BBC
 شاته

د ولسمشر ټرمپ واکمنۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا لومړنی سفیر

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جان باس

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه د جان باس د ټاکل کېدو ملاتړ کړی او هغه یې د دې دندې لپاره مناسب کس بللی.

جان باس به لومړنی سفیر وي چې د ولسمشر ټرمپ لخوا به د افغانستان لپاره په دنده ګومارل کېږي.

د نوي سفیر ټاکل کېدل هم په ټول کې د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې برخه ده چې د افغانستان په اړه یې اعلان کړې.

نیویارک ټایمز لیکي جان باس دا مهال په ترکیه کې د امریکا سفیر دی، او تر دې پخوا یې په جورجیا کې هم د سفیر په توګه دنده ترسره کړې.

ویل کېږي چې دی یو پخوانی او تکړه ډیپلوماټ دی چې په ۱۹۸۸ کال کې یې د بهرنیو چارو له وزارت سره دنده پیل کړې.

نوموړي په عراق او ایټالیا کې هم ماموریت ترسره کړی.

لاس انجلس ټایمز :

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني ملګرو ملتونو ته وینا کوي.

د امریکا یوې بلې ورځپاڼې لاس انجلس ټایمز بیا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وینا ځینې مهمې برخې راخیستې دي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر غني په خپله وینا کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د سپتمبر د یوولسمې له پېښې شپاړس کاله تېر شوي خو ترهګر لا هم سیمې او نړۍ ته د یو جدي ګواښ په توګه پر ځای پاتې دي.

لاس انجلس ټایمز لیکي چې ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ په څو کلونو کې ډېر پام دې ته کړی چې په هېواد کې د ننه اداري فساد له منځه یوسي او هڅه کوي چې د وسله والو طالبانو مقاومت هم ختم کړي او سولې ته یې را وبولي.

ورځپاڼه دا یادونه هم کوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې له دې چې ولسمشر شي، د افغانستان د جګړې سخت مخالف و او دا یې د امریکا لویه تېروتنه بللې وه.