BBC
 شاته

د آیفون وروستی ماډل او د اپل هیله مندي

د انځور حقوق Getty Images

د اپل شرکت له خپل نوي آیفون ماډله پرده پورته کړه، دا د هغه موبایل نوې بڼه ده چې دغه شرکت یې شتمن کړی دی.

آیفون اته دوه ماډلونه به د د اپل له مینه والو پرته نورو ټولو ته یو عادي بدلون ښکاره شي، خو له لومړي آیفون یوه لسیزه وروسته دا د دوی د آیفونونو د بڼې لسم دی چې څرګندوي، په دغه ګرځنده ټیلیفون کې په تېرو لسونو کلونو کې څومره بدلون راغلی دی.

د دغه آیفون د ټکنالوژي ترټولو ځانګړې اسانتیا دا ده چې د کاروونکو مخ پېژني او یوازې په یو ځل کتلو موبایل پرانیستل کېږي، خو بیه یې له ۹۹۹ ډالره پیلېږي چې ښايي ډېر پر دې اړه فکر وکړي چې آیفون یې په بدلولو ارزي که نه.

داسې لږ پېښ شوي چې اپل دې په نوې ټکنالوژۍ کې لومړی وي.

د آیفون له نوي ماډله پرده پورته شوه

د اپل شرکت "الکترونیکي بټوو" کار ډېر اسانه کړی

ګرځنده تیلیفون به نور څومره پرمختللی شي؟

د بېلګې په توګه د مخ د پېژندنې ځانګړتیا وار له مخه د سامسونګ په موبایل کې شته. خو د دې شرکت نوم او کیفیت یې د مینه والو لپاره دومره مهم دی چې وار له مخه یې یو میلیارد آیفونونه پلورل شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د آیفون له نوي ماډله پرده پورته شوه

په اوس وخت کې مشتریان د موبایل نوي کولو ته زړه نا زړه وي ځکه نو کمپنۍ اړې دي چې نوي ماډلونه یې باید ډېر خلک خوښ کړي.

خو د نوې تکنالوژي یو پانګوال وايي د اپل کمپنۍ بریالیتوب ته په کتلو اوس تر پخوا ورته ډېره ګرانه ده چې پرمختګ وکړي. د پشن کېپیټل ایلن بربریج وايي:

''د اپل شرکت اوس پر دې ښه پوهېږي چې څنګه په خلکو کې د آیفون لپاره ې دا لېوالتیا پیدا کړي چې هغوی خپل ټلېفون نوی کړي او د نورو شرکتونو برعکس دوی خپله بیه هم ورځ په ورځ لوړوي، نو دوی یوازې هڅه نه کوي چې کاروونکي پر دې قانع کړي چې خپل موبایلونه نوي یا بدل کړي، بلکې دا هڅه هم کوي چې هغوی ته قناعت ورکړي چې تر پخوا هم ډېرې پیسې ولګوي. ''

د انځور حقوق Getty Images

د سافټ ویېر جوړوونکي یې وايي، چې په نویو موبایلونو کې تر ټولو ډېره جالبه خبره دا ده چې اوس په کې دا ډېره اسانه ده چې داسې اپلېکېشنونه جوړ کړئ چې حقیقت ته ډېر نږدې وي لکه هغه ګېم چې له مخې یې سملاسي یو څو کوترې د لندن په یوه دفتر کې څرګندېږي.

اپل هیله لري چې دغه تر ټولو ګران بیه آیفون به دا ثابته کړي چې د کاروونکو پام یې له ځانه نه دی اړولی.