BBC
 شاته

د افغانستان د مېوې صادرات ۸٪ زیات شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږ کال پاکستان هم د افغان مېوې په مخ لار ونه تړله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي؛ د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د تازه مېوو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله اته سلنه ډېره شوي دي.

سږ کال ۹۰ زره ټنه انگور، انار او زدالو بهر ته استول شوي چې د تېر کال پرتله اته سلنه زیاتوالی ښييي.

د چارواکو په وینا، د صادراتو د کچې د زیاتوالي لامل دا دی چې د افغانستان او هند ترمنځ هوایي دهلیز رامنځته شو او پاکستان هم سږ کال د افغان مېوې د ټرانزېټ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړل.

* بلخ کې د وچو مېوو د تولید نوی کاروبار

* د کندهار او ډيلی ترمنځ د هوايي دهلېز لار

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د صنایعو او صادراتو د ودې مسوول میر زمان پوپل هند ته د الوتکې له لارې د مېوې لېږدولو دهلېز هم د دې صادراتو د زیاتېدلو یو لامل بولي:

"پروسږ کال ۱۱۴ میلونه ډالر د مېوې صادرات و او سږ کال اولو څلورو میاشتو کې ۱۲۴ میلیونه صادرات شوي دي."

خو په ورته مهال زیاتوي چې پاکستان هم د تېرو کلونو په څېر د افغان مېوې په مخ د لارې بندولو یا نورې ستونزې جوړې نه کړې.

د افغان مېوې مارکېټ

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption وچه او تازه مېوه د افغان صادراتو ډېره برخه جوړوي.

وچه او تازه مېوه د افغانستان د صادراتو ډېره برخه جوړوي، خو د لېږلو لپاره یې پر پاکستان تکیه دی.

دغه هېواد تېرو کلونو کې ډېر ځلې لار په داسې مهال وتړله چې افغان مېو به بهر ته د صادرېدو لپاره تیاره وه.

افغانستان دغې ستونزې ته د ځواب ویلو لپاره د لومړي ځل لپاره په تېرغبرګولي کې هند ته د الوتکې له لارې د مېوې صادرات پیل کړل.

تراوسه له کابل او کندهار هند ته اونۍ کې د دوو الوتکو له لارې مېوه لېږدول کېږي.

* له کندهاره د مېوې صادرات ډېر شوي

* د لارو تړل؛ د افغانستان زیان که پاکستان ته تاوان؟

* د بلوچستان سوداګر او مشران: پاکستان دې تړلې لار ژر پرانیزي

د افغانستان مېوه اوس د ایران له چابهار بندر دغه هېواد او عباس بندر له لارې ځینې نورو هېوا ته هم لېږدول کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صناعیو خونه وايي، په دغه پرمختګ سره به د مېوې د صارداتو کچه د روان کال تر پایه ۲۰ سلنې ته لوړه شي.

د تازه مېوو او سبزو د صادروونکو ټولنې مشر اختر محمد احمدي وايي، سوداګر سږ کال له خپل کاروبار ډېر خوشال دي.

"موږ سږ کال د تازه مېوو له کیفیت او صادراتو راضي تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه صادرات درلودل، سږ کال ښايي ۵۰ زره ټنه نور صاردات ور زیات شي او او دوه سوه زره ټنو ته ورسېږي".

د مېوې د بسته بندۍ ستونزې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مېوې د بسته بندۍ کیفیت هم د افغان مېوې د صادراتو پر کمېدلو اغېز لري.

افغان مېوه پر پاکستان سربېره په هند او د منځنۍ اسیا او په عربي هېوادونو مینوال لري.

روسیه او اروپا کې هم مینوال لري، خو دغو هېوادونو ته ځکه کممه افغان مېوه صادرېږي چې بسته بندي لوړ معیاري غواړي،

د سوداګرۍ خونه وايي، د بسته بندۍ لپاره نوي کارځي جوړ شوي چې ور سره به د مېوې صادرات هم زیات شي.