو.
سبا پنجشنبه به کابل بازان او بند امیر لوبډلې سره لوبه وکړي چې ګټونکې لوبډله به یې د جمعې پر ورځ د سپټمبر په ۲۲مه له میس عینک لوبډلې سره پایلوبه تر سره او ګټونکې لوبډله به یې د روان شپږیزه لیګ د پنځم پړاو اتله لوبډله شي.