د مشال خان وژنې قضیه کې ۵۷ کسان رسماً تورن شول
پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان وژنې قضیه کې ۵۷ کسان د سې شنبې پر ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا په رسمي ډول تورن بلل شوي دي. مشال خان د روان کال اپریل میاشتې پر ۱۳ مه نېټه ګڼو کسانو په ډزو او وهلو، ډبولو وژل شوی و.
د خیبر پښتونخوا هریپور سیمه کې دغې مخکې د شاهدۍ لپاره له ټولټال ۶۰ شاهدانو نه ۱۸ کسان د چهارشنبې پر ورځ غوښتي دي.
د تورنو کسانو لخوا د ضمانت بدل کې د خوشي کېدو پر غوښتنلیکونو به د روانې میاشتې پر ۲۶ نېټه پرېکړه کېږي.
د مشال خان پلار اقبال خان بي بي سي ته ویلي، محاکمه به اونۍ کې درې ورځې روانه وي. د نوموړي په وینا په ظاهره داسې معلومېږي، چې محکمه غواړي ژر د دغې قضیې پرېکړه وکړي.
د مشال خان دوسيه د اېبټ اباد ترهګرۍ ضد محکمې ته ولېږدول شوه
"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"
د مشال خان پلار له مردانه دوسیه لېږدول غواړي
د مشال خان وژونکو پر نوموړي تور پورې کړی و، چې مذهب ته یې سپکاوی کړی دی، خو وروسته یوه ګډ څېړنیز پلاوي داسې کوم ثبوت و نه موند.
پر خواله رسنیو د مشال خان وژل کېدو له ګڼو ویډیويي کلیپونو وروسته ځايي پولیسو د پېښې په تړاو فعالیت پیل کړی و.
د مردان سیمې پولیسو دې لړ کې ۵۷ کسان نیولي وو. د وکیل شهاب خټک په خبره د پېښې څېړنې لپاره عصري مېتودونه کاروول شوي دي.
د مشال خان پلار غوښتنه کړې وه، چې محاکمه مردان کې و نه شي، ځکه په وینا یې دغې محکمې ته د نوموړي تګ راتګ به خوندي نه وي.
پېښور سترې محکمې امر کړی و، چې قضیه باید ترهګرۍ ضد محکمې ته ولېږدول شي او اوس په هریپور زندان کې دننه دغه محاکمه روانه ده.