BBC
 شاته

افغان پوځ ته اول ځل د امریکا بلک هاک چورلکې ورسېدې

ر د انځور حقوق RS
Image caption اول ځل افغان پوځ بلک هاک چورلکې ترلاسه کوي.

د ناټو په مشرۍ د پرېکند ملاتړ ځواکونه وايي، لومړنی بلک هاک چورلکه یې د یکشنبې په ورځ افغان پوځ ته وسپارله.

لومړنی بلک هاک چورلکه د دوشنبې په ورځ کندهار هوايي ډګر ته ورسېده.

ناټو وايي، افغان پوځ ته دا ډول چورلکې ور کول به د افغان هوايي ځواکونو د پراختیا، مهارت او ټیکاو سبب شي.

* پېچلې جګړه زياتېدونکي ګواښونه

* ناټو: تر ۲۰۲۰ افغان امنیتي ځواکونه تمویلوو

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي، چې ټاکلې ده امریکا دا ډول څلور نورې چورلکې راتلونکې اونۍ افغان پوځ ته وسپاري.

دفاع وزارت وايي، د ټانکونو او سپکو وسلو په ګډون اوس د افغان پوځ ټول تجهیزات امریکايي دي.

پوځ ته د امریکايي چورلکو ور کول د دې ځواکونو ترمنځ همغږي زیاتولی شي.

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني وايي، دا مهال سلګونو افغان پیلوټان امریکا کې روزل کېږي.

تېره اونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ته لاړ و او ویې ویل چې امریکا به تر راتلونکو دوو اونیو شپږ چورلکې افغان پوځ ته ور کړي.

مخکې هم ښاغلي غني ویلي و چې امریکا د افغان هوايي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۸۶۰ میلیون ډالره مرسته کړې او تر ۲۰۱۸ کال به افغان پوځ پر امریکايي چورلکو سمبال شي.

* ''امریکا له افغان هوايي ځواکونو سره څه باندې ۲ میلیارد ډالر مرسته کړې''

* افغان هوايي ځواک له امریکا د A-29 جنګي الوتکو لومړۍ جوپه تر لاسه کړه

د هغه په خبره، افغان هوايي ځواکونو ته د دې تجهیزاتو د ژر نه رسېدلو وجه دا ده چې ټول افغان پیلوټان د روسیې د الوتکو له سیستم سره بلد دي او پر مسکو له بندیزونو وروسته افغانستان روسۍ الوتکې اخیستلی نه شي.

ښاغلي غني وویل چې په سلګونو افغان پیلوټان اوس په امریکا کې زدکړې کوي.

د افغان پوځ الوتکې او چورلکې

د انځور حقوق RS
Image caption لومړنۍ الوتکه کندهار ته رسېدلې ده.

د افغانستان د هوايي ځواکونو لوی قومندان عبدالوهاب وردګ مخکې ویلي و چې افغان هوايي ځواکونه څلور یونټونه لري.

د هغه په خبره، دوه یونټونه یې کابل، یو کندهار او بل هم د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې دی.

امریکا له دې مخکې هم د اې ۲۹ په نوم څو جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته ور کړې دي.

پر دې سربېره هند هم د MI۲۵ په نوم درې چورلکې افغانستان ته سپارلې دي.

د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو پلټونې ادارې یا سیګار پر ۲۰۱۶ کال وویل، چې افغانستان دمګړۍ د MI ۳۵ په نوم ۱۱ چورلکې، د Mi۱۷ په نوم ۵۲ چورلکې، د MD۵۳۰ په نوم ۱۶ چورلکې، د C۲۰۸ په نوم ۲۶ الوتکې او د C-۱۳۰ په نوم څلور الوتکې لري.