شاته

طالبانو د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ ونیوله

د بغلان امنیتي مسولین وايي چې د دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو ترولکې لاندې راغلې، د ولایتي شورا غړي ددغې ولسوالۍ د سقوط لامل د خلکو او دولت تر منځ فاصله او د اړیکو کمزورتيا ګني.

دهنه غوري ولسوالي د پلخمري ښار په پنځه کیلومترۍ کې غرب لورته موقعیت لري، د دهنه غوري او ډنډ غوري تر منځ د شمالي ولایتونو لویه لار هم تیریږي، د مزار شریف اوسیدونکي وايي چې د دهنه غوري ولسوالۍ له سقوط سره ددوي د تګ راتګ لار هم تر تهدید لاندې ده.

طالبانو له تیرو پنځه میاشتو راپه دیخوا په مسلسله توګه پر دغه ولسوالۍ بریدونه کول خو د افغان ځواکونو او محلي پولیسو له مقاومت سره مخ کیدل.

د دهنه غوري د ساتنې د عملیاتي قطعې قوماندان سید ظفر شاه وايي چې د مهماتو او نورو تجهیزاتو له کمبود وروسته یې له ولسوالۍ څخه ځانونه ژوندي ویستلي.

هغه وايي چې خپل ټول تجهیزات یې هم له ځان سره له سیمې ویستلي او طالبانو ته یې نه دي پریښي.

د دهنه غوري یو دولتي چارواکی چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله امریکاغږ ته یې وویل چې بیګاه شپه ناوخته دهنه غوري طالبانو تصرف کړه.

هغه زیاته کړه چې دولتي مامورین یې د هیلوکپټر په ذریعه له سیمې وویستل او نور ځواکونه پر سړک له سیمې ووتل.

دغه چارواکي دا هم وویل چې د ولسوالۍ د پولیسو او ملکي ادارو ۱۷ عرادې موټرې طالبانو ته پاتي شوې.

هغه زیاته کړه چې د ولسوالۍ د پریښودو پر وخت یې تلفات نه دي ورکړي.

د سیمې یو تن اوسیدونکی چې له نوم اخیستو ډډه کوي وايي چې ۵ مرمۍ ضد ټانکونه او ۱۲ رینجر طالبانو نیولي دي.

هغه زیاتوي چې طالبانو په دغه ولسوالۍ کې لوی ډي سي توپ هم نیولی دی.

دا لومړی ځل دی چې د دولت مخالف وسله وال له افغان ځواکونو څخه ډي سي توپ نیسي او تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو داسې درنه وسله نه درلوده لکه دهنه غوري کې چې په لاس ورغله.

د بغلان د امنیې قوماندان هم رسنیو ته تایید کړی چې د دهنه غوري ولسوالۍ طالبانو تصرف کړې خو دوي د بیرته عملیاتو لپاره تابیا نیسي.

د یادولو وړ ده چې پر دهنه غوري ولسوالۍ باندې د مخالفینو د بریدونو له پیل راهیسې ۱۰ تنه افغان سرتیري وژل شوي او تر ۱۰ زیات نور ټپيان شوي دی.

په دغو جګړو کې افغان ځواکونه مخالفو وسله والو ته د زیاتو تلفاتو د وراړلو ادعا کوي.

طالبانو هم تیره شپه په یو بیان کې د دهنه غوري ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې دا ولسوالۍ یې تیره شپه شاوخوا اته بجې له دریو ورځو جګړو وروسته نیولې ده.

طالبانو ویلي چې په دې جګړه کې یو زرې پوځي وسیله او د پولیسو دولس رینجر پک اپ موټر هم د دغې ډلې وسله والو ته په لاس ورغلي دي.

د بلې خوا طالبانو د نورستان ولایت د وانټ ویګل ولسوالۍ مرکز د نیولو ادعا هم کړې، خو تراوسه د دغه ولایت چارواکو د طالبانو ادعا نه ده تائید کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.