BBC
 شاته

د مکسیکو زلزله کې د وژلو شویو شمير له ۱۴۰ پورته شو

د انځور حقوق EPA

مکسیکو کې سختې زلزلې پلازمېنه مکسیکو ښار او درې نورو ایالتونو کې ودانۍ ونړولې.

تراوسه د زلزله وژلو( په زلزله کې وژل شوي کسان) شمېر له ۱۴۰ پورته شوی دی.

خو له کنډوالو د لاندې کسانو د اېستلو هڅې روانې دي او وېره شته چې د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.

* ایټالیا کې زوروره زلزله شوې

* مکسیکو کې زلزله: د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی

په زلزله کې د ۲۱ ماشومانو وژل کېدل منل شوي او ځینې نور د یوه ښوونځي له نړېدو وروسته ورک شوي دي.

له دې زلزلې وروسته په ټیکسیکو ښار کې هوايي ډګر تړل شوی او د ښار له ودانیو خلک وتلي دي.

د ۳۲ کاله پخوانۍ زلزلې پر نېټه بله زلزله

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption د زلزلې له امله ځینې ودانیو کې اور لګېدلی دی.

دا زلزله په داسې مهال وشوه چې په مکسیکو کې د ۳۲ کاله پخوانۍ سختې زلزلې یاد کېده.

په هغه زلزله کې له لس زرو ډېر کسان وژل شوي وو.

د معلوماتو له مخې کله چې اوسنۍ زلزله کېدله، په څو ښارونو کې د خطر زنګ ووهل شو، خو ډېرو خلکو فکر کاوه چې د هغې تاریخي زلزلې د یاد لپاره دا زنګ کړنګول کېږي.

* "ستره خو له نېکه مرغه ژوره زلزله"

* د افغانستان او پاکستان زوروره زلزله

چارواکي وايي، مورلس ایالت کې ۵۵، مکسیکو ښار کې ۳۲، پوبلا ریاست کې ۲۹ او مکسیکو ایالت کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د مکسیکو ولسمشر له خلکو غوښتي چې سړکونو ته ونه وځي، ځکه دغه کار یې مرستندونه هڅې زیانمنوي.

چارواکو له خلکو دا هم غوښتي چې سړکونو کې سیګرټ ونه لګوي، ځکه د زلزلې له امله ګاز لیکې ویجاړې شوې او شونې ده چې ګاز به لیک وي.

د برېښنا او ټلېفون نشتوالی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مرګ ژوبلې د ډېرېدلو وېره ده.

زلزله ځپلو سیمو کې ټلېفون کار نه کوي او درې میلونه او اته لک خلک برېښنا هم نه لري.

د مکسیکو ښاروال له ځايي تلوېزون سره مرکه کې وویل چې په ۴۴ سیمو کې ودانۍ نړېدلې دي او مرستندونه هڅې روانې دي.

د یادولو ده چې دوه اونۍ وړاندې هم مکسیکو کې اته اعشاریه یو رېختر زلزله کې ۹۰ کسان وژل شوي و.

د امریکا جیالوجي سروې وايي دا زلزله د مکسیکو ښار سره نږدې مرکز لري او ژور والی یې هم یواځې ۵۱ کیلومتره دی.

د خبرونو له مخې د مکسیکو ښار په ځینې سیمو کې اور هم لګېدلی دی.