BBC
 شاته

لندن: اویا کاله وروسته لومړی ځل د الیزابت برج څراغ نه بلیږي

ایرتون لایټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه څراغ ۱۸۸۵ کال کې نصب شوی و

د لندن الزابیت برج هغه څراغ اویا کله وروسته لومړی ځل نه بلیږي، چې د پارلمان غونډو پر مهال هر ماښام بل وي.

ایرتون لایټ چې د مشهور بیګ بین ساعت پر سر ټومبل شوی د بیارغاونې لپاره له ځایه ایستل کېږي او پر ځای به یې یو موقت څراغ بلیږي.

دغه څراغ ۱۸۸۵ کال کې نصب شوی و او یوازې د دواړو نړیوالو جګړو پر مهال یې رڼا نه کوله. بیګ بین ساعت به چې دغه څراغ یې پر سر بلېږي، تر ۲۰۲۱ پورې د ترمیم له کبله په منظم ډول زنګ نه وهي.

د انځور حقوق UK PARLIAMENT/JESSICA TAYLOR
Image caption تر اوسه دا معلومه نه ده، چې دغه څراغ به کله ګل شي

ویل کېږي چې دغه څراغ د ملکې وکټوریا په غوښتنه ځای پر ځای شوی و، ځکه هغې غوښتل په تیاره کې هم له بکنګم ماڼۍ نه د پارلمان دواړو جرګو غونډې وویني.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې دغه څراغ به کله ګل شي او تر څه مهاله به یې یو موقت څراغ پر ځای لګېدلی وي. بیګ بین به د دوشنبې له ورځې وروسته غلی شي. د پارلمان غړو ویلي د ځینو له (اندېښنو) به د ترمیم چارو مودې په اړه بیا غور وکړی.

د انځور حقوق PA
Image caption بیګ بین به له دوشنبې ورځې غلی شي

د لومړۍ وزیرې ټرېزا مې په وینا 'دا سمه نه ده ' چې دغه ستره زنګوله به په منظم ډول بیا تر څلورو کلونو پورې غلې وي. ویل کېږي د یادګاري یکشنبې او نوي کال راتلو په مناسبت به د دغه ساعت زنګوله شرنګېږي.

دغه ستره زنګوله په الیزابیت برج کې د لګېدلي ستر ساعت یوه برخه ده، چې د بیګ بین په نامه پېژندل کېږي.

وزن یې ۱۳ اعشاریه اووه ټنو ته رسېږي او د الیزابیت برج جګوالی ۹۶ مترو ته رسېږي.