BBC
 شاته

شپږیزه: کومه لوبډله له دویم پړاو وځي

د شپږیزه لیګ دویم پړاو لومړۍ لوبه د بندامیر او میس عینک لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده او دویمه لوبه به نن چهارشنبه د سپټمبر پر (۲۰)مه د کابلبازانو او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ له غرمې وروسته پیل شي.

په نننیو سياليو کې د بند امير او میس عينک اتلانو له ډلې به ګټونکې لوبډله پايلوبې ته لار ومومي او دويمه سيالي چې د کابلبازانو او بوست ساتونکو تر منځ ده، بايلونکې لوبډله به يې له شپږيزې سياليو بهر شي.

کابلبازان که بوست ساتونکي کور ته ځي؟

په کریکټ کې سل په سلو ستونزمنه ده چې وار له مخه دې بایلونکې او ګټونکې لوبډلې په ګوته شي، خو په شپږیزه لیګ کې د لوبډلې مخکینیو لوبو ته په کتو د راتلونکو لوبو ګټونکې او بایلونکې لوبډله اټکلېدای شي.

په اتلسمه لوبه کې د بوست ساتونکو پرتله د کابلبازانو لوبډلې توپوهنه پیاوړې برېښي.

د کابلبازانو لوبډلمشر د شپږیزې تر ټولو ډېرې منډې کړې دي.

اصغر ستانکزي په پنځو لوبو کې ۱۸۱ منډې کړې چې دا په روانه شپږیزه کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

پر اصغر سربېره له کابلبازانو لوبډلې حشمت شهیدي هم شته چې په روانه شپږیزه کې یې په پنځو لوبو کې ۱۵۲ مندې کړې چې د روانې شپږیزې پنځمې ډېرې منډې دي.

کابلبازانو سره دا ځل د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق هم شته چې په روانه شپږیزه کې ښه ځلېدلی دی.

نوموړي په پنځو لوبو کې ۱۳۳ منډې کړې چې په ټول کې د شپږیزې لسمې ډېرې منډې دي.

د کابلبازانو لوبډلې توپ اچوونکي هم ښه دي، خو په لوبغالي کې نندارچیانو بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل:

د کابلبازانو پرتله د بوست ساتونکو توپ اچونه پياوړې ده، خو د بوست ساتونکو لوبډله بیا د شپږیزې په تېرو لوبو کې هغسې چې تمه وه، ښه نه ده ځلېدلې.

د دې لوبډلې پیاوړی توپوهونکی (ډیلپورټ) چې په روانه سلیزه کې یوازینی لوبغاړی و چې سلیزه یې وهلې وه، په راتلونکو لوبو کې له بوست ساتونکو سره نشته.

که څه هم پر ځای یې د سریلنکا ملي لوبډلې پیاوړی توپوهونکی (جیون مینډیس) له بوست ساتونکو سره یو ځای شوی او نن به په لومړي ځل د لوبې ډګر ته را کښته شي، خو د ښې لوبې کولو په اړه يې شکونه شته.

په بوست ساتونکو لوبډله کې بل لوبغاړی نوروز منګل دی چې د ښې توپوهنې تمه ترې کېږي.

نوموړي تر دا دمه په شپږیزه کې پنځه لوبې کړې او ۱۳۷ منډې یې جوړې کړې دي چې په ټول کې د شپږیزې نهمې لوړې منډې دي.

د بوست ساتونکو لوبډلې لپاره که په راتلونکې لوبه کې ګلبدین نایب وځلېږي، نو د لوبې پایله بدلوی شي.

نوموړي نه یوازې چې د بوست ساتونکو لوبډلې لپاره ښې منډې جوړې کړې، بلکې په روانه شپږیزه کې یې نهه ویکټې هم اخیستې دي چې دا په ټول کې د شپږیزې دویمې ډېرې ویکټې دي.

په لوبغالي کې د کرېکټ ماهرین وايي، که بوست ساتونکي په توپوهنه، توپ اچونه، توپ نیونه او ان لوبډلمشرۍ کې ښه لوبه ونه کړي، نو ګلبدین نایب او مېنډس چې په لوبغالي کې نوی هم دی، نه شي کولی خپله لوبډله کورته له تلو را وګرځوي.