BBC
 شاته

د آیفون له نوي ماډله پرده پورته شوه

د انځور حقوق APPLE

د امریکا تکنالوژي کمپنۍ اپل د آیفون ګرځنده موبایلونو له نوي ماډل 'آیفون ایکس یا ۱۰ ' نه پرده پورته کړې.

د دغه نوي ماډل سکرین یا پرده له یوې ژۍ تر بلې غځېدلې ده او پر سکرین یې بله کومه تڼۍ نه شته. نوی ماډل چې له خورا ډېرو بدلونونو سره بازار ته وړاندې شوی دی، یو لوی بدلون په کې دا دی، چې د خپل کاروونکي څېره پېژني.

د شرکت په وینا نوی ماډل به د ۳۰ زره انفرا ریډ وړانګو په وسیله د څښتن څېره پېژني، پېژندګلوي به یې ثبت کوي او قلف به ورته پرانیزي.

اپل شرکت دم ګړۍ د دغه نوي ماډل د بيې په تړاو څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق APPLE
Image caption نوی ماډل د څېرې پېژندنې وړتیا لري

خو کارپوهان اټکل کوي، دا به د ځېرکو ټیلیفونو د لړۍ لومړنی هغه وي، چې بیه یې ښايي تر ۱۰۰۰ ډالره پورې وټاکل شي.

آیفون ویلي د څېرې پېژندنې نوې وړتیا به د شپې په تیاره کې هم د انفراریډ وړانګو له لارې کار ورکوي.

د اپل شرکت "الکترونیکي بټوو" کار ډېر اسانه کړی

اپل چین کې د 'ایفون' نښې په تړاو قضیه وبایلله

ګرځنده تیلیفون به نور څومره پرمختللی شي؟

د دوی په خبره دغه تکنالوژۍ سره د ګوتو نښان پر تله چې پخوانیو ماډلونو کې کارېده، د تېروتنې احتمال نه شته.

اپل کمپنۍ آیفون ۸ او آیفون اته پلس هم وړاندې کړي، چې بې سیمه چارچ کېدونکو ټیلیفونو لړۍ کې د دغه شرکت لومړنۍ بېلګې وې.

د انځور حقوق APPLE
Image caption آیفون له دې مخکې اته او اته پلس ماډلونه بازار ته وړاندې کړي، چې له ۷۰۰ تر اته سوه ډالرو پورې بیه لري

آیفون اته د پیاوړې کمرې، شیشه یي وجود، پیاوړي ویندوی او چټک سسټم سره یوه ځانګړنه دا هم لري، چې بې سیمه چارج کېدای شي.

د سې شنبې پر ورځ اپل د نویو ځېرکو ټیلیفونو تر څنګ د ځېرکو ساعتونو له درېیم ماډله هم پرده پورته کړه.

اپل ۳ ساعتونه د ځېرکو ټیلیفونو ۴ نسل پر تکنالوژۍ سمبال دي. د دغه ساعتونو څښتنان کولای شي، له انټرنېټ سره وصل شي او پرته له دې چې خپل آیفون له ځان سره وګرځوي، کولای شي موسیقي واوري.

اپل ۳ ساعت خپل څښتن ته د ورزش پر مهال د زړه ټکانونو حال ورکوي، چې بې غږه زیاتېږي او دې سره د زړه حملې یا نورو ناروغیو وارله مخه خبرداری ورکوي. دغه ساعت ۱۰ ورځې وروسته د ۴۰۰ ډالرو بدل کې پلور ته وړاندې کېږي.

د انځور حقوق .