BBC
 شاته

''پاکستانی حکومت د ترهګرۍ له نظریې اغېزمن دی''

Image copyright EPA
Image caption د هند لومړی وزیر وایي، هیواد به یې هیڅکله هم د ترهګرو غوښتنو ته سر ټیټ نه کړي.

د هند لومړي وزیر د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په وینا کې پر پاکستان څنګزنه (نامستقیمه) نیوکه کې وویل، چې ترهګر پالي او د ترهګرۍ له نظریې اغېزمن دی.

د ډېلي په لال کلا کې د دوشنبې ورځې په مراسمو کې نرېندرا مودي زیاته کړه، چې د پاکستان بلوچیستان صوبه او د د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر او ګلګلت کې ځايي خلکو د خپل غږ اوچتولو لپاره د ده مننه کړې ده.

نرېندرا مودي د پښتونخوا په پېښور کې پر یو پوځي ښوونځي ترهګریز برید ته هم اشاره وکړه، ویې ویل، چې په دغه برید کې د بې ګناه ماشومانو پر وژنه د هند پارلمان او ټول هندي ملت اوښکې تویې کړې.

''دا زموږ انسانیت دی، خو له بل لوري، چېرته چې ترهګر راټولیږي، په ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه خلکو پر وژنه خوشالۍ کیږي- دا څه ډول له ترهګرۍ خوځېدونکی ژوند دی- دا د ترهګرۍ له نظریې اغېزمن څه ډول حکومتي نظام دی؟''

نرېندرا مودي دا هم وویل، چې ''څنګه د بلوچیستان، ګلګت او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر خلکو د ده مننه کړې داسې یې د خپل هیواد ټولو خلکو هم مننه کړې، ځکه یې دی هم منندوی دی''.

د هند صدراعظم څو ورځې مخکې هم په یوه وینا کې وویل، اوس د دې وخت دی چې پاکستان په بلوچیستان او تر واک لاندې کشمیر کې د ښکاره زور زیاتي ځواب ووايي.

نرېندرا مودي په نیمه ګړۍ وینا کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د حکومت ضد مظاهرو نېغه یادونه ونه کړه، خو ویې ویل، چې ''اوس په ځینې ځنګلونو کې د ماویستانو په نوم، پر پوله د توندلارۍ په نوم، په غرونو کې د ترهګرۍ په نوم پر اوږو ټوپک ږدي او د بې ګناه خلکو د وژلو لوبه روانه ساتي''.

Image copyright Reuters
Image caption په هند کې د اګسټ ۱۵ هر کال د خپلواکې ورځې په نوم لمانځل کیږي.

نوموړي په ترهګرۍ کې پر ښکېلو ځوانانو غږ وکړ چې د ترهګرۍ لار پرېږدي او له خپل ملت سره په یو ځای کېدلو سمه لار غوره کړي:

''زه دغو ځوانانو ته دا ویل غواړم، چې دا هیواد کله هم تاوتریخوالی زغملی نه شی، دا ملک به هیڅکله هم ترهګرۍ ونه زغمي، دا هیواد به هیڅکله هم ترهګرو ته سر ټیټ نه کړي، زه دغو ځوانانو ته وایم چې اوس هم وخت شته، را ستانه شئ''.

نرېندرا مودي دا هم وویل، چې 'ځمکه پر وینو سره شوه، خو د ترهګرۍ په لار تلونکو هیڅ هم ترلاسه نه کړل'.

ویل کیږي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې له تېرو څو اونیو راهیسې روانو مظاهرو کې له ۵۵ ډېر کسان وژل شوي او له دوو زرو ډېر ټپیان شوي دي.

په کشمیر دره کې له تېرو شپږ اونیو راهیسې ګرځبندیز دی.

دا مظاهرې د ځوان بېلتونپالي قومندان برهان واني، له وژنې وروسته پیل شوې دي.

د هند ترواک لاندې کشمیر کې د دوشنبې په ورځ د هند د خپلواکۍ ورځ هم د تورې ورځې په نوم لمانځل کیږي.

Image copyright Getty
Image caption په هندي کشمیر کې له تېرو شپږو اونیو راهیسې ګرځبندیز دی.

د پاکستان لومړي وزیر تېره یکشنبه د دغه هیواد خپلواکۍ ورځ په کشمیر کې د روان خوځښت د ورځې په نوم کړه.