اشرف غني او د امان الله خان نيمگړې لار
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پخوانى پاچا امان الله خان چې له (۱۹۱۹ - ۱۹۲۹) پورې یې واکمني وه، ځان لپاره بېلگه ګڼي.
"که څوک یې غواړي یا نه، زه د امان الله خان نيمگړى څپرکی بشپړوم "
زه د افغانستان غليمانو ته یو پیغام لرم "دا هغه پخوانی ملت نه دی چې غازي امان الله خان یې تېښتې ته اړ کړ."
"د افغانستان د ملي اتل غازي امان الله خان هيله پوره کېږي... او"
دا ویناوې په تېرو دوو کلونو کې په بېلا بېلو مناسبتونو کې د اشرف غني له خولې اورېدل شوې دي.
ولسمشر غني تر بل هر افغان پاچا ډېر د غازي امان الله خان نوم اخیستی، او هغه یې په ښو یاد کړی دی.
پر دې سربېره، ولسمشر اشرف غني د خپل کار له پيلولو سره سم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې شاوخوا وګرځېد او په هغه مېز یې سترګې ولګېدې چې یو وخت د غازي امان الله خان و.
د ولسمشر غني په غوښتنه دغه مېز بيا ورغول شو او اوس یې کاري مېز دی. د دې ترڅنګ هغه لرګینه څوکۍ چې یو وخت پرې امان الله خان کېناسته، له ګودامه را وایستل شوه او د غني دفتر کې کېښوول شوه.
شهزادګۍ هندیه، د غازي امان الله خان لور، له ولسمشر غني او مېرمن سره يې د لیدنې پر مهال یوه شېبه د خپل پلار د مېز تر شا کېناسته او هغه یې ښکل کړ.
ولسمشر غني د دارالامان ماڼۍ د بیا جوړولو او هغې خوا ته د دولتي ادارو لېږدولو امر هم کړی، چې غواړي د غازي امان الله خان نېمگړې هیلې پوره کړي.
ایا اشرف غني په رښتیا د امان الله خان لاره تعقیبوي؟
د پوهنتون د استاد او سیاسي شنونکي قاسم عرفاني په خبره، اشرف غني ځکه د امان الله خان نوم ډېر کاروي چې دپردۍ پالنې مخالف و.
د هغه په خبره، اشرف غني له دې لارې غواړې په خلکو کې ملي حس او د وطندوستۍ روحیه را ژوندۍ کړي او له بلې خوا له همدې لارې غواړي له درانیانو سره اړیکې پیاوړې کړي.
د ولسمشر د دویم مرستیال اقتصادي مشاور او د پوهنتون استاد توسلي غرجستاني وايي، د اشرف غني له لوري د غازي امان الله خان د لارې د تعقیبولو په اړه څرګندونې تر ډېره سیاسي او تبلیغاتي اړخ لري.
د نوموړي په خبره، د امان الله خان حکومت عصري اقتصادي پروګرام نه درلود.
"که څه هم د ملي وحدت حکومت مانیفیسټ او اقتصادي ستراتيژي نه لري، خو داسې نظرونه رامنځ ته شوي چې په تېرو لسیزو کې نه و. لکه د اسیا پر څلور لاره د افغانستان بدلول، له منځنۍ اسیا افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ غځول او داسې نور. د دغو نظرونو یوه برخه پلي شوې او یوه برخه یې د امنیتي ستونزو له امله ځنډېډلې ده."
ګډ ټکي
د اشرف غني او امان الله خان ترمنځ د ورته والي یو ټکی په ګډو یا ورته موخو کې دی. د دواړو هڅه د افغانستان پر بدلولو را ټوله ده.
له دغو مشرانو هېڅ یوۀ هم لوېدیز کلتور او تمدن ته په بده سترګه نه دي کتلي، او د لوېديز "دولت- ملت" جوړولو بېلگې پلوي کوي.
ښايي دلیل یې له لوېدیز کلتور او تمدن سره د دواړو اشنايي وي. که څه هم شاه امان الله خان په ځوانۍ کې لوېدیځ ته سفر درلود، خو ښاغلي غني همالته زده کړه کړې او د لوېدیځ ټولنې په زېر او زبر ورته معلومې دي.
افغان شنونکی محمد فاروق انصاري د ښځو د مقام په اړه ددغو دواړو مشرانو نظر سره نژدې ګڼي. د هغه په اند، د شاه امان الله خان په مشرۍ دولت کې چې ملکې ثریا کوم ځاى لاره، اوس یې لومړۍ مېرمن لورا غني د اشرف غني په مشرۍ دولت کې لري.
دواړې ښځې خپل دفتر لري چې په ډېرو سیاسي او ټولنیزو پروګرامونو کې د خپلو مېړونو ترڅنګ راڅرګندېږي چې همدا په ټولنه کې د ښځې د دريځ په اړه د دوی د نظر څرګندونه کوي.
لیکوال او د پوهنتون استاد قاسم عرفاني له اشرف غني سره د شاه امان الله خان د شخصیت ورته والي په اړه وايي: "دواړه مشران فکر کوي چې د نورو سیاسي څېرو په پرتله د هېواد ګټې لا غوره درک کوي او فردي پرېکړې کولو ته لېواله دي."
د هغه په اند، لکه څرنګه چې امان الله خان په ۱۹۱۹ کال د ازادۍ له اخیستو وروسته په نړیوالو اړیکو کې د افغانستان لپاره نوې فضا رامنځ ته کړه، اشرف غني هم له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره، چې کرزي یې مخالفت کړی و، له لوېدیځ سره د افغانستان د اړیکو نوی باب پرانیست او د کابل او واشنګټن ترمنځ رامنځته شوې ترینګلتیا يې ارامه کړه.
د ځینو تاریخي سرچینو په حواله اقتصاد ته پام او د کانونو رایستل د امان الله خان لویه اندېښنه وه، چې د اشرف غني لومړیتوب هم په همدا دی.
د اختلاف ټکي
نه یوازې په ډېرو برخوکې له امان الله خانه د اشرف غني لاره بېله ده، بلکې ځینې وخت د هغه پروړاندې درېږي.
د افغان شنونکي محمد فاروق انصاري په باور، شاه امان الله خان پخپل لومړني نوښتګر ګام سره د افغانستان خاوره د ملي هویت پر بنسټ معرفي کړه او د قومونو او قومي- مذهبي ډلو ترمنځ د توپيرونو مخالف و.
شاه په دې اند و چې له قبیلوي روحیې سره نوښت شونى نه دى. ښاغلی انصاري باوري دی چې د اشرف غني په حکومت کې د ډلو او قومونو ترمنځ پولې راڅرګندې شوي دي، چې امان الله خان ورسره مخالف و.
که څه هم په افغانستان کې د امان الله خان پر سیاسي تګلارې ځینې کسان نیوکه کوي، خو که هرڅه وي، هغه د هېواد په معاصر تاریخ کې د کلتوري ازادۍ غوښتنې بنسټګر ګڼل کېږي.
داسې ازادي چې د ولسمشر اشرف غني د منتقدینو په اند په اوسني حکومت کې ډېر کله د کانتینرو په ځای پر ځای کولو او د لاریونیانو پر وړاندې تاوتريخجن چلند سره نقض شوې.
د پوهنتون استاد قاسم عرفاني د شاه امان الله خان او اشرف غني د واکمنیو ترمنځ توپیر ته په اشاره وايي: د امان الله خان د حکومت پرمهال که څه هم په واک کې د قومي مشارکت د کچې تمه کمه وه، په واک کې د انحصار غوښتنې کچه لږه راڅرګندېده.
د هغه په اند، د امان الله خان د حکومت پروړاندې د دودیزو ډلو له خوا ګواښونه وو، خو د اشرف غني په مشرۍ حکومت لپاره دا گواښ په بل ډول، د هغو قومي ډلو له لوري مخامخ دى، چې د دوى په اند نه پرېکړو کې برخه لري او نه دولت د خلکو د ارادې استازی ګڼي.
د نوموړي په باور، د پرېکړه کوونکو له کړۍ د بهر پاتې ناخوښو مشرانو شمېر ډېرېدل، او که دا نارضايتۍ په دغو قومي ډلو کې دننه هم وغځېږي، نو د حکومت مشروعیت له جدي ستونزو سره مخامخولی شي.
د ملي یووالي حکومت په لومړي ځل افغانستان کې تجربه کېږي، چې د مودې ختمېدو ته يې ایله دوه کاله نور پاتې دي.
ښکاره نه ده چې له اشرف غني سره به بخت یاري وکړي او د پنځو نورو کلونو لپاره به د شاه امان الله خان د میز تر شا کښېني او که نه.
امان الله خان په خپله لس کلنه واکمنۍ کې ځان د افغانستان د نوښتګر پاچا په توګه ثبت کړ. څرګنده نه ده چې تاریخ به د اشرف غني له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته هغه ته کوم ډول روستاړی وټاکي.