BBC
 شاته

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روهېنګیا کډوالو حالت 'مصیبت ځپلی' بللی

روهېنګیا د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي ګوترڅ ویلي د روهېنګیا مسلمانانو حالت 'مصیبت ځپلی' دی

د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ وايي، میانمار کې روهېنګیا مسلمانان له (مصیب ځپلي) حالت سره مخامخ دي. ښاغلي ګوترڅ ویلي پر کلیوالو روهېنګیا مسلمانو د امنیتي ځواکونو ادعا شوي بریدونو د زغملو نه دي.

نوموړي سملاسي د پوځي عملیاتو لغو کولو غوښتنه کړې. برما پوځ وايي دوی د وسله والو پر ضد عملیات کوي او پر ملکي خلکو بریدونه ردوي. تېره میاشت برما کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو له مهاله تر اوسه پورې ۳۷۹ زره روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي دي.

روهېنګیا مسلمانان د میانمار په راکهاین ایالت کې مېشت دي او هلته غیر قانوني کډوال بلل کېږي. د دغه ایالت ډېری اوسېدونکي بدهايي مذهبه دي. روهېنګیا له څو نسلونو میانمار کې چې برما هم بلل کېږي، ژوند کړی، خو دغه هېواد کې تابعیت نه ورکول کېږي.

م م: د روهېنګیا مسلمانانو حالت خواشینونکی دی

م. م. بې تابعیته وګړو ته تابعیت لټوي

د روهینګیا دوښمن بودايي راهب؛ ځان "بن لادن" بولي

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ویلي بنګله دېش ته تللیو روهېنګیا کډوالو ته مناسبې مرستې نه رسېږي. ښاغلي ګوترڅ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هر چا هر څه له لاسه کېږي باید د مرستو برخه کې یې و نه سپموي. هغه ویلي:

''هلته بشري حالت مصیبت ځپلی دی. کله چې موږ تېره اونۍ سره ولیدل ۱۲۵ زره کسان بنګله دېش ته تښتېدلي وو، خو اوس دغه شمېر ۳۸۰ زره کسانو ته رسېدلی دی. دوی ډېر په موقت ځایونو کې ژوند کوي یا له هغو کسانو سره اوسي، چې خپل وس سره سم امکانات یې له دوی سره شریک کړي دي، خو ښځې او ماشومان هلته داسې حال کې رسېږي چې وږي دي او له خوارځواکۍ کړیږي. ''

د چهارشنبې پر ورځ به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه بحران په تړاو د خبرو لپاره غونډه وکړي.