BBC
 شاته

رحمت الله نبیل له طالبانو د آی ایس آی 'د ملاتړ اسناد' خپاره کړي

Image caption رحمت الله نبیل پر پاکستان تور پورې کوي چې په سیمه او نړۍ کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په منظم او ستراتیژیک ډول له نړیوالې ترهګرۍ نه کار اخلي.

دافغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل بي بي سي ته ځینې لیکونه ورکړي او ادعا کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو رسمي مکتوبونه دي او له طالبانو او حقاني شبکې نه د پاکستان ملاتړ په ډاګه کوي.

ښاغلی نبیل ددغو ادعا شویو اسنادو له مخې د پاکستان څارګره اداره (آی ایس آی) او پوځي استخبارات تورنوي چې طالبانو او القاعدې سره تړلې حقاني شبکې غړو ته یې پناه ورکړې، مالي ملاتړ یې کړی او هغوی یې په وسلو سمبال کړي.

دغه شپږ پاڼې د ښاغلي نبیل په خبره د پاکستان پوځي استخباراتو رسمي مکتوبونه دي چې په ټوله کې طالبانو او حقاني شبکې سره د پاکستان څارګرې ادارې مرستې او په افغانستان کې د بریدونو په تړاو معلومات لري. ددغه لیکونو هر یو مشخص سریال نمبر او همداراز د چارواکو لاسلیکونه لري.

خو اسلام اباد کې د پاکستان د څارګرې ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل چې دا مکتوبونه جعلي جوړ شوي.

"زموږ اداره په دې ډول فعالیت نه کوي. په نړۍ کې هېڅ اداره داسې خبرې په لیکلي ډول نه شریکوي. که تاسو وغواړئ زه کولی شم ورته جعلي مکتوب تاسو ته جوړ کړم."

د آی ایس آی دغه چارواکی ادعا کوي چې د دا ډول هڅو ترشا څرګند هدف دا دی چې افغانستان سره د پاکستان اړیکې لا ترېنګلې کړي.

دا لومړي ځل دی چې دا ډول لیکلې اسناد د یوه پخواني مهم چارواکي له لوري چې په دغه برخه کې یې کلونه کار کړی، خپرېږي.

د دې پاڼو یوه کې ډیورنډ کرښې سره نژدې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د پاکستاني پوځ د "ضرب عضب" نومې عملیاتو یادونه کیږي او د ۲۰۱۵ د مارچ په ۱۸ مه د پیښور د "پوځي استخباراتو ۲۲" (MI22) دفتر یو چارواکی راولپنډۍ کې د ام آی ۲۲ د مرکزي دفتر مشر ته ډاډ ورکوي چې له عملیاتو وروسته یې بیرته میرانشاه ته د حقانې ډلې قومندانان لیږدولي.

Image copyright
Image caption په دغه مکتوب کې ظاهرا د پاکستان استخباراتو مرکزی دفتر خیبر پښتونخوا ایالت کې د پوځي استخباراتو دفتر (۴۵-MI) ته امر کوي کومو کسانو چې کابل کې پر هوایي ډګر برید طرحه په بریالیتوب پلې کړه، ترې مننه وکړي او د هڅونې لپاره یې هر یوه ته دوه نیم میلیونه پاکستانۍ روپۍ ورکړي.

په دغه "مکتوب" کې ویل شوي دوه طالب مشران یې د پوله ساتو ځواکونو په جامو او پوځي موټرو کې لیږدولي ورسره جوخت د پوځ د ملاتړو طالب مشرانو چې د ډیورند هاخو پورې اړه لري ور سره د پوځيانو د لیدو او د عملیاتو پر مهال دوی سره له مرستې ستاینه شوې او ورته د امکاناتو سپارښتنه کیږي.

په یوه بله پاڼه کې اسلام اباد د خیبر پښتونخوا ایالت په نوښار، صوابۍ ، مردان او څیرمه سیمو کې د حقاني شبکې د غړو د جاج اخستنې په تړاو ځايي استخباراتي ادارې سي ټي سي ته ویل شوي چې هغوی خوندي وساتي.

دوه نور سندونه افغانستان کې د بریدونو ستاینې دي. په یوه کې اسلام اباد کې د ای ایس ای ۹۴۵ دفتر له خیبر پښتونخوا ډاډ ترلاسه کړی چې اورپکو ته یې دنده ورکړې، د افغانستان په لویدیځ هرات، فراه او پلازمېنه کابل ته په لاره شیعه مذهبه مشران په نښه کړي.

همدغه مکتوب د یوه طالب قومندان د ۲۳ ملګرو د روزنې په اړه هم لیکلي او کابل کې پر هوايي ډګر د برید او د برید سمبالونکو ته د میلیونونو پاکستانیو کلدارو د ورکړې په تړاو هم یو کاغذ ددغه اسنادو برخه ده.

په یوه لیک کې ویل شوي: "د ۹۴۵ ریاست مسوولینو د ۲۰۱۵ د اپرېل په ۵ مه د شبکې له مسوول توریالي او همکارانو سره ملاقات کړی او هغوی ته یې دنده سپارلې ده چې د هرات، کابل او فراه په زونونو کې دې د افغانستان د اهل تشیع مشران یا وتښتوي او یا دې یې له منځه یوسي. همداراز یې په دغه جلسه کې دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې هم ورکړې دي."

همدا شان یادونه شوې ده چې د ۹۴۵ ادارې اړوندې برخې د توریالي شبکې لخوا غوښتل شوې وسله او مهمات هم له اکوړه خټک نه تدارک شوې او په یاد تاریخ ورته سپارل شوي دي. سربېره پر دې په دغه یادښت کې یادونه شوې ده چې د توریالي شبکې ۲۳ تنه غړي چې په چراټ کې په پوځي زده کړو بوخت وو، روزنیزه دوره یې بشپړه کړې ده."

وروستی مکتوب د کویټې له شورا غړو سره د ای ایس د مرکزي دفتر د بیړنۍ ناستې خبره کوي چې د افغانستان له دولت سره د سولې په خبرو طالب مشران وپوهوي چې دریځ به یې څه وي.

Image caption په دې مکتوب کې د خیبر پښتونخوا د پوځي استخباراتو (۴۲۲-MI) یو چارواکی د ضرب عضب تر عملیاتو وروسته په راولپنډۍ کې خپل مرکزي دفتر(۲۲-MI) ته لیکلي چې د حقاني شبکې قومندانان یې د شمالي وزیرستان میرانشاه ته رسولي.

د افغانستان د ملي امنیت دغه پخواني مشر ویلي، ګڼ نور اسناد د افغانستان له استخباراتو سره شته چې افغانستان کې داسلام اباد د بربنډې لاسوهنې ښکارندویي کوي.

نبیل پر پاکستان تور پورې کوي چې پاکستان په سیمه او نړۍ کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په منظم او ستراتیژیک ډول له نړیوالې ترهګرۍ نه کار اخلي.

د افغانستان حکومت وايي؛ دغه اسناد یې په لاس کې دي اوله غور کولو وروسته به د خپل دریځ د خپراوي پریکړه وکړي.

له طالبانو او حقاني شبکې د پاکستان د ملاتړ په تړاو د نبیل ادعا داسې مهال رامنځته کېږي چې وړمه ورځ د امریکا کانګرس غړو پر پاکستان کلکې نیوکې وکړې.

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوه غړي مټ سامن وویل، پاکستان له ترهګرۍ سره د جګړې دعوه لري، خو هغو ډلو سره هېڅ کار نه لري چې امریکا یې ترهګر بولي.

په دغه ناسته کې د افغانستان او عراق لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد وویل، پاکستان دده په خبره د ترهګرو او افراطي ډلو ملاتړ کوي. خلیلزاد وړاندیز وکړ چې پاکستان باید د ترهګرو ملاتړو هېوادونو نوملړ کې شامل شي.

پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې خپله د ترهګرۍ قرباني دی.