ننګرهار کې پر روغتیایي خدمتونو او کاروبار د ناامنیو سیوری
په ننګرهار کې وروستيو ناامنيو د روغتيايي برخې کارکوونکي له خپلو چارو لاس په سر کېدو ته اړ ويستلي.
روغتيا پالان او په سيمه کې د روغتیايي برخې مسوولين وايي، په ننګرهار کې زورواکو او ځايي مافيايي کړيو یې ژوند ور تريخ کړی او ولايتي ادارې يې غږ نه دی اوریدلی.
دوی وايي، د اعتراض په توګه به سبا روغتیايي مرکزونه تړي او تر هغې چې د دوی ژوند خوندي شوی نه وي، روغتيايي مرکزونه به تړلې وي.
په ختيځ کې د درمليزو خدمتونو د ټولنې مشر نجیب الله صاحب زاده بي بي سي ته وويل، په ننګرهار کې وروستيو ناامنيو ښکار دوی هم دي او دې حالت دوی اړ کړي چې په حکومت د فشار په توګه خپل روغتيایي خدمتونه و دروي.
ښاغلی صاحب زاده وايي ولایتي ادارې په دې برخه کې د بې وسۍ ويلي. دی زیاتوي:"ډاکټرصاحبانو ته هره ورځ ګواښونه کېږي، د وسله والو مخالفينو په نوم، خو دوی په همدې ښار کې دي، که پيسې ورنکړئ، چاودنه کوو، وژنو مو. څو درملځايونه او کتنځايونه په بمونو الوځول شوي، ډاکټر صاحب ايوب درملتون کې بم کېښودل شو، ورور يې شهيد شو. دوه ډاکټران تښتول شوي او اووه ډاکټرانو ته ټېليفوني ګواښونه شوي، که پيسې ورنه کړي، و به وژل شي، هره شېبه موږ له ګواښ سره مخ يو، دلته مافيايي کړۍ او زورواکو په ژوند پورې تنګ کړي يو. "
ده وویل، سبا ته به یوازې بېړني خدمات وي خو که غږ یې وانه ورېدل شي، په دې ولايت کې به بشپړ روغتیايي خدمتونه وتړي.
په ختيځ کې د اصنافو او کسبګرو د ټولنې مرستيال عزيز الرحمن عرب هم وايي، په ننګرهار کې د سوداګرو او کاروباریانو ژوند له ګواښ سره مخ دی او دوی ولایتي ادارې ته یوه اونۍ وخت ورکړی، که لاس په کار نه شي، کاروبار او هټۍ به وتړي.
- ننګرهار کې پولیس پلټنه کوي چې وژل شوی ګلستان بې ګناه که بریدګر و
- ننګرهار کې دوه ځايي چارواکي په بند محکوم شول
- ننګرهار: د ښوونکو او حکومت تر منځ ناندرۍ تر زنداني کېدو رسېدلې
ښاغلی عرب وايي:" زموږ له سوداګرو پيسې وتښتول شوې، هغه ورځ د هغه سوداګر هټۍ په بم والوځول شوه چې په ټېلفون پيسې ترې غوښتل کېدې او ده ور نه کړې. همدا اوس هم ګڼو سوداګرو او د توکو عمده پلورونکو ته زنګونه راځي او ترې د پيسو غوښتنه کېږي، زموږ غږ هيچا نه دی اوریدلی. "
په ورته مهال د ننګرهار ولايتي ادارې وايي، دوی تل د سوداګرو او روغتیا پالو ژوند ته پام کړی او ژمن دي چې د دوی امنيت به ساتي.
ولايتي ویاند عطاءالله خوږياڼي بي بي سي ته وویل، دوی د ستونزې د هواري په موخه لاس په کار شوي او والي امنیتي ادارو سره په ناستو کې د امنيتي څار او جدي هڅو سپارښتنې کړي.
د والي ویاند سوداګرو او روغتیايي برخې کارکوونکو او روغتياپالو د ټېلیفوني ګواښونو او غوښتنو په اړه وویل چې دا تهدیدونه بايد له دوی سره پر وخت شریک شی، چې د پېښو مخه ونیول شي او په وینا یې دا ګواښونه همداسې پټ پاتې شوي.
ښاغلی خوږیاڼی وايي:"موږ د دوی ستونزې اورېدلي، موږ ژمن یو چې د دوی امنیت به ساتو، لاس په کار شوي هم يوو. بدبختي داده چې دلته وسله وال مخالفين زموږ د نظام د کمزوري کولو لپاره له بېلابېلو لارو ګټه اخلي. بله دا چې تر ډېر ګواښونه دوی له ځان سره ساتي، له موږ سره يې نه شريکوي چې لاس په کار شوو".
تېره اونۍ هم د ننګرهار د کمرګ یو شمېر کمیشنکارانو او سوداګرو د اعتراض په توګه د ننګرهار ګمرک دروازه وتړله چې د دوی په وینا د ښار په څلورمه ناحيه کې یو سوداګر د وسله والو له لوري لوټل شوی او تر څلورنیم میلیون افغانۍ ډېرې پیسې ترې اخیستل شوي.
په ننګرهار کې وروستۍ ورځې ناامنیو زور کړی، هدفي وژنې ډېرې شوي او خلک دې حالت اندېښمن کړي.
څه موده وړاندې د ننګرهار والي ګلاب منګل بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې دغه ولایت کې یې د وسله والو ډلو په له مینځه وړلو لاسته راوړنې درلودې.