راشد خان: د شپږیزې اتلولي زموږ ده
په شپږیزه لیګ کې د بندامیر لوبډلمشر راشد ارمان وايي، ډاډه دی چې د روانې شپږیزه لیګ اتلولي به د دوی لوبډله وګټي.
نوموړي بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، پخپله لوبډله پوره باورمن یم چې کابلبازانو ته به د لومړي پړاو په پنځلسمه یا وروستۍ لوبه کې ماتې ور کړي او ورپسې به د شپږیزه لیګ اتلولي هم خپله کړي.
بندامیر لوبډلې تر اوسه څلور لوبې کړي چې درې یې ګټلي او یوه یې بایللې ده.
د شپږیزه لیګ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د بندامیر او کابلبازانو لوبډلو تر منځ پیل شوې ده.