BBC
 شاته

د مالیزیا یوه ښوونځي کې ۲۵ زدکوونکي او ساتونکي ووژل شول

ر د انځور حقوق Getty Images

د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې چارواکي وايي، د اور له امله د یوه مذهبی ښوونځي ۲۵ زدکوونکي او ساتونکي وژل شوي دي.

اور سهار وختي په ځايي وخت په ودانۍ کې بل شوی دی.

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق په ټوېټ کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

* مالیزیا د شمالي کوریا سفیر ته د وتلو امر کړی

* مالیزیا کې د "ښکلې او وحشي" فلم نندارې ځنډول

د ښار د اور وژنې څانګې یو مشر خیرالدین درهمن له اې اېف پي اژانس سره په خبرو کې وايي:

"۲۳زدکوونکي او دوه ساتونکي وژل شوي دي".

د دوی عمر تراوسه ډاګیز شوی نه دی.

په دا ډول ښوونځیو کې ماشومان چې عموما یې عمرونه له ۵ تر ۱۸ کلونو وي، د قران زدکړې کوي.

په شلو کلونو کې تر ټولو بده پېښه

د انځور حقوق Reuters
Image caption اور د زدکوونکو په شپه غالي یا خوب خونه کې لګېدلی دی.

چارواکي وايي، دا ښايي په تېرو شلو کلونو کې د دغه هېواد د اور تر ټولو بده پېښه وي.

روغتون ته د ځینې زدکوونکو لېږدولو خبر هم رپوټ شوی دی.

د پېښې په هکله پلټنې روانې دي.

مالیزیايي چارواکو په تېرو کلونو کې د اور له څو پېښو وروسته په خصوصي ښوونځیو کې د خوندیتوب پر تدبیرونو اندېښنه وښوده.

ځايي رسنۍ وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې دا ډو ل۲۰۰ پېښې شوې دي.