شړل شوی افغان پناه غوښتونکی له کابله لندن راوستل شو
افغان پناه غوښتونکی صمیم بېګزاد چې برتانیا کې د محکمې له حکم سربېره بیا هم افغانستان ته شړل شوی و، تېره شپه بېرته لندن ته راوستل شو.
د برتانیا د کورنیو چارو وزیره امبر رد محکمې ته په سپکاوي تورنه شوې. ځکه د ښاغلي بېګزاد تر استولو وړاندې دغه وزارت د محکمې له پرېکړې خبر شو و خو بیا یې هم بېګزاد کابل ته واستوه.
محکمې د ښاغلي بېګزاد د شړل کېدو پر ضد حکم کړی و.
ښاغلی بېګزاد بېګا پر ۱۰:۴۵ دقیقو لندن ته ورسېد او اجازه ورکړل شوه خپلې پالونکې کورنۍ ته ستون شي.
صمیم بیګزاد دوه کاله وړاندې برتانیا ته له ناقانونه لارو رسېدلی و او لومړي سر کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه.
د ده د پلار پناه غوښتنه لا وړاندې برتانیا کې منل شوې ده او له ۱۰ کلونو راهیسې دغه هېواد کې ژوند کوي.
- 'کابل ته لېږل شوی پناه غوښتونکی دې بېرته برتانیا ته راوستل شي'
- لندن: یوه ډله کسانو پناه غوښتونکی زلمی سخت وهلی ټکولی
- د الوتکې پیلوټ انکار وکړ، شړل کېدونکی افغان برتانیا کې پاتې شو
د ډنکن لوېس له دارالوکالې د بېګزاد وکیل جېمي بل چې د هیترو هوايي ډګر ته د ده د لیدو لپاره ورغلی و وايي:"دا تر ټولو ګرانه او اوږده اوونۍ وه. هر هغه څوک چې په دې قضیه کې ښکېل ول له رواني او فزیکي پلوه ستړي شوي ول. خو دا چې ومو کتل صمیم بېرته راورسېد، ارضي."
ښاغلی بل زیاتوي، صمیم باور نشو کولای چې بېرته راستون شوی.
تېره میاشت افغانستان ته د ۲۲ کلن صمیم بېګزاد په زوره استول ځکه ناندرییز شو او د خبري رسنیو پام یې ځان ته ور واړاوه چې د الوتکې پيلوټ ترکیې ته د هغه له لېږده انکار وکړ او ښاغلی بېګزاد بېرته د کډوالو ساتنې یوه مرکز ته یوړل شو.
ښاغلي بل بي بي سي ته وویل، تېره سه شنبه بېګزاد د ترکیې استانبول هوايي ډګر کې د کابل الوتنې ته په تمه و چې د سترې محکمې یوه قاضي برتانیا ته د هغه د بېرته ستنولو حکم ورکړ، خو له دغه سره هم کابل ته واستول شو.
دی وايي، د کورنیو چارو وزارت محکمې ته اپیل وکړ چې ښاغلی بېګزاد دې کابل کې پاتې شي خو غوښتنه یې رد شوه.
اوس دارالوکالې د کورنیو چارو پر وزارت عریضه کړې چې د محکمې بهیر ته یې سپکاوی کړی او د پرېکړې پرخلاف یې دغه پناه غوښتونکی الوتکه کې کښېنولی او استولی دی.
د کورنیو چارو وزیرې بي بي سي ته ویلي:"زه به هڅه وکړم چې هر څه په سمه توګه ترسره کړو."
اغلې رد ویلي، دې ته دا موضوع جدي ده او قانون ته تابع ده.
- استرالیا- ولې د بېړۍ سپاره خپل هر څه په خطر کې اچوي؟
- لندن- له کانټينره ژغورل شوي کډوال افغان سکان دي
- م. م- د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکی افغانان دي
تېر ځل وړاندې تر دې چې ښاغلی بېګزاد د هیترو هوايي ډګر ته بوتلل شي، یو شمېر کمپاین کوونکو د هغې الوتکې مساپر د ښاغلي بېګزاد له مسلې خبر کړل چې ټاکل شوې وه دی پکې واستول شي، وروسته بیا د الوتکې پیلوټان هم له دغې اندېښنې خبر شول.
د ډنکن لوېس دارالوکالې د بېګزاد د پناه غوښتنې چارې پیل کړي دي.