BBC
 شاته

د بغلان دهنه غوري د 'سقوط' په اړه ضد او نقیض رپوټونه

Image copyright AFP
Image caption دهنه غوري ولسوالي له پل خمري او ډنډ غوري ولسوالۍ سره پوله لري او له کیهان ولسوالۍ سره هم ګډ سرحد لري.

د افغانستان شمالي بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ د 'سقوط' په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي. طالبانو د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، خو امنیتي چارواکو تر اوسه د طالبانو دا ادعا نه ده تایید کړې.

وړاندې د بغلان ولایتي شورا ویلي وو، که ولسوالۍ ته مرستې ونه رسېږي، شاید ژر د طالبانو لاس ته ولوېږي.

وسله والو طالبانو تېره شپه یوه خبرپاڼه رسنیو ته استولې، چې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ مرکز او ځینې مهمې پوستې دوی نیولې دي.

طالبانو ادعا کړې، چې ولسوالۍ کې یې ۳۳ سرتېري ژوندي نیولي او ترڅنګ یې درې مرکزونه هم نیولي او د ولسوالۍ چارواکي او نور سرتېري غرنیو سیمو ته وتلي دي.

دهنه غوري ولسوالي له پل خمري او ډنډ غوري ولسوالۍ سره پوله لري او له کیهان ولسوالۍ سره هم ګډ سرحد لري.

له تېرو څو ورځو راهیسې د دهنه غوري ولسوالۍ د نیولو لپاره طالبانو بریدونه پیل کړي او هڅه یې دا ده چې ډنډ غوري ولسوالۍ ونیسي.

د دهنه غوري ولسوالۍ شا ته کیهان ولسوالي پرته ده.

Image copyright AFP
Image caption ددغې ولسوالۍ د سقوط په اړه داسې مهال ضد او نقیض خبرونه ورکول کېږي، چې د افغانستان په شاوخوا ۱۴ ولایتونو کې جګړه روانه ده او د دغه هېواد د مشرتابه ترمنځ سیاسي ناندرۍ روانې دي.

ددغې ولسوالۍ د سقوط په اړه داسې مهال ضد او نقیض خبرونه ورکول کېږي، چې د افغانستان په شاوخوا ۱۴ ولایتونو کې جګړه روانه ده او د دغه هېواد د مشرتابه ترمنځ سیاسي ناندرۍ روانې دي.

اجرائیه مشر عبدالله عبدالله تېر ماښام د 'جمعیت اسلامي' ګوند له ځینو مشرانو او غړو سره کابل کې ناسته کړې.

تر غونډې څو ورځې وړاندې ښاغلي عبدالله پر ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه وکړه چې په تېرو څو میاشتو کې یې له دغه سره نه دي کتلي، بلکې تر دې وړاندې ولاړ او ولسمشر غني یې بې زغمه وباله او هغه یې د مشرتابه لپاره وړ کس 'ونه باله'.

Image copyright ARG
Image caption تر غونډې څو ورځې وړاندې ښاغلي عبدالله پر ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه وکړه چې په تېرو څو میاشتو کې یې له دغه سره نه دي کتلي، بلکې تر دې وړاندې ولاړ او ولسمشر غني یې بې زغمه وباله او هغه یې د مشرتابه لپاره وړ کس 'ونه باله'.

خو ښاغلي غني د عبدالله دې څرګندونو ته په ځواب کې نامخامخ ډول ځواب ورکړی او وايي چې ولسمشر ته زغم او حوصله اړینه ده، خو د قاطعیتله لاسه ورکولو معنا نه لري.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په لړ کې د دولت په رهبرۍ کې د "شخصي سلیقې" څنګ ته اېښودو خبره وکړه او ویې ویل چې مشر باید عکس العملي عمل ونه کړي، باید خپل محیط بدل کړي.

Image copyright CEOAfg
Image caption اجرائیه مشر عبدالله عبدالله تېر ماښام د 'جمعیت اسلامي' ګوند له ځینو مشرانو او غړو سره کابل کې ناسته کړې.