BBC
 شاته

قلم په لسو ثانیو کې سرطان پېژني

د انځور حقوق UNIVERSITY OF TEXAS
Image caption دا قلم د سرطاني عملیاتو په برخه کې لوی پرمختګ بلل کېږي.

د امریکا په تکزاس استین پوهنتون کې څېړونکو داسې قلم جوړ کړی، چې د انسان په بدن کې په لسو ثانیو کې تومور او د سرطان نښې پېژني.

دوی وايي، د قلم په څېر دا اله کارول د تومور د لرې کولو لپاره عملیات چټک، لا ډېر خوندي او کره کوي او د تومور( سرطاني دانې) شاوخوا سرطاني ژونکو د پاتېدلو اندېښنه لري کوي.

څېړنې ښيي چې دا قلم د سرطاني برخې پېژندلو کې ۹۶ سلنه بریالی دی.

* د سرطان درملنې'تاریخي' درمل تایید شوي

* د سرطان درملنه کې د سروزرو کارولو رول

دا قلم د سرطان پېژندلو لپاره د سرطاني ژونکو لرونکي کس میتابولېزم ارزوي، چې د د روغ کس د ژونکو له میتابولېزم سره توپیر لري.

سرطاني ژونکې ډېره چټکه او سخته وده کوي، وېشل کېږي او پراخېږي، ځکه له نورو ژونکو سره یې میتابولېزم توپیر کوي.

دا قلم څنګه کار کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ساینسپوهان وايي، پر سیکل سپرېدل هم د سرطان خطر کوي.

دا قلم پر شکمنه سرطاني برخه اېښودل کېږي او د اوبو کوچنی څاڅکی له هغه ځای اخلي.

دغه څاڅکي کې د ژونکې منځ کې کیمیاوي مواد وي او د اوبو له څاڅکي سره قلم ته داخلېږي او بیا یې تحلیل او شننه کېږي.

* یو خوا سرطان بل خوا د واده کولو هیله

* دغه سینه بند کولای شي سرطان تشخیص کړي؟

دا قلم د خیري معلومولو وسیلې سره نښلول کېږي چې په هره ثانیه کې د زرګونو کیمیاوي مادو خیری اندازه کولی شي.

په ژونکه کې د کیمیاوي موادو په ارزولو سره ساینسپوهان ویلی شي چې دا ارزول شوی جوړښت سرطاني دی که جوړ دی.

د ډاکټرانو ستونزه کمول

ر د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption ډاکټران له دې مخکې د سرطاني او روغتو ژونکو په بېلولو کې له ستونزو سره مخ کېده.

جراحانو ته د طبیعي برخې او سرطاني برخې ترمنځ پوله پیدا کول ګران دي.

په ځینې پېښو کې دا سرطاني دانې روښانه وي او ځینو ناروغانو کې د سرطان پوله نه پېژندل کېږي.

که ډاکتر سرطاني برخه پوره له منځه یو نه سي او سرطاني ژونکې پاتې شي، بیا وده کوي، پراخېږي.

خو که ډاکټر له اندزې ډېره برخه پرې کړي، ممکن د بدن د دغه غړي چارې زیانمنې کړي.

* غوسه د زړه د حملې چانسونه ډېروي

* بایسکل ځغلول سرطان او د زړه ناروغۍ خطر کموي

اوس د قلم په څېر دا وسیله له ډاکتر سره همکاري کوي چې په پوره ډول سرطاني برخه بېله کړي په داسې ډول چې کومه سرطاني ژونکه پاتې نه شي.

په تګزاس پوهنتون کې د کیمیا برخې پوهنیار لیویا ابرلین له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

"په دې پرمختیا کې هیښوونکې دا ده چې څنګه په اسانه دې لویې هیلې ته رسېږو".

د نوموړي موخه همدا د ټولو سرطاني ژونکو لرې کول دي.

نوې پرمختیا

د انځور حقوق AFP
Image caption دا وسیله د سرطان عملیاتو کي لا ډېر دقت رامنځ ته کوي.

دا وسیله د سرطان عملیاتو کې د ډېر پام کولو لپاره وروستۍ هڅه ده چې د سرطاني غوټو په لرې کولو کې یې بریا ډېره مهمه بلل کېږي.

له دې مخکې پر ۲۰۱۳ کال د لندن امپریال کالج پوهنتون کې پوهانو داسې چاکو جوړ کړی و چې ښوول یې ترې لاندې بدني برخه سرطاني ده که نه.

د امریکا په هارورډ پوهنتون کې هم یوې څېړنډلې څو میاشتې مخکې له داسې لېزر کار واخیست چې د مغزي تومور د لرې کېدونکې برخې اندازه یې معلومولی شوه.