BBC
 شاته

د ملګرو ملتونو په عمومي غوڼده کې د ولسمشر غني بشپړه وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

ښاغلی ولسمشر، او د هېوادونو او حکومتونو ښاغلیو مشرانو!

نن چې زه دلته ستاسې په مخکې ولاړ یم، د هغو هوښیارو نارینه وو او ميرمنو یادونه کوم چې په ۱۹۴۵ کې یې له تاریخ د زدکړې او په زدکړه د عمل کولو د ځانګړي قابلیت مظاهره وکړه.

هغوی د دوهمې نړیوالې جګړې له پایلو زدکړه وکړه، او د یو لړ بنسټونو د رغولو له لارې یې یو نړیوال نظم رامنځته کړ، چې د دې نظم په وسیله راتلونکو نسلونو ته د امنیت او ثبات فرصت برابر کړي.

هغه مهال ملګري ملتونه، نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او نور بنسټونه پر همدې اساس رامنځته شول چې د نړیوالو ننګونو د مقابلې په برخه کې همغږي رامنځته او د انسانیت پر خلاف جرایمو ته د پای ټکی کېږدي.

د هغو ځیرکو وګړیو د تصور او هڅو په کچه، وسعت، او چټکتیا کې ښایي لږ خلک شک ولري، خو دا فیصله به تاریخ ته پرېږدو چې دا بنسټونه به د نن او سبا ننګونو ته څنګه ځواب ووایي.

موږ نن د نړیوالو رهبرانو په توګه، په دې هڅه کې یو چې د شلمې پېړۍ د لوبې پر اصولو ځان پوه او ډاډ کړو خو د نن په پرلپسې بدلېدونکې نړۍ کې، ابهام زموږ د وخت تر ټولو اوڅاره ځانګړتیا ده.

که نن زموږ اقتصاد، امنیت، او ارزښتونو ته را پېښ ګواښونه تر نظر تير کړل شي، دا ډول ابهام ډېر په اسانه تر سترګو کېدی شي.

د عوایدو او پانګونې ناانډولتیا

د انځور حقوق UNGA
Image caption ولسمشر غني ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال

په دې خبره تقریبي اجماع موجوده ده چې پرمختللي اقتصادي ځواکونه لا هم د پرمختګ د یوه داسې ماډل په رامنځته کولو نه دي توانيدلي چې د بې کارۍ پر زیاتوالي برلاسي شي او د عوایدو او سرمایې د ناانډولتیا کچه را ټیټه کړي.

له همدې امله لا هم د اقتصادي بحران له ګواښ سره مخ یو.

د سپټمبر د یوولسمې تر تراژېدۍ شپاړس کاله وروسته هم د دې شاهدان یو چې د نادولتي عناصرو خشونت(تاوتریخوالي)، د سیاسي خشونت د پنځم موج شکل اختیار کړی دی.

د پرلپسې بدلېدونکو ترهګریزو شبکو فعالیت، جرمي سازمانونو، برېښنایي جرایمو او له ترهګرۍ څخه د دولتونو د ملاتړ اوسنۍ وضعې ته په کتلو ویلای شو چې د خشونت پنځم موج به لنډ مهالی نه وي او په لسیزو لسیزو به نړیوال امنیت وګواښي.

په شلمه پيړۍ کې نړۍ د فاشیزم د په شا تمبولو لپاره لاس سره یو کړ تر څو په ډیموکراټیکه فضاء کې د خلکو ازادۍ تضمین شي.

نن هماغه ازادۍ بیا د نړیوالې ترهګرۍ تر برید لاندې دي. ترهګري یواځې پر انساني ژوند او لومړنیو ازادیو برید نه دی، بلکې د تابعیت پر میثاق او د ملي دولتونو او ولسونو پر اړیکو او هغو ارزښتونو برید دی چې د ډیموکراټیکو ټولنو سالمیت او ازادي تضمینوي.

موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسې اوږدمهالی حل ولرو چې د ترهګرو د اوږدمهالې ایجنډا مقابله پرې وکړای شو.

د روهېنګا سره زور زیاتی غندل

د انځور حقوق Reuters
Image caption میانمار کې د تاوتریخوالي له امله نږدې څلور لکه روهېنګیا بنګله دېش ته اوښتي.

وروستۍ خبره دا چې که څه هم د بشر د حقونو د میثاق احکام د نړۍ د اکثرو هيوادونو په اساسي قوانینو کې مدغم شوي، خو د بشریت پر خلاف جرایم لا هم په دردناکه او منظمه بڼه ترسره کيږي.

د روهنګي ولس نژادي تصفیه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده. د انګ سانسوچي اوږد سکوت غموونکی و، ځکه موږ تمه درلوده چې هغه به د بشري حقونو د ننګې د یوې ممثلې په توګه، اصولو ته پر واک ترجیح ورکړي.

غواړم افغانستان ته د بشري حقونو په کمېټه کې د غړیتوب حاصلولو هرکلی وکړم، چې افغانستان د داسې مهمو بشري مسایلو په بحث کې لا مرکزي نقش ولري

په یوویشتمه پېړۍ کې د ویجاړوونکیو او ستونزمنو بدلونونو مقابله په نړیواله، سیمه ییزه، ملي، محلي او د افرادو په کچه یوځایي او همغږي اقدامات لازموي.

د ملګرو ملتونو داسې اداره، چې درناوی، موثریت او وړتیا ولري، د وخت غوښتنه ده.

موږ باید خپل د شلمې پېړۍ بنسټونه آزموینې ته وړاندې کړو.

په دې مناسبت زه جلالتماب میروسلاف لجکک ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۲م اجلاس د مشرتابه مبارکي وایم.

غواړم د په تيره دوره کې د جلالتماب پيټر ټامسن د هڅو یادونه او قدرداني وکړم او هم د جلالتماب سرمنشي ګوتیرس له خوا د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو د پیل هرکلی کوم.

ملګرو ملتونو کې د سمون غوښتنه

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان ولسمشر د افغانستان په هکله د ډونلډ ټرمپ ستراتیزي نوی ګام وباله.

که نن د ملګرو ملتونو موسسه نه وی، موږ به یې د نن د اړتیاوو د ځوابولو لپاره د دې موسسې د رامنځته کولو اړتیا محسوسه کړې وی.

په اوسنۍ نا مطمئنه فضا کې د بشري حقونو د نړیوال میثاق د ژمنو ترسره کول د دې اړتیا پيښوي چې د ملګرو ملتونو د موسسې اساسي وظایف له سره وکتل شي، کاري پروسې یې له سره وسکښتل شي.

د دې سازمان ارزښتونه او کاري کلتور له سره احیاء شي، او د حساب ور کولو په نظام کې یې سمون راوستل شي.

د دې لپاره چې د ملګرو ملتونو موسسه زما د هيواد په څير د یوه هيواد لپاره معنا ولري، باید د یوه وجود په توګه دنده ترسره کړي، چې دا هدف لا هم نه دی ترلاسه شوی.

د ملګرو ملتونو د استاځیو کوم میراثي ماډل چې موجود دی او د تخنیکي مرستو او ظرفیت جوړولو د یوې وسیلې کار ور څخه اخیستل کيږي، باید د بازار ازموینې، په تيره د قیمت او ارزښت پرتلې، او د حکومت، خصوصي سکتور او نادولتي موسسو پرتله د نتیجو د پایدارتوب ازموینې ته وړاندې شي.

دوه طرفه حسابورکړه د همکارۍ او د شراکت د پراختیا او اعتماد جوړونې ازمویل شوې لاره ده.

زه ویاړم چې په دې پرتمینه غونډې کې د افغانستان د خلکو په استاځۍ برخه اخلم او وینا کوم.

موږ سختۍ، محرومیت او وچکالۍ په متانت زغملې دي. د تيري مقابله مو په زړورتیا کړې ده او تل مو په وطندوستۍ له خپلې خاورې دفاع کړې ده.

موږ هم -- د یوه ملت، یوه دولت، او یوه ولس په توګه، له هغو ننګونو او فرصتونو سره ځان له سره عیاروو چې په یوویشتمه پيړۍ کې ورسره مخامخ یو.

له ګاونډیانو غوښتنې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني پر پاکستان غږ وکړ چې د دولتونو په کچه ور سره دوه اړخیز بحت ته کېني.

د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي اسیا د ثبات په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایدار شراکت تجدید شوی او نوی رخ(سا) یې اخیستی دی.

موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې سیخ کړي یو، هرکلی کوو.

د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړې هیله درلوده.

موږ اوس د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د هڅو شریکولو لپاره له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو ښه موکه لرو.

زه پر پاکستان غږ کوم چې له موږ سره، رفاه ته د رسيدلو لپاره، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي.

افغان حکومت دا ثابته کړې چې د خپلې داخلي پروسې له لارې، لکه چې له حزب اسلامي سره یې د سولې په تړون ثابته کړه، سولې ته ژمن دی.

اوس موږ پر خپلو ټولو نږدې او لرې ګاونډیانو غږ کوو چې د کابل پروسې له لارې د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره له موږ سره په هر اړخیزو هڅو کې همکاري وکړي.

بیا هم، په داسې حال چې وړاندې ګامونه اخلو، له د نړیوالو همکارانو د لیدلوري د بدلیدو غوښتنه کوو.

له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان جګړې ته د کورنۍ جګړې په سترګه کتل کېږي، خو دا جګړه زموږ په خاوره کې نه، بلکې زموږ پر خاوره ده.

د ترهګرۍ لومړۍ کرښه

د انځور حقوق Getty Images

نن ورځ د افغانستان پر خاوره څه باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

د افغانستان راتلونکی ځکه اهمیت لري چې موږ د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کار کې د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې یو.

زموږ زړور سرتیري هره ورځ د دې موخې لپاره جنګيږي او قرباني ورکوي او د افغانستان د واکمني لپاره جنګیږي.

که څه هم، موږ افغانان پر لومړۍ کرښه یو، خو د ترهګرۍ ګواښ پولې نه پيژني.

د ترهګرو ډلو لپاره پر کابل او یا هم بروکسل، پاریس ، بارسلونا ، لندن او یا بل هر ځای برید هماغه ډول بریا ده.

د ولسمشر ټرامپ په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو، چې موخې یې پولې نه پيژني، د پناه ځیو نه منل او له منځه وړل هم شامل دي.

ډاډمن یم چې د ځانبسیاینې او سمون په برخو کې زموږ پروګرامونه چې نړیوال ملاتړ ور څخه کیږي ، موږ به یو ځل بیا د پیاوړتیا او ځانبسیاینې په لور بوځي.

خو له دې سره سره، یوازې د نړیوالو همکارانو مرستې او ژمنې موږ په افغانستان کې یوځایي بریا ته نشي رسولای، د بریا کیلي په حقیقت کې، له موږ افغانانو سره ده.

د بدلون لسیزه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني وايي، نږدې ۴۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي.

نن چې د بدلون لسیزي ته د افغانستان د داخلولو لپاره زموږ د کار دوه نیم کاله کيږي، موږ افغانستان د ثبات پر یوه ډګر بدلوو.

اساس اېښودل شوی، موږ د اصلاحاتو لاره معلومه کړې او په شدت یې تعقیبوو.

په مشخص ډول، موږ د فاسدانو تعقیب پيل کړی، په امنیتي سکټور کې فساد پای ته رسوو.

د اړیکو پر اساس رامنځ ته شوي سیستمونه د وړتیاوو پر اساس په ولاړو سیستمونو بدلوو او په مالي پروسو کې مو د شفافیت لپاره کار پیل کړی دی.

موږ همدارنګه د ټولنې هغو وګړیو؛ ځوانانو، میرمنو او بیوزلو ته پاملرنه کوو چې تل هير کړل شوي خو همدوی د ملت د مقاومت اساس جوړوي.

هغه نسل چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې لوی شوی او اوس د ټولنې ډیره برخه جوړوي، د هېواد د سرتاسري رهبرۍ اعتماد پرې شوی دی.

په هر ډګر کې د ځوانانو د غښتلتیا له امله یو نسلي تغییر د راتګ په حال کې دی.

دا نسل به حکومتي اداره خدمت محوره او ولس محوره ادارې ته واړوي.

افغان ميرمنو بې شانه خواریو کې، ځانونه هر خطر ته سپر کړل، خو زموږ د ټولنې اوبد او اړیکې یې ژوندۍ وساتلې.

خو دوی تر وروستۍ کچې، په ټولنه کې له پامه غورځول شوې دي.

دا حالت د منلو نه دی او قیمت یې زموږ ملت ادا کوي.

خو نن ورځ د افغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخت ډیرې افغان میرمنې په حکومت، کاري ځواک، او مدني فعالیتونو کې ښکيلې دي. خو لا هم ډېر مزل په مخ کې دی.

اوسمهال شپږ میرمنې د سفیرانو او څلور میرمنې د کابینې د وزیرانو په توګه کار کوي.

په ساده ټکیو، د ښځو غښتلتیا زموږ د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

افغانستان په اقتصادي مرکز بدلول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر وايي، د ځوانانو د غښتلتیا له امله په هر ډګر کې نسلي تغیر را راون دی.

بیوزلي، میرمنې او ځوانان له توکمیز، ژبني، جنسیتي او مذهبي کرښو ور اخوا، زموږ د هيواد عددي اکثریت جوړوي.

شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان اوس هم د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي،

څیړنې ښيي بیوزلي ځکه هم اوږدمهالي کيږي چې د یوه ماشوم د دماغ پر ساینسي جوړښت اغیز کوي.

موږ باید بیوزلي په پښو ودروو. بيوزلي له ډېرې مودې راهیسې زموږ د هېواد ساکت اکثریت جوړوي.

موږ د خپلې ټولنې اړیکې او جوړښتونه له سره احیاء کوو کې چې په خپل دولتي کلتور کې تغییر راولو.

البته نه یوازې په کور دننه بلکې له هيواده د باندې هم د خپلو روابطو د تقویې لپاره لاس پر کار یو.

لکه څنګه چې موږ په سهیلي او مرکزي اسیا کې خپلو ګاونډیو سره د اړیکو غوښتونکي یو همدارنګه په نړیواله او سیمه ایزه کچه هم غواړو چې له هيوادونو سره وصل او نږدې اړیکي ولرو.

افغانستان به په ۲۱ پیړۍ کې یو ځل بیا د لیږدرالیږد، انرژۍ، اوبو او د کانونو د استخراج په برخه کې د سیمې دهوساینې او اقتصادي امنیت به ډګر بدل شي.

موږ همدا اوس، د خپلو هڅو د پایلو شاهدان یو، له مرکزي اسیا څخه سوېلي اسیا ته د انرژۍ د پروژې د ليږد د مزو غځيدنه تر کار لاندې ده.

د ترکمنستان د رېلګاډي پټلۍ زموږ پولې ته را رسيدلې او د تاپي د ګازو نللیکه د جوړیدو په حال کې ده.

د اقتصادي پرمختګ د مرکزیت غوره کولو د هڅو په درشل، موږ غواړو چې له خپلو سیمه ییزو همکارانو سره د ګډ کار فرصتونه ترلاسه کړو.

موږ ته اوس، د یوویشتمۍ پيړۍ د ابهاماتو، ځانګړیو ننګونو او تهدیدونو په رڼا کې جوتيږي چې د افغانستان قضیه د شلمې پيړۍ د تصوراتو پر اساس چې لا هم نړیوال نظم پرې متکي دی، په یوه پيچلتیا بدله شوې ده.

په داسې حال کې چې زموږ پر خاوره د نړیوال تروریزم ګواښ لا هم زموږ د هيواد پر تصور سیوری غوړولی او له ډېرې مودې یې د افغانانو برخلیک تر اغي ز لاندې راوستی.

د انځور حقوق Getty Images

خو موږ اوس هم لوړ ظرفیت لرو چې په سیمه کې د سولې په استازي، د اقتصادي رفاه په مرکز او د دیموکراتیکو ارزښتونو په روښانه مثال بدل شو.

د رومي د زیږیدو ټاټوبی اوس هم د مینې، سولې او هیلې پيغام وړاندې کوي.

افغانستان به یووار بیا د مدنیتونو د دیالوګ په مرکز، او د همپالنې، زغم او پخلاینې د کلتور په یوه نمونه بدل شي.

ډاډمن یم چې د ځانبسیاینې او اصلاحاتو په برخو کې زموږ پلانونه او پروګرامونه به د نړیوالو شریکانو په ملاتړ، زموږ د بشپړ ظرفیت او توان ترلاسه کيدلو ته لاره هواره کړي.

مننه