BBC
 شاته

نبي: یو وخت داسې ښکارېدله چې موږ لوبه وبایلله

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
نبي د زاهد خان ستاینه وکړه چې ډېره ښه لوبه یې وکړه او پنځه لوبغاړي یې وسوځول

د شپږیزه لیګ د دویم پړاو لومړۍ لوبه چې د میس عینک او بندامیر لوبډلو ترمنځ وشوه، میس عینک لوبډلې وګټله او نېغ په نېغه یې د شپږیزه لیګ پایلوبې ته لار ومونده.

د لوبې پچه د بندامیر لوبډلمشر راشد ارمان وګټله او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.

میس عینک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې بندامیر هغې ته د اتو لوبغاړو په سوځېدو د (۱۶۴) منډو هدف ور کړ.

بندامیر لوبډلې ونه کولای شول ور کړل شوی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله یې د شلم اور په لومړي توپ د (۱۴۰) منډو تر جوړولو وروسته وسوځېده.

د لوبې غوره لوبغاړی ظاهر خان شو چې په توپ اچونه کې یې د بندامیر لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.

د انځور حقوق ACB
Image caption ظاهر خان د بنګله دېش غوره لیګ ته هم غوره شوی

ظاهر خان پکتین په چپ لاس ورو توپ اچوي چې په توپ اچونه کې یې د خپل ځانګړي انداز له امله د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

نوموړی د هغو افغان کرېکټ لوبغاړو له ډلې دی د بنګله دېش د غوره لیګ په پنځم پړاو کې پېرل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې ظاهرخان پکتین په بهرني نړیوال لیګ کې د لوبېدو چانس تر لاسه کوي.

میس عینک لوبډله د شپږیزې لیګ فاینل ته ووتله او بندامیر لوبډله به د راتلونکې لوبې له ګټونکې هغې سره خپل بخت یو ځل بیا و ازمويي.

د انځور حقوق Acb

راتلونکې لوبه د بوست ساتونکو او کابلبازانو ترمنځ تر سره کېږي چې بایلونکې لوبډله به یې له دویم پړاوه بهر شي او ګټونکې به یې له بند امیر سره سبا (د سپټمبر ۲۱مه) لوبه تر سره کړي.