BBC
 شاته

د هغه امریکايي نوم څرګند شو چې حامد کرزی یې ژغورلی و

حامد کرزی د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکايي چارواکو په خبره پر حامد کرزي او ملګرو یې هغه بمباري په تېروتنه شوې وه.

د امریکا متحدو ایالتونو څارګرې ادارې سي ای اې بالاخره د خپل هغه څارګر کارکونکی بشپړ نوم څرګند کړی دی، چې ۲۰۰۱ کال کې یې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د هوايي بمبارۍ په یوه خونړۍ پېښه کې له وژل کېدو ژغورلی و.

د دوشنبې تر ورځې د دغه کارکونکي نوم یو راز بلل کېده، چې ان د دغې ادارې پخواني مشر جارج ټېنیټ هم پخپل کتاب (د توپان منځ کې) کې په بشپړه توګه نه و یاد کړی.

ټېنیټ نوموړی یوازې د ګریګ وې په مخفف نامه یاد کړی و، خو اوس د دوشنبې پر ورځ چې د سي ای اې د تاسیس له ۷۰ کلیزې سره برابره وه، دغې ادارې اعلان وکړ، چې د ګریګ وې بشپړ نوم ګریګ ووګل دی، چې هغه مهال یې د امریکايي هوايي ځواک په بمبارۍ کې پر حامد کرزي ورټوپ کړي و او هغه یې تر خپل ځان لاندې له ټپي کېدو ژغورلی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۲۰۰۱ کال کې امریکايي ځانګړي ځواکونه کندهار کې

د امریکايي چارواکو په خبره هغه بمباري په تېروتنه شوې وه.

سي ای اې نوموړي ته په ځانګړو مراسمو کې د 'ټریلبلازر ' په نامه ۸۳ مه جایزه ورکړه. سي ای اې ۱۹۹۷ کې د دغې جایزې ورکول پیل کړي او تر اوسه یې یو شمېر وتلیو ژوندیو، مړو او پخوانیو کارکوونکو ته ورکړې ده.

د کرزي د نسب شجره

سي ای اې افغانستان کې پټې اډې تړي

خوست کې د امریکايي ځواکونو پر اډې برید شوی

سي ای اې د خوست په ځانمرګي برید کې خپله نیمګړتیا ومنله

د ټېنیټ کتاب کې د ګریګ یادوونه د ۲۰۰۱ کال یوې پېښې په تړاو شوې، چې وايي پر ښاغلي کرزي او ملګرو یې بریدونه ډېر شول، نو هغوی له ګریګ نه د وتلو لپاره د چورلکې غوښتنه وکړه او نوموړي سملاسي دغه غوښتنه د سي ای اې له مرکزي دفتر سره شریکه کړه.

د ټېنیټ په وینا، ګریګ خپل مشرتابه ته هغه مهال ویلي و، چې کرزی په سویل کې یوازینی باوري اپوزیسیون مشر دی او د سیمې د پاڅون فعالیت روان ساتلو لپاره د نوموړي ژوند خورا مهم او ارزښتمن دی. د ټینیټ په وینا له هغه سملاسي وروسته هوايي ځواک ته د فعالیت امر وشو.

د انځور حقوق Getty Images

جارج ټېنیټ دغه راز په خپلو یاداشتونو کې د یوې بلې پېښې یادوونه کوي، چې له هفه دوې اونۍ وروسته طالبانو دویم ځلي د کرزي استوګنځی وموند او برید یې پرې وکړ.

نوموړی زیاتوي هغه ځل د کرزي کسان د تېښتې په حال کې و، چې ګریګ وضعیت کابو کړ او د هغه ملګري یې ځوابي برید ته وهڅول، چې په وینا یې له هغه وروسته نښته کې حالت د دفاعي پر ځای یرغلیزه بڼه غوره کړه.

د ټینیټ په وینا د ۲۰۰۱ کال د دسمبر پر پنځمه حامد کرزي د کندهار پر لور خوځښت کې د خپلو ځواکونو مشري کوله، چې بي ۵۲ ډوله امریکایۍ الوتکې پرې ۲۰۰۰ پاونډه دروند بم وغورځاوه.

نوموړی وای، که هغه مهال چې بم پر ځمکه لګېده، ګریګ ووګل پر ښاغلي کرزي خپل ځان نه وای غورځولی او له هغه سره یې پروت نه وای کړی او هغه یې نه وای ژغورلای، ښايي د راتلونکي دغه افغان ولسمشر اوس له ژونده بیل شوی وای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکايي ځانګړي ځواک یو سرتېری ۲۰۰۱ کال کې کندهار کې د حامد کرزي د استوګنځي پر لور

ګریګ ووګل چې پخوا یې د امریکا سمندري پوځ کې دنده درلوده، ۲۰۱۶ کال کې د سي ای اې د سري عملیاتو څانګې د مشر په توګه تقاعد شو او اوس په واشنګټن کې ژوند کوي.