BBC
 شاته

د استاد شپون له پېچلي سبک نورو لیکوالو څه خپل کړل؟

د انځور حقوق FB
Image caption د استاد شپون جنازه به د جمعې په ورځ افغانستان کې خاورو ته سپارل کېږي

وتلی افغان لیکوال، شاعر او د کابل پوهنتون پخوانی استاد سعدالدین شپون دامریکا په ویرجینیا ایالت کې د ناروغۍ له کبله د سپتمبر ۱۰ مه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

استاد شپون په داستاني ادب ( کیسه او ناول) کې د ځانګړي سبک څښتن دی او سبب یې هم ژور فکر او اوږده تجربه بلل کېږي.

د ارواښاد شپون د سبک ځانګړنو کې د نثر ولسي ژبه، انځورګري، کرکټرکښنه او طنز تر ټولو مهم بلل کېږي.

داستان د ولس پر پېښو څرخي او ژبه یې هم ولسي بلل کېږي، خو پښتو کې د دغې برخې پر لیکوالو وخت ناوخت نیوکې کېږي، چې ژبه یې هغسې ولسي نه ده چې څومره پکار ده.

پښتو ناول لیکوال نصیر احمد احمدي وايي، ارواښاد شپون به هم ورته خبره کوله او ویل به یې چې نثر وایو، اورو یې خو لیکو یې نه:

"خو استاد شپون پخپله داسې نه و، څه یې چې ویل، همغسې یي لیکل او په دې کار کې بریالی و".

خو دا ولسي ژبه یې هم له عادي ولسي ژبې سره ډېر توپیر لري، د مانا له مخې په خورا ښو لنډو جملو کې د اوږد مفهوم ځایول یې اوڅارې ځانګړنې دي.

د پښتو داستاني ادب کره کتونکی استاد اسدالله غضنفر وايي، دي ولسي ژبه کې یې تصویري قدرت هم ډېر دی:

"یو څه چې به یې لیکل او یوه خبره به یې چې کوله هغه یې ستاسو سترګو ته دروله. د جملو طرز یې هم ولسي و. که هر څه یې لیکل، که مقاله وه، خاطره وه، کیسه وه یا ناول ډېر بریالي تصویرونه یې پکې وړاندې کول او د دې برخې ځانګړی استاد و.

انځورګرۍ

هره پېښه یوه سیمه کې وي او د سیمې یا صحنې ښه انځور د پېښې په سم رسولو کې مرسته کوي، چې دا هم د ارواښاد شپون د سبک یوه مهمه ځانګړتیا ده.

استاد اسدالله غضنفر وايي، ارواښاد شپون به ویل چې د افغانستان هره سیمه باید انځور کړو چې له بلې بشپړه بېله وي.

"دی خان اباد کې دنیا ته رغلی و، د چارتوت سیمه کې او دا سیمه یې داسې انځور کړه او را ژوندۍ کړه".

د دا ډول کامیابې انځورګرۍ مثال یې نصیر احمد احمدي لري. دی وايي، د استاد شپون د بنګي غاړه یې کلونه پخوا لوستې وه، چې خان اباد پکې انځور شوی، لکه د خلکو رواج، جامې، ډوډۍ او چاپېریال کلي او پټي:

"کله چې څو کاله مخکې خان اباد ته لاړم، هغه څه مې ولیدل چې شپون صیب انځور کړي وو، ما فکر کاوه چې د دوی له خویونو سره بلد یم، شپون دومره لوی انځور را کړی و چې نا لیدلی خان اباد یې را باندې لیدلی و".

کرکټر کښل

د ارواښاد شپون د سبک بله ځانګړنه د هغه کرکټر کښل بلل کېږي، ځکه څومره چې یو کرکټر روښان او د لوستونکي سترګو ته ښه انځور شي، هغومره یې پر پېښه باور زیاتېږي.

استاد شپون د هرې سیمې پر خپل انځور زور کاوه داسې یې د هر کیسه ییز کرکټر جلا انځورول مهم بلل، چې له نورو سره یې توپیر وشي.

استاد غضنفر وايي، استاد شپون به ویل، انسانان مشترک خصوصیات لري، خو د مختلفو وسایلو، مختلفو ارزښونو ومختلفو چارو مقابل کې د دوی غبرګون بېل دی، ځکه یو انسان بل ته ورته نه دی او باید خپل خصوصیت یې انخور کړو.

"دغه کرکټرایزیشن کې یې ځانګړې نظریه وه اوړاندې کولو کې یې کامیاب و".

طنز یا ایروني

د ارواښاد شپون اثار طنز یا ایروني هم لري او دا یې د خپل سبک یو بل مهم کمال دی.

لیکوال او کره کتونکی صدیق الله بدر وايي د طنز ځانګړنې له نورو افغان لیکوالو دی بېل کړی و، ځکه داسې طنز یې و چې نه یې څوک خندول نه یې ژړول، بلکې فکر کولو ته یې اړ اېستل:

"دې طنز ته یې زه تور طنز وایم، چې د ده په لنډو کیسو او ناولونو کې په وضاحت سره شته".

استاد غضنفر هم ورته خبره کوي او وايي، افغانستان کې خلک د طنز لیکلو شوق کوي د ایروني په مانا خو په واقعي مانا چې ارواښاد شپون ایروني پېژندلې وه فکر نه کوي افغان لیکوالو کې کوم کې بل چا داسې پېژندلې وي.

"ده ایروني ته د ساده وسیلې په توګه نه بلکې د ژوند د فلسفې په سترګه کتل او د ژوند د فسلفې او د ژوند د حقیقت د معرفي کوونکي وسیلې په سترګه یې ورته کتل او له دې پلوه یې هم لیکنې ځانګړې وې".

د استاد غضنفر په خبره، سعد الدین شپون له طنزه د خندا مطلب نه اخیست، بلکې پټ حقیقت ته یې ژمن و:

"مانا دا چې ژوند له تناقض ډک دی، ژوند له متضادو حقیقتونو مالامال دی، حقیقت یوستوی نه دی، څه چې بد بولو، هغه کې ښېګڼې هم شته، هغه چې ښه یې ګڼو بدګڼې هم لري، د منطق په تله دا خبرې نه تلل کېږي، او نه توصیفیږي، خو د هنر په ژبه دا حالت بیانېدی شي او استاد مرحوم د دغسې بیان استاد و".

Image caption ارواښاد شپون پر شعري ټولګه پرخه په ترخه سربېره د بنګي غاړه، ګټیالی، شین ټاغی، د سمڅې یاران، ښایستو، و نه و یو شپون و، د مچۍ ځاله او نور اثار یې لیکلي دي.

نصیر احمد احمدي چې د ناول کښنې ځوان او مخکښ لیکوال دی، د استاد شپون دغه برخه د ده ځانګړی نوښت بولي او وايي، دی یا نور داستاني لیکوال د دې ځانګړنې په خپلولو کې پاتې راغلي دي:

"کاشکې دا برخه موږ هم داسې درلودلی چې شپون درلوده، خو د هر چا ځانګړی سبک وي او یو څوک د بل چا په څېر نشي کېدلی".

له لوستونکي سره خبرې

صدیق الله بدر د استاد شپون یو بله لویه ځانګړنه دا بولي چې که څوک یې داستاني اثار لولي، فکر کوي، چې ده خپلې تجربې له خلکو سره شریکې کړې دي.

د نوموړي په خبره، کله چې د شپون کوم اثر لولې نو فکر کوې چی دی پخپله له در سره غږېږي.

"شپون له تا سره غږېږي شپون د خپل ژوند کیسه درته کوي، هغه داسې لیکوالي کړې چې ته فکر کوې دا هرڅه یې تجربه کړي او په ژوند کې یې تېر شوي دي. اوس یې له تا سره شریکوي، ځکه دې د شپون نثر ځان ته جذبوي او له لوستلو یې خوند اخلې".

د ژبې پرمختګ په نثر کې

د انځور حقوق FB
Image caption صدیق الله بدر استاد شپون ته د نثر پاچا نور ور کړی او وايي، ډېر خوشال دی چې په ژوند یې هغه په دغه نوم یاد کړی و.

استاد شپون پرخه په ترخه شعري ټولګه لري، له هغه وروسته یې کومه شعري ټولګه چاپ نه شوه.

ویل کېږي د خپل شعر چاپولو لېوال نه و او که یې کوم شعر لیکلی هم وي ناچاپ به پاتې وي.

صدیق الله بدر - چې پر ارواښاد شپون یې د نثر پاچا نوم اېښی - وايي، فکر نه کوي چې په دې وروستیو کې هغه کوم شعر لیکلی وي:

"هغه به ویل چې که غواړئ ژبه مو پرمختګ وکړي، د خپلې ژبې لپاره به په خپله ژبه نثر لیکئ، نو همدا عقیده او باور و چې ده نثر ډېر ولیکه او زما په اند اوس له ډېر وخت راهیسې یې شعر نه لیکه".

لیکوالو د شپون سبک څومره خپل کړ؟

نصیر احمد احمدي وايي، د یو ستر لیکوال سبک د لاس د غټې نښې په څېر دی چې د لاسلیک په ځای کارېږي.

د نوموړي په خبره، که د مختلفو لیکوالو سل مخه نثر موجود وي او که دې سل مخه کتاب کې د شپون صیب یو پاراګراف نثر هم وي لوستونکی یې په اسانه پېژندلی شي:

"دا ځکه چې ځانګړی سبک یې درلود، جملې یې په ساده او طنزي ژبه وړاندې کولې".

همدا ځانګړنې سبب شوې چې د استاد شپون سبک ته د پېچلي سبک په سترګه کتل کېږي او له امله یې د ده پیروان کم بلل کېږي.

د استاد غضنفر په خبره، لیکوالو هڅه کړې، د ارواښاد شپون د سبک ځانګړنې خپلې کړي، خو د سبک تقلید یې ګران دی، ځکه هغسې کامیاب مقلدين نه لري، لکه د استاد الفت نثر چې مقلدین درلودل.

د شپون له سبک خپل کړي شیان

Image caption استاد شپون د کابل یوه ادبي ناسته کې پوښتنې ځوابوي.

خو بیا هم د نوموړي له لیکنو ځینې شیان نورو لیکوالو خپل کړي او استاد غضنفر وايي، له استاد شپون مخکې لیکوالو دا ځانګړنې نه درلودلې.

هغه د بېلګې په ډول د ارواښاد نارسمي او طنزي انداز یادوي، چې مختلفو کیسو او مقالو کې یې شته او نورو یې د دغه انداز د خپلولو هڅه کړې ده.

"کله به چې شپون د ځان په هکله غږېده یا یې داستان کې د متکلم په هکله خبرې کولې، نو هغو کې یې د ځان ستاینه نه وه، د اخلاقي دریځ ستاینه یې نه وه، د ځان پوه او هوشیار ښودلو هڅه یې نه کوله، دا کار هم په کیسو او هم نورو لیکنو کې له شپون وروسته خلکو تکرار کړ".

د استاد شپون د پېچلي نثر خپلول به ګران وي، خو ډېر لیکوال چې غواړي بریالۍ کیسه او ناول وليکي، د استاد شپون نثر ور سره مرسته کولی شي، چې ایډیا و رکړي او د هغه د جملو له جوړښت، فکر او د کلیمو له اوډون ډېر څه زده کړي.

ارواښاد شپون پر شعري ټولګه پرخه په ترخه سربېره د بنګي غاړه، ګټیالی، شین ټاغی، د سمڅې یاران، ښایستو، و نه و یو شپون و، د مچۍ ځاله او نور اثار یې لیکلي دي.