BBC
 شاته

روسیه د شمالي کوریا له کړکېچ سره څه کوي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روسیې تلویزیون په شمالي کوریا کې د ورځیني ژوند په اړه په زړه پورې رپوټونه خپاره کړي

د شمالي کوریا د تلویزیون خبریالې په داسې حال کې چې یو غټ سورګل یې بویاوه د روسیې تلویزیوني کمرې ته په موسکا وویل: "ډير ښه تازه بوی لري او زموږ مشرته له ژور درناوي ډک دی".

پر دغه ګل د شمالي کوریا د پخواني مشر کیم جونګ ایل نوم اېښودل شوی.

دغه صحنه، په شمالي کوریا کې د ورځیني ژوند په اړه د یو لړ په زړه پورې رپوټونو په لړ کې - چې له فیشن نه نیولې تر خوړو پورې موضوعات پکې شامل و - د روسیې د دولتي تلویزیون په سهارنۍ خپرونه کې په میلیونونو لیدونکو ته خپره شوه.

* شمالي کوریا 'بالیستیک توغندی ازمویلی'

* امریکا پر شمالي کوریا بندیزونه سختوي

د روسیې د تلویزیون له دغې خپرونې داسې ښکاري چې روسیه د شمالي کوریا د اټومي پروګرام او د توغوندیو د ازمینو په اړه یو مخ جلا چلند لري.

په داسې حال کې چې دوه اونۍ وړاندې د '' پوځي حل لارو'' په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ډونلډ ټرمپ په ټویټر کې ولیکل چې د امریکا متحده ایالتونو'' وسلې چمتو دي''.

د پوتین ځواب

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر پوتینن استدلال کوي چې شمالي کوریا د ځاني دفاع په خاطر اټومي وسلې جوړې کړې

په دې اونۍ کې ویلادیمیر پوتین څو ځلې د نظر د دغو تفاوتونو په اړه وغږید ، د '' پوځي احساساتي خبرو'' پر ضد یې خبرداری و رکړ.

هغه ټینګار وکړ چې که پر شمالي کوریا نور بندیزونه هم ولګول شي هغوی به'' واښه وخوري'' خو د خپلو وسلو له پروګرامه به لاس وانخلي.

* شمالي کوریا 'پیاوړی توغندیز ماشین ازمویلی'

* شمالي کوریا: د سترګو په رپ کې امریکايي بېړۍ ډوبولای شو

ښاغلي پوتین وویل چې شمالي کوریا نه ده هېره کړې چې په ۲۰۰۳ کال کې څرنګه د امریکا متحده ایالتونو د صدام حسین د وسلو د پروګرام په پلمه پر عراق برید وکړ.

نو ځکه شمالي کوریا د خپلې ځاني دفاع د ضمانت په خاطر اټومي وسلې جوړوي.

"بد ګوماني"

د انځور حقوق AFP
Image caption پوتین په ۲۰۰۲ کې له کیم جونګ ایل سره- د شمالي کوریا زیاتره شوروي پورونه وبښل

مسکو کې د کرنیګي څیړنیز مرکز کارکوونکی الکساندر ګابویف وايي '' روسیه په دې باور ده چې د پیونګ یانګ هدف دا نه دی چې پر چا بمباري وکړي، بلکې "اټومي پروګرام یې" د جنوبي کوریا او د امریکا متحدو ایالتونو پر وړاندې یو دفاعي ضمانت دی''.

هغه وویل''روسیه پر دې پوهیږي ځکه دا هغسې یو تشویش او بد ګوماني ده لکه چې د امریکا"د ډیموکراسۍ د خپرولو'' په اړه شته.

شخصي تجربه هم ښايي په دې کې تر یوه حده رول ولري چې ولې روسیه- چې خپله هم د امریکا بندیزونه پر لګېدلي- د اټومي پروګرام د بندولو لپاره پر پیونګ یانګ د نورو بندیزونو د لګېدلو مخالفه ده.

* شمالي کوریا اوبتل نه بالسټیک توغندی توغولی

* "شمالي کوریا غواړي یو اټومي ځواک وپیژندل شي"

خو بیا هم د امریکا متحده ایالتونو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر شمالي کوریا لا نور اقتصادي فشارونه واچوي، لکه د انرژي بشپړ بندیز او د شمالي کوریا د کارګرانو په کار له ګمارلو ډډه کول.

یو روسي ډپلوماټ، ګیورګي تولورایا، چې ډیر کلونه یې په شمالي کوریا کې کار کړی وايي'' څه باید وکړو؟ ایا د انرژي ټول صادرات بند کړو چې خلک له سړو کنګل شي او امبولانسونه تیل ونه لري او ناروغانو ته رسیدای ونشي؟''.

وروسته د امریکا په غوښتنه د بندیزونو په نوي پرېکړه لیک کې نرمي راغله، ځکه روسیې او چین هم لاسلیک کړ.

د روسیې دریځ

د انځور حقوق KCNA
Image caption د شمالي کوریا خبري اژانس وویل دا تصویر ښيي چې د هېواد وګړي د یوې اټومي ازموینې ملاتړکوي

دغه روسي ډپلوماټ وویل د روسیې دریځ د یو اصل پر بنسټ ولاړ دی، نه د سوداګریز زیان پر اندیښنو.

ولسمشر پوتین په خپله هم ویلي چې شمالي کوریا ته د روسیې د انرژي صادرات '' عملا د صفر په کچه'' دي.

خو د روسیې په لرې ختیځ سیمو کې د شمالي کوریا تقریبا ۳۰،۰۰۰ کارګر د چارتراشو او ودانۍ جوړولو کارونو باندې ګومارل شوي دي.

* ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول

* شمالي کوریا: امریکا ته داسې درد ور کوو چې لا یې لیدلی نه دی

دا کارګر د دولت لخوا ګومارل شوي دي او د تنخا زیاتره برخه یې دولت اخلي.

په اوسنیو بندیزونو کې د شمالي کوریا نویو کارګرو ته پر ویزه ور کولو بندیز لګولی شوی دی.

ښاغلي تولورایا وویل'' دا په دې اړه نه ده چې ایا روسیه کوم اغیز لري که نه. پوښتنه دا ده چې ولې باید موږ له خپل اغیز کار واخلو؟''

هغه وویل'' زموږ تګلاره اجازه نه ورکوي چې شمالي کوریا منزوي او ترستوني ونیول شي او رژیم یې کمزوری شي''.

ډالي سیمه

لکه چین، روسیه هم له شمالي کوریا سره ګډه پوله لري او د جنوبي کوریا پر وړاندې د یوې ډالې سیمې په سترګه ورته ګوري، چې د امریکا د متحدو ایالتونو یوه سیاسي او پوځي ملګرې ده.

مسکو او بیجینګ د لانجې د حلولو لپاره خپلې تګلارې وړاندې کړې دي.

* شمالي کوریا له 'ټرمپ سره خبرو ته چمتو ده'

* ټرمپ: شمالي کوریا ته مو د صبر کاسه ډکه ده

د لومړي ګام په توګه، هغوی غواړي چې په ورته مهال دې د پیونګ یانګ د توغوندیو ازموینې- او د جنوبي کوریا او د امریکا د متحدو ایالتونو پوځي تمرینونه بند شي.

بل ګام به دا وي چې ټول اړخونه د خبرو اترو د میز تر شا راټول شي.

اغېز؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روسیه او چین په سیمه کې د امریکا او سوېلي کوریا د ګډو مانورو بندېدل هم غواړي.

ځینې وايی دا تګلاره تر ډیره یو تاکتیکي عمل دی نه سوله: یعنې دا چې روسیه غواړي په یو بل نړیوال کړکیچ کې ځان ښکیل کړي.

خو الکساندر ګابویف استدلال کوي چې'' روسیه پوهیږي چې دا پلان کومه نتیجه نه لري، خو د امریکا متحده ایالتونه بد ښکاره کوي.

د هغه په خبره، په دغه سیاست سره لږ تر لږه چین او روسیه یو سوله ییز پروګرام لري:

'' خو د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر فقط په ټویټر کې د اور او غضب خبرې کوي.''

د ده په باور، په دې ورځو کې پر پیونګ یانګ د مسکو اغیز ډیر لږ دی، سره د دې چې د شوروي په وخت کې ډېر کلونه د شمالي کوریا د رژیم ملاتړ کیده.

خو په دې اونۍ کې، چین ته له یو سفر وروسته، ولسمشر پوتین د روسیې په ختیځ کې په یوه اقتصادي غونډه کې د جنوبي کوریا او جاپان د مشرانو کوربه و.

د شمالي کوریا یوه پلاوي هم په دې غونډه کې برخه درلوده.

تاریخي اړیکي

د انځور حقوق EPA
Image caption د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای این(کیڼ) او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین(ښی) په ولادي وستوک کې، چې د پیونګ یانګ د اټومي توغوندیو د وروستیو ازموینو لړزه یې احساسوله

هغوی چې په ولادي وستوک کې وو، د پیونګ یانګ د وروستیو توغوندیزو ازموینو لړزه یې احساسوله.

ګیورګي تولورایا استدلال کوي او وايی'' دا زموږ په ګټه ده چې یو سوله ییز او با ثباته ګاونډی ولرو''

هغه وايی'' د ټولو هغو سترو ځواکونو پرتله چې د کړکیچ په حلولو کې برخه لري، روسیه له شمالي کوریا سره تر ټولو لږ دوښمني لري''.

دی په ټینګار سره وايي تاریخي اړیکي په دې معنا دي چې روسیه تراوسه پورې '' ډیرخلک'' چې هلته مهم دي پیژني.

پیونګ یانګ ته پور بښل

A guard walks along a platform past signs, which read "Russia" (L) and "DPRK"(Democratic People"s Republic of Korea), at the border crossing between Russia and North Korea in the settlement of Tumangan, North Korea July 18, 2014 د انځور حقوق Reuters
Image caption د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د تومانګان سرحدي تاڼې یو ساتونکی

څو کاله وړاندې، د ښه نیت د یو ستر اقدام په ترڅ کې ولسمشر پوتین د شمالي کوریا د شوروي د وخت زیاتره پورونه لغوه کړل.

په دې وروستیو کې د اړیکو د ښه کولو په لړ کې شمالي کوریا سره د بیړیو تګ راتګ پیل شو، ان په مسکو کې د شمالي کوریا د سیلانیانو لپاره یو دفتر پرانیستل شو.

احتمالا په دې هیله چې ډیر سیلانیان به هلته ځي او هغه ګلان به بویوي چې د شمالي کوریا د پخواني مشر په نوم یادیږي.

له هغه راهیسې د تقاضا د نشتوالي له امله د بیړیو تګ راتګ ځنډول شوی دی.

ډا ټول کارونه په داسې حال کې دي چې له واشنګټن سره د روسیې اړیکي د هغو ادعاګانو له امله خراب شوي چې وايي د امریکا په ټاکنوکې یې لاسوهنه کړې، بندیزونه ولګول شول او یو د بل یو شمیر ډیپلوماټان وشړل.

مسکو کومه انګیزه نه لري چې د پیونګ یانګ پرضد د امریکا د دې ګامونو ملاتړ وکړي.

ځکه مسکو پوهیږي له روسیې د بندیزونو د لرې کولو واک له کانګرېس سره دی چې له دوښمنۍ ډک دی.

"د جګړې پر لور ورو ورو خوځیدل"

د انځور حقوق KCNA
Image caption د امریکا متحده ایالتونو غوښتل د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ ایل شخصي شتمنۍ پرضد هم ګامونه پورته کړي

په همدې ترڅ کې، له چین سره د روسیې د اړیکو اهمیت ډیر شوی دی.

دواړه هېوادونه د خبرو اترو له لارې د کړکیچ د حلولو هڅې کوي او په تصادفي توګه یوې ریښتیانۍ نښتې ته د شمالي کوریا د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوۍ تر ټوله ښه لار یې بولي.

ښاغلی تولورایا وايي'' امریکایان باید ډیر ژر[ له پیونګ یانګ سره] اړیکي جوړ کړي. که هغوی غواړي مونږ کولای شو په دې اړه اطلاعات انتقال کړو''.

'' که اړتیا وي کیدای شي خبرې اترې ۱۰-۲۰ کاله دوام وکړي. خو په دې وخت کې به موږ ثبات ولرو، نه داچې ورو ورو به جګړې ته نژدې کیږو.''