کریم صادق: مینه والو ته به په زړه پورې لوبه وړاندې کړم
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق وايي، هوډ لري په روانه الکوزي شپږیزه لیګ کې د خپلو مینه والو لپاره په زړه پورې لوبه وکړي.
کریم صادق د شپږیزه لیګ په پنځمه لوبه کې چې د کابلبازانو او بندامیر لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ښاغلي صادق له رسنیو سره په خبرو کې وویل، هڅه یې دا ده چې په روانه شپږیزه لیګ کې خپلو مینه والو ته ښه لوبه وکړي.
ده وویل:" تر اوسه مې په ژونديو لوبو کې خپلو مینه والو ته ښه لوبه نه ده وړاندې کړې، خو د نن په لوبه کې غوره لوبغاړي نومول کېدو سره په ځان ډاډه شوم چې خپلو مینه والو ته ځانګړې لوبه وکړم."
ښاغلي صادق په دې لوبه کې د توپ اچونې او توپوهنې په برخه کې ښه وړتیا وښوده چې په څلورو اورونو کې یې ۱۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
نوموړي په توپوهنه کې هم په ۲۰ توپونو ۲۸ منډې جوړې کړې.
د لوبې پچه کابلبازانو لوبډلې ګټلې وه او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
- د شپږیزې کرېکټ لیګ پنځم پړاو ځانګړی رنګ
- کرېکټ: پر شرجېل خان د لوبو پنځه کلن بندیز ولګېد
- کرېکټ: په بیګ باش کې راشد خان ته لېوالتیا
امو نهنګانو په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ.
کابلبازانو په ۱۷ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف تر لاسه او د الکوزي شپږیزه لیګ د پنځمې لوبې بریا یې خپله کړه.
ښاغلی صادق وايي، راتلونکې لوبه یې د جمعې په ورځ له سپین لوبډلې سره ده او هڅه به وکړي چې له ماتې سره یې مخامخ کړي.
دی وايي:" کرېکټ لوبه، په تېره بیا توپوهنه په غټ زړه کېږي او نړیوال لوبغاړي چې له موږ سره دي تر تاثیر لاندې نه راځي، خو زموږ ځوانان له ډېر فشار سره لوبه کوي. ځوانان له هغوی ډېر څه زده کولی شي."
د کابلبازانو لوبډلې لوبدلمشر اصغر ستانکزی وايي، هغه لوبډله لوبې ګټي چې ښه لوبه وکړي. ښاغلی ستانکزی زیاتويا: "موږ په تېرو دوو لوبو کې ډېر زحمت وګاله، ښې لوبې مو وکړې، نو ځکه مو دواړه وګټلې."
کابلبازانو لوبډلې تر اوسه دوه لوبې کړي چې دواړه یې ګټلي دي، خو بندامیر لوبډلې بیا دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي.
الکوزی شپږیزه لیګ د روانې میاشتې به ۱۱مه پیل شوی او وروستۍ لوبه به یې د همدې میاشتې په ۲۲مه تر سره شي.