BBC
 شاته

ټرمپ او پوتین به د سوریې په تړاو سره ګډ کار وکړای شي؟

د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ وايي، که د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټي، د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د لمنځه وړلو لپاره به له روسیې سره ګډ کار روکړي.

سوریه کې د اسلامي دولت پر ضد ویلادیمیر پوتین سره د همکارۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ دغې لېوالتیا ډېر ډیموکراټان او جمهوريپال حیران او غوسه کړي دي.

د امریکا د استازو جرګې مشر او جمهوريپال پال ریان شته لیدلوري خلاصه کړل او ډېر ساده یې وویل چې "روسیه داسې نړیوال ځواک دی چې مشري یې شیطان کوي."

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نورو مسئلو د نظر بېلوالي سره سره سوریه کې د روسیې او امریکا ګټې رښتیا هم دومره سره بېلې دي؟

په سوریه کې پنځه کاله وړاندې د جګړې له پیلېدلو راهیسې کرملین د اوږدې مودې ملګري ولسمشر بشار اسد دوامدار ملاتړ کړی.

دې چارې روسیه نېغ په نېغه د امریکا پروړاندې درولې.

ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۱ کال کې سوریه کې د هرې روغې جوړې لپاره د بشار اسد استعفا لومړنی شرط باله.

خو د اسلامي دولت زیاتېدونکی ګواښ چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې یې د سوریې په شمال او ختیځ کې ډېرې سیمې لاندې کړې، دا معادله بدله کړې ده.

روسیې تېر سپتمبر کې په سوریه کې مستقیمې مداخلې او هغه څه سره چې د ترهګریزو هدفونو بمبارول یې بولي، نړۍ حیرانه کړه.

ډېر لوېدیز سیاستوال او د بهرنۍ پالیسۍ شنونکي د مسکو دا ګام د کرملین د قدرت ښودلو لپاره یوه پلمه بولي.

دوی وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه د روسیې اصلي اندېښنه نه وه.

د لویدیځ سیاستوالو په باور ښاغلي پوتین په سوریه کې د دې لپاره مداخله وکړه چې بشار اسد ملا وتړي او روسیه بیا په منځني ختیځ کې د ستر لوبغاړي په توګه مطرح کړي.

Image copyright AP
Image caption روسیه دا ردوي چې په هوایي بریدونو کې ولسي وګړي یا د اسد مخالفې ډلې په نښه کړي

دوی وايي، د مسکو نورې موخې دا وې چې په اوکراین کې له یاغیانو سره د روسیې له ملاتړه د لوېدیځ پام واړوي، د روسیې نوې وسله وښيي او وازمويي، په کور د ننه د ښاغلي پوتین محبوبیت زیات کړي او ان له سوریې د کډوالۍ په زیاتولو سره اروپا بې ثباته کړي.

د روسیې ځینې هوايي بریدونه داسې ښکارېدل چې دا بدګمانۍ تاییدوي.

ډېرو بریدونو یې اسلامي دولت (داعش) نومې ډله نه، بلکې د سوریې دولت هغه مخالفین په نښه کړي چې لویدیځ یې ملاتړ کوي.

د بشري حقونو د ډلو سندونه ښيي چې روسیې روغتونونه او نور ولسي ځایونه په نښه کړي، ان پر ژغورونکو د دویم برید لپاره یې الوتکې بیا راغلې دي. خو روسیه له دې انکارکوي او وایي، له ترهګرۍ ضد مبارزې سره رښتینې لېوالتیا لري.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې په بریدونو کې د روسیې نژدې ۱۰۰۰ اتباع وژل شوي چې پړه یې پر اسلامي توندلارو اچول شوې.

اسلامي دولت د روسیې شاوخوا د قفقاز شمال ته په مسلمان مېشتو سیمو کې رېښې کړې دي.

دا ډله په منځنۍ اسیا کې د روسیې د ګاونډیانو د بې ثباته کولو لپاره د افغانستان له شمال نه وسله وال ورلېږي.

روسیه وايي چې د امریکا په پرتله یې په سوریه کې اسلامي دولت ډېر ځپلی دی.

د روسیې له لاسوهنې یو کال مخکې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف جوړ شو، خو په هغه وخت کې یې لږې لاسته راوړنې درلودې.

د سږکال فبرورۍ کې روسیې هره ورځ شپېته هدفونه په نښه کول، خو د امریکا په مشرۍ ایتلاف اووه هدفونه ویشتل.

روسیه پر اسلامي دولت سربېره د نصرت جبهې په څېر ډلې چې وروستیو کې القاعده سره ملګرې شوه، نورې اسلامي توندلارې ډلې هم ډېر ځله په نښه کړې دي.

په تېر مارچ کې د روسیې پوځي ملاتړ سره د سوریې دولتي ځواکونه وتوانېدل داعش ډله د تدمر په نوم لرغوني ښارګوټي نه وشړي او دا په سوریه کې د توندلارو لپاره لومړنۍ تر ټولو ستره ماتې وه.

البته دې ولسمشر اسد ته یو بری ورکړ.

په دې وروستیو کې د روسیې هوايي بریدونو د بشار اسد ځواکونو سره مرسته کړې چې حلب نه راچاپېر شي چې یو مهال د سوریې تر ټولو ستر ښار و.

اوس وسله وال د دې کلابندۍ د ماتولو لپاره سخته جګړه کوي.

په داسې مهال چې لوېدیځ د سوریې د ستونزو لامل بشار اسد بولي، خو روسیه وايي، د هغه احتمالي بدیل به لا بد وي.

Image copyright Reuters
Image caption د سوریي ازاد پوځ سرتېري

دوی په عراق کې د صدام حسین او په لیبیا کې د معمر قذافي د پرځولو بدو پایلو ته اشاره کوي چې په دواړو هیوادونو کې د حاکمیت د نشتوالي له امله اسلامي دولت او نور توندلاري راپوته شول.

کریملین دا پوښتنه کوي چې د "سوریې اصلي مخالف جریان" کې کومه یوه ډله په رښتیا هم څومره منځلارې ده.

پر اسلامي دولت او نصرت جبهې چې اوس یې نوم جبهه فتح الشام اېښی سربېره نورې مهمې ډلې هم د شرعیت نافذوونکي حاکمیت لپاره جګړه کوي.

ان د د سوریې د ازاد پوځ چې د ګڼ ګونديزې سوریې خبره کوي، ځینې ډلو یې وخت ناوخته له نصرت جبهې سره همکاري کړې ده.

د متحده ایالتونو پوځي مشران باوري دي چې د سوریې ازاد پوځ کې د د ډېرو وسله والو نظریې د منځلاريتوب هغه تعریف سره سمون نه لري چې لوېدیځ یې لري.

له دې هرڅه سره روسیه دا هم وايي، لوېدیځ د سوریې له اپوزیسیون سره په لېوالتیا مرسته نه کوي، تر یوې اندازې یې دا ډلې روزلې او سمبال کړي، خو هیڅکله یې هم د پاموړ وسلې نه دي ورکړي.

امریکا د روسیې برعکس، داسې ښکاري چې نه پوهېږي سوریه کې څه غواړي.

خو دې هرڅه ډونالډ ټرمپ هڅولی چې بربنډې خبرې وکړي.

هغه په ځلونو ویلي، "اسد بد دی"، خو د اوباما اداره "د داسې خلکو ملاتړ کوي چې نه یې پېژني."

په حقیقت کې د توندلارۍ پرضد د روس – امریکا د ایتلاف نظریه نوې خبره نه ده.

دواړو ځواکونو د سپټمر یوولسمې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا د یرغل پرمهال هم ښه همکاري درلوده.

Image copyright AFP
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، سوریه کې د هوايي بریدونو د همغږۍ لپاره له روسیې سره په یوه ټولیز پلان هوکړې ته رسېدلی

روسیه وایي، تېر سپتمبر کې یې له متحده ایالتونو، بریتانیا او ترکیې وغوښتل چې سوریه کې د اسلامي دولت ضد هڅې ورسره همغږې کړي، خو لوېدیځ دا ځکه ونه منل چې بشار اسد هم پکې ښکېل و، او دا وېره هم وه چې که د سوریې ازاد پوځ کې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد کوم اطلاعات راټولوي ښایي د دوی پرضد وکاریږي.

خو په مسکو کې له ډېرو خبرو وروسته اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، د هوايي بریدونو د همغږۍ لپاره له روسیې سره په یوه ټولیز پلان هوکړې ته رسېدلی دی.

امریکا د دې ژمنې په بدل کې له روسیې سره استخبارات شریکوي چې مسکو به د متحده ایالتونو ملاتړ لرونکې ډلې نه په نښه کوي.

خو په واشنګټن کې د ډېرو باور دا دی چې پر روسیې باور نشي کېدای.

ځینې کسان به له روسیې سره دا تړون له هغو ځواکونو سره خیانت وبولي چې متحده ایالتونو یې له تېرو پنځو کلونو راهیسې ملاتړ کاوه.

ښايي د امریکا – روس دا ډول یو تړون د ټرمپ ولسمشرۍ ته اړتیا ولري چې لومړیتوبونه یې بدل دي.

ایا دا به نه یواځې د اسلامي دولت بلکې د ولسمشر بشار اسد د ټولو دښمنانو لپاره د ماتې په معنا وي؟ یا هم ښايي د دواړو ځواکونو لخوا د رښتوني جوړجاړي رامنځته کولو د پيل په معنا نه وي؟

یقیناً دا به د امریکا د دریځ ۱۸۰ درجې بدلون وي او ډېرو ته به سپکوونکی وي.

د امریکا د سوریې پالیسي به خورا کمه اخلاقي او همدارنګه ښايي ډېره لږه متناقضه شي.