BBC
 شاته

حکمیتار: ګاونډیان دې کورنۍ او بهرنۍ جګړې ته افغانان نه لېږي

Image caption ګلبدین حکمتیار کابل ته تر راتلو وروسته لومړی ځل ولایتي سفر هرات ته کوي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر ګاونډیو هیوادو غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

نوموړي وویل، له ټولو ګاونډیان غواړي چې له افغانانو سره د جګړې پای ته رسولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي حکمتیار کوم هېواد ته ګوته ونه نیوله، خو زیاته یې کړه، چې ټول ګاونډي هېوادونه دې په افغانستان کې پر جنګ پانګونه نه کوي.

"افغانستان ته وسلې مه رالېږئ، د افغانانو له بې چاره ګۍ استفاده مه کوئ، د خپلو شومو موخو لپاره یې د افغانستان داخل او بهر ته د جګړې لپاره مه لېږئ".

* افغان لوی درستیز: ایران طالبانو ته پوځي تجهیزات ورکوي

* پاکستان ریښتیا هم له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی؟

که څه هم دلته حکمتیار د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو له کلونو راهیسې پر ایران تور لګېږي چې په دغه هېواد کې افغان کډوال په تېره شیعه یان د سوریې جګړې ته لېږي.

له بلې خوا نږدې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د و سلوالو ځواکونو لوی درستیز هم ومنله چې ایران د وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي.

جنرال شریف یفتلي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي داسې اسناد لري چې د افغانستان په لویدیځ کې ایران له طالبانو سره د پوځي امکاناتو مرسته کوي.

Image caption د ګلبدین حکمتیار وینا ته په زرګونو کسان ور ټول شوي وو.

ګلبدین حکمتیار د هرات په لوی جامع جومات کې د سې شنبې په ورځ دا خبرې وکړې.

کابل ته تر رسیدو وروسته په خپل لومړني ولایتي سفر حکمتیار هرات ته تللی.

هرات د نوموړي د نفوذ ځای نه ګڼل کېده، خو دې وینا ته یې په زرګونو کسان ور ټول شوي وو.

ګلبدین حکمتیار په خپله وینا کې هیله او خوشبیني څرګنده کړه چې سوله به ډير ژر افغانستان ته راشي.

"ټول اړخونه او ګوندونه باید یوه مشترکه موضوع ولری چی د طالبانو سره د سولی لار هواره کړي".