BBC
 شاته

افغانستان کې هغه کاروبارونه په ډېرېدو دي چې ښځې یې پر مخ بیايي

په افغانستان کې اوس، ډېرې ښځې خپل سوداګريز کاروبارونه لري. دا مېرمنې وايي دلیل یې دا دی چې اوس د ښځو په حالت کې یو څه ښه والی راغلی دی او د دوی لپاره امکانات هم په ډېرېدو دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم وايي، چې اوس هغه کاروبارونه په زیاتېدو دي چې ښځې یې پر مخ وړي او یا یې مشري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې، په ټول افغانستان کې د کاري ځواک یوازې شل سلنه یې ښځې دي.