BBC
 شاته

غني: طالبان او ملګري یې له پوځي لارې جګړه نشي ګټلی

د انځور حقوق Getty Images

افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د افغاستان او سیمې لپاره د امریکا ستراتیژي وستایله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي.

د نوموړي په خبره، طالبانو د زور له لارې جګړه نشي ګټلی.

هغه دا هم وویل، چې د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي اسیا د ټیکاو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر اعلان را وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایښتي شراکت نوی شوی دی.

"موږ اوس د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د هڅو شریکولو لپاره له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو ښه موکه لرو. موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې سیخ کړي یو، هرکلی کوو".

د هغه په خبره، د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړې هیله درلوده.

"د دي تګلارې پیغام دا دی چې طالبان او ملاتړي یې له پوځي لارې د اجګړه نشي ګټلی یواځې د سیاسي لارې سوله راتلی شي.

"زه د طالبانو پر ټولو ډلو غږ کوم چې د افغانانو ترمنځ خپلمني خبرو ته کېني"

اشرف غني ټینګار وکړ چې افغان جګړه په دغه هېواد کې نه بلکې د افغان خاورې پر سره ده او د افغانستان پر خاوره څه باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

نوموړي دا هم وویل چې ځینې اورپکو ته ګاونډیان پنا ور کوي او ملاتړ یې کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته کېني.

افغان ولسمشر په پاکستان غږ وکړ چې په دولتي کچه له افغانانو سره خبرو ته کېني.

"زه پر پاکستان غږ کوم چې له موږ سره، رفاه ته د رسيدلو لپاره، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي".

ولسمشر غني له حزب اسلامي سره د سولې په تړون په یادولو سره وویل، افغان حکومت دا ثابته کړې چې د خپلې کورنۍ پروسې له لارې سولې ته ژمن دی.

"اوس موږ پر خپلو ټولو نږدې او لرې ګاونډیانو غږ کوو چې د کابل پروسې له لارې د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره له موږ سره په هر اړخیزو هڅو کې همکاري وکړي".

ولسمشر غني په تېره لسیزه کې پر افغان چارواکو نیوکه وکړه چې د سمون لپاره یې زرین چانس له لاسه ور کړی، داخلي فساد یې ډېر کړی او ویواځې خپل جیبونه یې ډک کړي دي.

ولسمشر غني دا هم وویل، د بدلون لسیزي ته د افغانستان د داخلولو لپاره یې د کار دوه نیم کاله کيږي.

د هغه په خبره، په دغه لسیزه کې به افغانستان د ثبات پر یوه ډګر بدل کړي.

هغه وویل، د فساد ختمولو هڅې کوي، ځوانانو ته کاري چانس ور کوي او د بې وزلۍ د له منځه وړلو هڅې کوي. موږ د فاسدانو تعقیب پيل کړی، په امنیتي سکټور کې فساد پای ته رسوو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتو عمومي ناستې ته په وینا کې د میانمار د روهېنګا مسلمانانو د وژنې په وړاندې د دغه هېواد د مشرې انګ سان سوچي چوپتیا خواشینوونکې وبلله.

د هغه په خبره، د روهېنګيا ولس توکمپاکونه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده.

د انګ سانسوچي اوږد سکوت غموونکی و، ځکه موږ تمه درلوده چې هغه به د بشري حقونو د ننګې د یوې ممثلې په توګه، اصولو ته پر واک ترجیح ورکړي.